
پلا پلا مې له راډيو ګانو، تلوېزيونونو او ټولنيزو رسنيو څخه اورېدلي او ليدلي دي، کله چې د کوم هېواد ملکي، پوځي کښتۍ او يا الوتکه په درياب، او فضا کې لاره غلطه کړي او يا د تخنيکي ستونزې له امله غرقېدو (ډوبېدو ) او لوېدو ته نږدې شي؛ نو د نورو هېوادونو بحري او هوايي ځواکونه (د انسانيت د سپېڅلې عاطفې او بشري قانون له مخې هغو ته د بيړنۍ مرستې لاس ورغځوي او کوښښ کوي چې هغوی له مرګه وژغوري ....)
دا چې د امريکې د متحدو ايالتونو دولتونو او پوځيانو په: جاپان ، جرمني ، ويتام ، افريقې ، افغانستان ، عراق ، سوريې ، يوګوسلاويې او ... څه کړي ، څه کوي او څه به وکوي !؟ هغه خبرې او کارونه د امريکې د متحدو ايالتونو د دولتونو او کمپرادورانو سياسي ، پوځي ستراتېژيکې او اقتصادي موخې دي ؛ نه د امرېکې د زياراېستوونکو ، کاريګرانو ، بزګرانو او بېوزلو انسانانو کړنې او ارمانونه !! چې تاسې ټول ورباندې له ما څخه ډېر ښه پوهېږئ ، او خبر ياست ! زه پرې دم ګړۍ تبصره نه کوم !!
راځم اصلي موضوع ته :
نن د ۲۰۱۶ م.کال د اګست د مياشتې په اتمه نېټه د سهار په نهو بجو له کوره ( له ساندېيګو ښار) څخه د « وېساليه » د ښار په لور چې تقريباً پنځه نيم ـ شپږ ساعته ( په يوه ساعت کې ۷۰ ميله لاره چې له ۸۰ ـ ۸۵ کيلو مترو سره برابرېږي ) په « فري وې » ( په خلاص او له توقف څخه پرته پنځه دهلېزه ګړندۍ سړک کې ده ) واټن دی؛ په خپل کورولا موټر کې مې يوازې حرکت وکاوه ، غوښتل مې چې خپله دويمه لورکۍ څارنواله ـ ډاکتره ډيوه جانه ووينم .
شاوخوا يو نيم ـ دوه ساعته لاره مې ووهله . د موټر د اشترنګ کيڼ لور ته څنګ په څنګ د سُرعت او تخنيکي عارضې د ښودلو د تخنيکي جوړښت د هندارې پر مخ يوه سره دايره پيدا شوه ، ما ورته په بيړه وکتل ، پر دې پوه شوم چې موټر کې کومه تخنيکي نيمګړتيا پيدا شوه ؛ خو پر دې نه پوهېدلم چې دا نيمګړتيا څه او په کومه برخه کې ده !؟ په يوه ځای کې زما له څنګ سره نژدې د سړک په دهلېز کې يو امريکايي سړی په خپل موټر کې تېز روان و ، کله چې د شا له خوا زما څنګ ته را ورسېد ، اشاره يې را ته وکړه چې د موټر ټير دې پنچر شوی دی!!
ما بيړنۍ دمه وکړه ، د اضطراري حالت دوه لوريزه ترافيکي اشاره ( ځانګړي سره ګروپونه )مې روښانه کړل ، د « فري وې» ښي لوري کې ودرېدم ، موټر مې ګل کړ ، «آېن برېک» مې کش کړ او له موټر څخه را ووتم . ومې ليدل چې د موټر ښي لاسته د شا ټاير پنچر شوی دی .
زه پر دې نه پوهېدلم چې زما موټر« اشټپنۍ» لري او که نه !؟ پر دې نه وم خبر چې زما په موټر کې« جک » ـ اوسپنيز پهلوان ( د موټر د جيګولو تخنيکي وسيله ) ، «ويل پايه» او نور اړين وسايل شته او که نه !؟
زړه نا زړه مې« ټولبکس» ( ډاله ) « سټرنک » خلاص کړ او يوه د فرش په توګه يوه ډبله پرده مې
جيګه کړله ، ومې ليدل چې هلته « اشټپنۍ » له نوروضروري تخنيکي وسيلو سره يو ځای ځای پر ځای شوي وو . ما په خوارۍ ـ زارۍ را خلاص کړل ؛ خو پر دې نه پوهېدلم چې هغه پنچر شوی ټاېر څنګه را وباسم او د هغه پر عوض « اشټپنۍ » څنګه ور ولګوم !؟ يوه درنده شېبه مې چورت وواهه خو سر مې پرې خلاص نه شو ؛ له کور ، اولادونو او دوستانو څخه هم ډېر ليرې وم ، د بيمې د شرکت مرستندوی موټر او ميخانيکان هم ممکن تر درې څلورو ساعتونو پورې را ته نه وای رارسېدلې!!
ناڅاپه مې په ذهن او زړه کې وګرځېدل :
ته راځه د امريکايانو انساني او بشري عاطفه معلومه کړه !
زه لکه پيره دار او يا پوليس د « فرې وې » په څنګ کې د خپل وران شوي موټر شاته ودريدلم او هر يوه موټر ته داسې د درېدلو اشاره کوم ، ته به وايې چې لغمان ، ننګرهار او يا کابل دی او يا په موټرو کې زما خپلوان ، دوستان ، اشنايان او ملګري سپاره دي !!
درې ، څلور موټرونه په ۷۰ ـ ۸۰ ميلو سرعت کې را څخه تېر شول خو پنځم موټر زما د موټر په مخکې بيړنی برېک ونيوه ، ډرېور د خپل موټر سرې اشارې روښانه کړې ، زه په منډه ورغلم ، په موټر کې دوه تنه ( نر او ښځه وو ) ډرېور نه مې بخښنه وغوښتله ، هغوی مې له خپل حال او ستونزې څخه خبر کړل او د مرستې هيله مې ترې وکړه .
هغه امريکايي سړي د خپل موټر «اېن بريک» کش کړ او له موټر څخه دواړه را کوز شول ؛ له ما سره زما تر موټره پورې لاړل . هلته يې زما موټر په تخنيکي پهلوان « جک » له ځمکې څخه پورته کړ ، پنچر شوی ټاير يې را خلاص کړ او « اشټپنۍ » يې پر عوض ور ولګوله او ښه يې کلکه کړله . بيا يې پهلوان ( جک )کښته کړ او وران ټاير او نور وسايل يې راته په «ټولبکس» کې ځای پر ځای کړل ، پاک او سپين لاسونه يې تور او چټل پټل شول . مننه مې ترې وکړه ! هغوی راته وويل :
دا زموږ انساني دنده وه چې تر سره مو کړه ، موږ پر تا کوم احسان نه باروو! هغوی پر خپله مخه لاړل او زه پر خپله مخه !!
نو اوس پر دې پوه شوم چې انساني عاطفه نه يوازې په افغانانو او مسلمانو کې شته ؛ بلکې په عيسويانو او امريکايانو کې هم د بشر دوستۍ عالي احساس وجود لري !!!