څېړنه:  سبزي خوړونکي د غوښې خوړونکو په پرتله ډېر ژوند کوي.

 
یوه نوې څیړنه وايي: دغوښې خوړونکو په پرتله  دسبزي خوړونکو عمر زیات  او ددوی ترمنځ مړینه  هم کمه ده، دې څیړنې پایله په JAMA طبي مجله کې خپرې شوې دي، دسبزۍ دخوړنیز رژیم په اړه بحثونه شويدي او پر روغتیا یې د اغیز په اړه  روغتیايي کارپوهان  یوه خوله نه دي.
  دا څېړنه تېر کال  بشپړه شوه، روغتیايي کارپوهانو د۳۰ کلونو لپاره د ۱۳۰ زره  کسانو روغتیايي دوسیې  او خوړنیز رژیم څارلی دی.
څیړونکي وايي: دسبزۍ یا نباتي پروټین څخه تر لاسه شوې  ۳٪ کالري ، ۱۰ ٪ دمړینې ګواښ کموي، پردې سربېره ۱۲٪ د زړه دحملې مخه نیسي.
له بل اړخه  که چیرې له حیواني پروټین څخه  تر لاسه  شوې کالري ۱۰٪ زیاته شي دا بیا د ۲٪ د زړه دحملې  ګواښ رامنځته کوي.
دهګیوپر ځای که چیرې نباتي پروټین وکارول شي دا مهال د۱۹٪ دمړینې ګواښ راکمیږي، ددې ترڅنګ که چیرې سره غوښه له  غذايي رژیم څخه  لرې شي، نو ۱۲٪ دمړینې ګواښ له منځه ځي.
هغه خلک، چې سګرټ، پریمانه ټینګ شراب څښي ددوی ترمنځ بیا دا ډول رژیم مختلفې پایلې لري. ډاکتران دحیواني پروټینو پر ځای دنباتي هغو سپارښتنه کوي، که چیرې خبره  بیا دخوښې او زړه وي، نو دچرګ او کب غوښه بیا ښه بدیل دی.