دجاپان امپراتور اکیهیتو

 
دجاپان ۱۲۵ امپراتور اکیهیتو وتوانیده، چې په ډېر مهارت او زیرکتیا سره په جاپان کې امپراتوري نظام  عصري او پرمختللی کړي، نوموړي په ورته وخت کې ، چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال  نژادپالنه په اوج کې وه، دروغې جوړې  او مینې پیغام خپور کړي.
اتیا کلن امپراتور، چې  دلرغونې کورنۍ  استازی دی، داسې ویل کیږي، چې دا کورنۍ له ۲۶۰۰ کاله راهسې په جاپان کې واکمنه ده، تاریخپوهان وايي:  یاده کورنۍ له اومې میلادي پیړۍ راهسې  واک ته رسیدلې ده.  اکیهیتو دا ځل دخپل ډول بیساری پریکړه کړې ده که چیرې امپراتور وغواړي په خپله خوښه ګوښه  کېدای شي، پخوا قانون  دمرګ تر ورځې امپراتور ته  اجازه نه ورکوله، چې له امپراتورۍ لاس واخلي، همدا راز په جاپان کې امپراتور نه شي کولای، چې مخامخ له ولس سره خبرې وکړي او یا له  واکمنې کورنۍ بهر واده وکړي، خو ده  دا دواړه کارونه کړي دي او ځان یې خپل ولس ته نږدې کړې دی.  نوموړي وايي: زه اندېښنه لرم او ډاریږم، چې دامپراتورۍ چارې لکه څرنګه، چې وړ  وي نه شم تر سره کولای نو پریکړه مې داده، چې هغه څوک  باید امپراتور شي، چې دا یې له وسه پوره وي.
په لاندې کرښو کې به د اکیهیتو ژوند لیک او په جاپان کې دامپراتور واک او صلاحیتونه وپيژنو.
اکیهیتو د ۱۹۳۳ ز  د دسمبر په ۲۳ زیږیدلی دی، هغه مهال  جاپان په اسیا کې په خپلو نظامي جګړو کې بوخت و، یولس کلن و، چې  په ۱۹۴۵ ز کې یې له پلار څخه  داولوهیت او امپراتورۍ لقب واخستل شو، ځکه جاپان تسلیم شوی وه.
په ۱۹۸۹ ز کې دجاپان دامپراتور په توګه غوره شو، نوموړي په ډېر حکمت او سړه سېنه، د دولت او حکومت دندې  ومنلې، او د ولس او ملت دیووالي دسمبول په توګه یې دنده پیل کړه، له جګړې وروسته د جاپان  سوله ییز قانون  امپراتور ته اجازه نه ورکوي، چې په سیاست او حکومتولۍ کې رول ولوبوي.
هڅه یې کوله، چې ولس ته نږدې شي ځکه خو د ټولو جاپانیانو خوښ دی اوپرې ګران دی.
اکیهیتو ځانساتی دی، ارام طبیعت لري، دقانون له مخې په سیاست کې لاس نه وهي، خو په ډېر مهارت سره وتوانیده، چې په تېرو دریو لسیزو کې  پر حکومت خپلې ځینې خبرې او مشورې ومني.
ماسا یاسو هو ساکا، چې داکیهیتو او دنوموړي  دپلار هیروهیتو په اړه کتاب لیکلی دی وايي: هغه کس، چې دامپراتور لمانځنه او ستاینه یې نه کوله،  هیڅ ډول نژادپالنې ته ژمن نه وي، لیکوال وايي: دا به لومړی ځل وي، چې موږ  داسې یو امپراتور پيژنو، چې په ټوله مانا  پاک او انسانپاله  کس دی.
په شلمه پيړۍ، چې جاپان  کوم کرغیړنې کړنې تر سره کړې وې امپراتور یې په اړه سخته پېښماني څرګنده کړې وه، خو دشینزو حکومت لګیا دی، دوسلوالو ځواکونو صلاحیتونه یې پیاوړي کول.
امپراتور دخپلې واکمنۍ پرمهال هڅه  وکړه، چې هغه ټپونه  درمل کړي، چې جاپاني پوځ او لښکرو له چین نیولې تر پلپین ، سایبان  او بالاوس جزیرو پورې تر سره کړي وو، نوموړی به له خپلې مېرمن  میشیکو سره  یوځای دې ځایونو ته  سر ورښکاره کاوه.
وړاندې له دې، چې امپراتور شي، په ۱۹۵۹ ز کې یې د واکمنې کورنۍ له دود دستور سرغړونه وکړه، له عام ولس څخه یې دځان لپاره مېرمن غوره کړه، د نوموړي مېرمن میشیکو د منځنۍ کچې سوداګر لور ده، چې  ټینس په  کلب کې  لیدلې وه او  دجاپان په کاتولیک ښوونځي کې یې زده کړې  ترلاسه کړې دي.
دامپراتور  دخپلې کورنۍ له نظام سره پریکون وکړ او دخپلو دوو لوڼو او دوو زامنو پالنه او روزنه پر غاړه واخیسته.
دجاپاني دود له مخې اکیهیتو د دریو کلونو و، چې دخپل پلار امپراتور هیروهیتو څخه جلا شو، خپه او ګوښی وو، له دی وروسته  اکیهیتو، د طبیعي بوټو پوهنه  خوښیده، له سمندري ژوند او کبانو سره یې هم لېوالتیا درلوده، په ډېر  مینه  یې دانرژۍ او چاپیریال اړوند  خبرې څارلې، امپراتورد جاپان په لرغوني پوهنتون کا کوشین  کې سیاست ولوست .
په بورتلاند پوهنتون کې دجاپاني چارو کارپوه کینیت رووف وايي:  دامپراتور اکیهیتو او میشیکو تر ټولو مهم میراث یې  دادی، چې امپراتور ځانګړنې او وقار یې د ټولنې دټیټ پاړکي  دخدمت لپاره کارولې دي.
دامپراتور صلاحیت  او دندې
په جاپان کې امپراتور  عملي صلاحیتونه او واکونه ، نه لري، خو اساسي قانون وايي د حکومت او ولس د یووالي سمبول دی، امپراتور د پارلمان کلنیو غونډو ته حاضریږي، دلومړي وزیر ټاکنه  مني،دبهرنیو هېوادونو سفیران مني، خو دا کوم رسمي کارونه  نه دي، ټول تشریفاتي دي.