
مازدیګر و چې ملګری مو ناڅاپي د نس په درد اخته شو، اندېښنه مو شوه؛ خدای مه کړه اپنډکس شوی نه وي؛ هغه مو د ابن سینا روغتون ته یوړ، چېرته چې د بېړنیو ناروغانو نسبي ښه درملنه کېږي. د ترافیکي پېښو مات ګوډ ځوانان او ماشومان مې ولیدل، دم ګړۍ او یا دقیقې مخکې راوړل شوي ول، د ناڅاپي پېښو ځینې ښځینه او نارینه ناروغان هم د ډاکټرانو د چټکې پاملرنې لاندې ول، نوکریوال راغی، زموږ د ناروغ له کتنې وروسته یې د معایناتو لارښونه وکړه او له هغې وروسته مو بستر کړ. دا وخت ورځ په ختمېد او د ماښام وزرې په غوړېدو وې، د روغتون مخته د بېلابېلو نارواغانو او حتی د ځینو موټروانانو اقاربو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، څوک ناست او څوک ولاړول، ځینو ژړل او د ځینو څېرې ان تر ژړېدونکو هم بدترې وې. دا مې د تېر ژوند تر ټولو بې خونده او رنجناک برخه وه، زه له خپل ناروغ سره د هغه په بستر کېښناستم؛ خو تریخ خوند مې احساس کړ، هلته د وینو او زوو نښنانې ښکارېدې. په بېړه راووتم، له داسې یوې انجلۍ سرنه مخ شوم چې له څېرۍ د یوې خوشحاله او سوکاله کورنۍ غړې ښکارېده، دا وخت د معیوبینو په بایسکیل کې ناسته وه، هغه هم خپل حس له لاسه ورکړی و، د ورور په خبره یې هغې د موږککانو وژوونکي درمل خوړلي وو. دا نو زما لپاره د ډېرو پوښتنو سرچینه وه، له هر چا مې پوښتنې کولې چې دا نو ولې داسې شوي؟ خو هغوی په خپل رنځ کړېدل.
ښایي د کورنۍ تاورتیخوالي له کبله یې د ځان وژنې هڅه کړې وي؛ خو هغه لا نوې ځوانه شوې ښکارېده؛ ځکه، دومره وړه هم نه وه چې د ښو او بدو په نه پوهېدو به یې په تېروتنې سره خوړلې وي؛ خو و الله اعلم.
د نوکریوال په غږ بېرته را وګرځېدم، نسخه مې ترې واخیسته، د روغتون تر عمومي دروازې رسېدلی وم چې د یوې ښځې ناتراشه چغه مې تر غوږو شوه، په منډه مې هغې ګڼه ګوڼې ته ځان ورساوه چې له هرې خوا ورته خلکو رامنډې وهلې. چیغې د هغې کم بختې ځوانیمرګې د مور وې چې د اندکې بې باکۍ او د ډاکټر د غیرې مسلکیتوب له امله یې ژوند پای ته رسېدلی و. مور یې په چیغو کې د هغې دوو لمسیانو چې یو یې شیرخره و؛ یادونه کوله او په زړه بږنوونکو ستاینو یې د بې موره کېدو نالښت کاوه.
جینايي کارکوونکي لکه چې له پېښې مخکې خبر وي؛ را ورسېدل، ډېر ژر یې ډاکټر د ځوانیمرګې له ورونو او لېورونو راخلاص کړ، د هغې د مټولو تړلو امر یې وکړ؛ خو ډاکټر په یوه ساه ویل چې هغه ته ماشوم پېچکاري کړې؛ د ډاکټر خبرو ته حیران ځکه شوم چې مخکې د هغې پلار په ډاکټر تور لګاوه چې لور یې ورته زندۍ کړې او وژلې ده؛ خو وروسته یې پلار هم د پیچکارۍ خبرې پیل کړې. د جینایي کارکوونکو لخوا د پېښې د ارزونې له امله له ټول جریانه خبر شوم.
داسې چې ښځه نه ګواښوونکی درد پیداکوي، د ګاونډ یو ډاکټر ته ورځي، هغه چې ځان مسلکي بولي، د ناروغې په مټه کې پیچکاري کوي، ډاکټر له کوټې وځي، وروسته یو هلک چې عمر به یې ۱۲-۱۳ کاله وو، ګوټې ته راځي، ناروغې ته پرته له دې چې پوښتنه وکړي، د لاس په یوه رګ کې د پیچکاري کولو هڅه کوي، ناروغه حیرانېږي؛ خو د قسمت خبرې دي چې هېڅ هم نه وایي، هلک چې کله د پېچکاري ستن د هغې په رګ ننباسي، ناروغه بې حسه کېږي، هلک یې په لیدو له درملتونه وځي او تېښته کوي، کله چې ډاکټر له پېښې خبرېږي، بې حسه شوې ناروغه د هغې له خاوند سره یو ځای د ابیسینا روغتون ته رسوي؛ خو بخت یاري نه کوي، د روغتون ډاکټران د هغې کتنې ته راځي؛ خو له بده مرغه بد زېری کوي چې هغې ځوانې ښځې په لار کې حق ته ځان سپارلی او ساه یې ور کړې ده.
خاوند یې کورنۍ خبروي، پلار یې له ډېره غمه د روغتون په دهلېز کې اوتر یا د لېوني په شان منډې وهي، د هرې خونې دروازه خلاصوي او لورې! لورې! چیغې وهي. لنډه دا چې سترګې یې بېنظیره د زړه ټوټه ويني، هغې ته د لاس وړاندې کولو جرات له لاسه ورکوي او یوازې خپل مخ ته څپېړي نیسي، د ځوانیمرکې مور یوه ناتراشه چیغه کوي او له دې سره خلک را ټلوېږي. د ځوانیمکرې ورونه او لېورونه یې ډاکټر تر اخ وډب لاندې نیسي.
ما چې ناروغ مې یوازې پرېښی و، ور منډې کړې هغه ته مې ډاډ ورکاوه چې دلته نه کوم اور لګېدلی او نه هم ځان وژونکی بریدګر راننوتلی دی، بس یوه وړه پېښه شوې.
په رښتیا چې هغه وړه پېښه نه وه، د نامسلکي اشخاصو بې باکي، د ماشومانو په لاس د درملو ورکړه او داسې نور هغه څه دي چې ژوند به ډېر ژر پای ته ورسوي.
دلته نوکریوال بېلابېلې پېښې را وپېژندلې، هغه ویل: دلته داسې ناروغان او دې ته ورته نور چې یو بل ته یې توصیه کړې، (زه په دې درملو ښه شوی یم ته یې هم وکاره!) په خپل سر درمل خوړل او داسې د بې مسلکه ډاکټرانو او نرسانو له کبله د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخوي او ډېرې وژنې له همدې امله کېږي د ډاکټر په وینا بل خوا هغه ډاکټران چې په قلم نسخه لیکي او لیکنه یې سمه نه تشخیصېږي، درمل پلورونکي غولېږي او د مناسبو درلمو پر ځای نا ماسب درمل ورکوي.
نور مې تاب نه درلود، زما د ناروغ ملګري وروڼه را ورسېدل او په هغه ساعت ترې را وګرځېدم.
اوس مې دغه پېښه ډېر ځوروي او تاسو ته سر سرتورم چې نور که حکومت ورته پام کوي ښه او که نه؛ نو تاسې خپله باید د درملنې لپاره مسلکی کسانو ته ورشئ، د هر چا په خبره درمل مه کاروئ ګواښوونکي دي.
له هغې ځوانیمکرې خو واړه، واړه ماشومان پاتې شول، نن شپه یې بې درده تېرول غوښتل؛ خو په مرګ یې تېره کړه.