
لیکونکی: نجیب الله خان
رياضي چې د ښوونځيو زده کوونکو ته تر ټولو سخت مضمون ښکاري، کرکه ورڅخه لري، په ټول ښوونځي کې د ریاضۍ استاد پرې بد لګېږي او د مغزو چینجی یې بولي.
افغانستان هم د هغه هيوادونو له ډلې څخه دی، چې زياتره زده کوونکي یې رياضي نه خوښوي. دا حقیقت دی، چې رياضي د نورو مضامينو په پرتله سخت دی، خو رياضي د ښوونځي د مهمو مضامينو څخه شمیرل کېږي، دا خبره خو به تاسو له خپل استاد څخه ډیره اوريدلي وي، چې رياضي د مضامينو مور ده که رياضي مو نه وي زده، نور ساينسي مضامين هم نشی زده کولی.
که د ریاضۍ انګليسي نوم ته پام وکړو، نو په اسانۍ ترې معلومېږي، چې رياضي د مضامينو مور ده:
MATHS
mother=M
All=A
The=Th
Subjects =S
يعنې د ټولو مضامينو مور
په ښوونځي کې به یو استاد راته ویل چې:
(د رياضي څخه مو په دواړو جهانونو کې خلاصون نشته، ځکه چې په دغه دنیا کې مو هر وخت په کار راځې که سودا اخلو، که جامې په ناف کوو، که وخت معلومو، له تاسو سره به پوښتنه پیدا شي چې څنګه؟
د سودا په اخيستلو کې موږ د شیانو نرخونه مغلوموو، بیا د ټولو اخيستلو شیانو نرخونه سره جمعه کوو او دکاندار ته یې ټاکلي پیسې ورکوو همدا شان که د جامو ناف ورکوو، موږ د جامو اندازې اخلو، او همداسې نورو برخو کې.
په هغه دنیا کې مو ځکه له رياضي خلاصون نشته، چې ملایکې درڅخه دلمونځونو روژو او نور عباداتو حساب اخلي)
ځينې لاملونه شتون لري، چې دریاضۍ زده کړه یې زده کوونکو ته سخته کړې لکه:
۱-زياتره خلک الجبر هندسه مثلثات په اسانۍ نشي زده کولی، د نه زده کیدو تر ټولو ستر لامل یې دا دی، چې دوی د ریاضۍ ابتدايي مسایل يعنې د حساب برخه دقیقه نده یاد.
۲-د ریاضۍ زیاتره زده کوونکي دا فکر کوي، چې دوی رياضي نشي زده کولی، خو داسې نده په نړۍ کې داسې هیڅ علم نشته، چې د زده کړې وړ نه وي، خو د رياضۍ زده کړې لپاره قوي هوډ او زحمت ته هم اړتیا شته.
۳- زياتره د رياضي زده کوونکي په رياضيكي عملیو تمرین نه کوي، په هر کار کې تمرین وکړئ، تمرین کول ضروري دي.
ځينې نور لاملونه هم دي، چې د ریاضۍ مضمون یې زده کوونکو ته سخت کړی دی، لکه د مسلکي استادانو نه شتون، د ښه نصاب نه شتون.
په افغانستان کې دغه دواړه ستونزې شته، په لرو پرتو سیمو کې د مسلکي استادانو موندل ډیر سخت دي. همدارنګه ځینې استادان داسې هم شته،
چې په یوه بخش کې یې ټولې زده کړې کړي وي يعنې د پوهنتون څخه د رياضي او فزیک له برخې خلاص وي، خو په خپل مضمون حاکم نه وي، تر څو په اسانۍ سره یې نورو ته تدریس کړي، په ښوونځي کې تل دسپورټ او رسم استاذي غواړي.
همدارنګه نصاب بله ستونزه ده؛ د افغانستان اوسنی نصاب یو ګونګ نصاب دی، که د پورتنيو ټولګيو د رياضي کتابونه مطالعه کړئ، نو دا خبره به درته ښه جوته شي، ځکه چې کله چې د هماغې موضوع تمرينونه وګورو، او حل کول یې وغواړو، نو سوالونه د موضوع څخه ډیر توپير لري، نشی کولی، چې په اسانۍ سره یې حل کړئ.