
نويده خوشبو
څه موده وړاندې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو، د دواړو غاړو ترمنځ د یو ۲۵ماده ایزه هوکړه لیک په جوړیدو پای ته ورسید.هغه مهال، د افغانستان د سولې عالي شورا اعلان وکړ: د سولې هوکړه لیک به د دواړو لوريو لخوا له ارزونو وروسته لاسلیک شي، خو داسې ونشول او له اسلامي حزب سره د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.په ورته وخت کې، مختلفو نظریاتو شتون درلود: ويل کېده چې د اسلام حزب پلاوی د ځینو امتیازاتو غوښتنه کوي، خو برعکس رېپوټونه هم ورکړل شول.
په ځینو رسنیو کې حکومتي مشرانو ادعا کړې وه چې: افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې، د دغه ګوند د نویو وړاندیزونو او شرطونو له امله په ټپه درېدلي دي، خو اسلامي حزب د نویو شرطونو موضوع په کلکه رد کړې وه.
د دې مخالفې ډلې د پلاوي په راتګ سره د سولۍ په برخه کې نوې هیله مندۍ پیدا شوې وې او ويل کېده چې نورې مخالفې ډلې به هم د سولۍ خبرو ته وهڅيږي.ستونزه که د کوم پردي هېواد لخوا وه او يا د اسلامي حزب او افغان حکومت لخوا خو اغیز یې د سولۍ په روانو خبرو وکړ، او دا بهیر د یوې نېمې میاشتې لپاره وځنډېده.بالاخره، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې په خبرو کې له ځنډ وروسته، د دغه حزب مرکچي پلاوی یو ځل بیا د سولې د خبرو د دوام لپاره کابل ته راغلی دی.د سولۍ عالي شورا د مخالفینو له استازو سره د سولۍ د خبرو اترو او ناستو ښه تجربه لري، له دې وړاندې دغې شورا د طالبانو له استازو سره هم مقدماتي ناستې درلودلې.خو که دا خبرې وځنډیږي او یا هم نورو ناستو او پرمختګونو ته هيڅ زمینه برابره نشي،له همدې امله د سولۍ په عالي شورا تل نیوکې وي او په دې برخه کې د دې شورا کړنې او هڅې ناکامې بلل کیږي.
د هېواد د سولې او ثبات ټينګښت له هرڅه ډېر، ضروري او حتمي ده د هېواد ټولې ناخوالې په مستقیم ډول د هېواد له نا امنیو سره اړه لري په دې برخه کې باید له هرڅه ډیره پاملرنه، کار او فعالیت وشي، خو داسې نه کیږي! نه خو د دې شورا ستراتیژي بدله شوه، نه یې څېرې او کړۍ بدلې شوې او نه هم په دې برخه کې غور وشو.
تر اوسه داسې یوه لار نه ده پیدا شوې چې له مقدماتي ناستو وروسته نورې ناستې وشي، ناستې دوام پیدا کړي او بيا ګټې یې محسوسې شي.کله چې له مخالفینو سره په پټه او یا هم ښکاره ناستې وشي، نو د شتوو لاسته راوړنو د خوندیتوب، مخالفینو ته د امتیازونو د ورکړې، دوی ته د سزا ورکړې او..... بحثونه او اندېښنې پېل شي.يو پلو د سولۍ خبرې وي، بله خوا نښتې روانې وي، د مخالفینو ادرس مالوم نه وي، منځ ګړي مالوم نه وي، غوښتنې، شرطونه د منلو نه وي، د پټو معاملو ګونګسې شي، د پاکستان مداخلې شي.... او بیا خبرې ناکامې شي!!!تر اوسه په ځلونو همداسې شوي دي،که چېرته ورته پالېسي دوام ورکړي، ښايي دا ځل هم کومه مطلوبه پایله تر لاسه نشي.
پکار ده چې د حکومت دننه او د باندې هغه اشخاص او کړۍ چې د سولۍ خبرو سره په مخالفت کې خپلې ګټې خوندي ساتي وپيژندل شي، پردي هېوادونه چې د افغانستان خېر نه غواړي لاسونه یې لنډ کړای شي، هغه طرز هغې بڼې ته بدلون ورکړل شي چې تر اوسه یې ګټه نه ده کړې، د سولۍ لپاره اراده قوي او دا ضروري امر وګڼل شي.د جګړو او مخالفیتونو پای په ناستو او خبرو وي، مخالفينو ته پکار ده چې د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي، د پردو لاس پوڅي نشي، پردو ته د دوښمنې لار برابره نکړي او د هېواد په ابادۍ او ثبات کې ونډه ولري.
خو د کلونو مخالفت او قربانیو وروسته د اسلامي حزب ډله چې په هېواد کې یې د ډیرو بریدونو او چاودنو مسؤليت منلی دی، له کومو شرطونو،او فرمایشونو سره سولۍ ته زړه ښه کوي؟ او له یوې مېاشتې وروسته يې څنګه بیا د سولۍ خبرو ته چمتووالی ښولی؟ د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.