مسلخ او قصابان!؟

 
په کابل کې د  محمد ظاهر شاه او محمد داؤد په زمانو کې د آهو د بوټ جوړولو له فابريکې سره څنګ پر څنګ يو مسلخ و، چې د افغانستان د اردو منسوبينو(عسکرو او افسرانو) لپاره به يې څاروي ذبحه کول او غوښې به يې ور ته چمتو کولې. زه به چې کله نا کله د هغه مسلخ له څنګه پلی او يا په موټر کې تېر شوم، نو د هغه مسلخ د وينو توند او تروش ( زړه بوګنوونکی ) بوی به مې زړه او طبيعت ګډ وډ کړ او تر څو وروځو پورې به مې د مسلخ  او قصاب نومونه بدې راتلل !....
اوس هم د « نخاس »، « مسلخ »، « قصاب » او « جلاد » له نومونو او کلمو څخه کرکه او نفرت لرم  !!
خو له ډېره بده مرغه چې د « شرق » او « غرب » د غلطو او غرضمنو سياستونو او د ستراتېژيکو موخو د تر لاسه کولو په منظور، د پرله پسې لاسوهنو په پايله کې : ګران افغانستان، پښتونستان : پښتونخوا، وزيرستان، بلوچستان ( ټول ) په يوه لوی او ستر مسلخ تبديل شوي دي او هره ورځ پکې د قصابانو او جلادانو له خوا بې ګناه پښتانه قصابي کېږي، ونډۍ کېږي او له ژوند څخه بې وخته بېلېږي! د پښتنو په لوی کور کې دا( ۴۰) کلن ماتم هېڅ نه ختمېږي!! دا دی نن يې بيا  لوستي، پوه، مجرب او  ويښ پښتانه  په کوېټه کې په خپلو سرو وينو بې ګناه ولمبول!!
زه نو څه ويلی شم ؟ زه نو څه کولی شم ؟ زه نو د دوی په دې ستر ناورين کې کومه ونډه اخيستلی شم!؟
له ناچارې او له مجبوريته به خپل غبرګ لاسونه د خدای تعالی په لوی دربار کې لپه کوم، او بيا به د تېر په څېر ووايم:
پاکه خدايه ( ج)! ته ټولو شهيدانو ته د فردوس جنت ورکړې او ټولو ټپيانو ته عاجله روغتيا ور نصيب کړې ؛ د شهيدانو او ټپیانو د کورنيو غړو ته د زړونو صبر او اجرونه ور په برخه کړې !!!