
۱۷/۵/۱۳۹۵،ل،ل
اوس د طالبانو لپاره د لویې ازموینې وخت رغلی دی، که طالبان د ای- اس- ای ګوډاګیان نه وي او د خپلو بندي ملګرو خواخوږي وي، نو هغه پاکستاني جنرالان چې په یوه چورلکه کې، د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې نیول شوي دي، د خپلو بندي ملګرو، چې د پاکستان د (i -s -i) په تورو تیارو(کوټه قلفیو) کې اچول شوي دي او د سختو وحشيانه شکنجو سره مخ دي تبادله کړي، بندي طالبان د پنجابیانو لخوا په دې تور نیول شوي دي چې له خپل هیواد سره مینه لري، د پنجاب غلامي او مزدوري نه مني، نو ځکه خو د طالبانو ډېر مشهور لوړپوړي مشران د پاکستان په زندانونو کې ووژل شول او هم په امریکانو باندې وپلورل شول، چې دا لړۍ لا تر اوسه روانه ده، بندي طالبان چې بې له خدایه او بې له افغانانو بله هیله نه لري، نو دا ډېر ښه فرصت دی چې باید طالبان د خپلو بندیانو په خلاصون کې عاقلانه عمل وکړي، طالبانو ته دا ډول موقع خدای تعالَی په لاس ورکړي ده او له دغه مناسب وخت څخه باید ښه ګټه پورته کړي، که داسې ونه کړي، مالي او نورې ناوړه ګټې په نظر کې ونیسي، نو د الله تعالَی او خپلو ملګرو پر وړاندې به یې لوي تاریخي خیانت کړی وي او دا به هم، سلو په سلو کې ثابته کړي چې دوي د ای- اس- ای لاس پوڅي او ګوډاګیان دي.
افغان حکومت ته هم په کار ده چې په دې اړه مرسته وکړي افغان طالبان لکه ملا عبدالغني برادر، ملارسول، د کوزو پښتنو، د پخواني طالب مشر، حکیم الله مسید مرستیال او ویاند، لطیف الله مسید او نورو سوله غوښتونکو او پاکستان ضد طالبانو په خوشي کولو کې دې مخامخ او نامخامخ کار وکړي، ځکه چې ټول بندي طالبان د سولې غوښتونکي دي او د هیواد په ګټه دي.
--------------------------------------------------
حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ [٢:٢١٤]
«آن تر دې چې د وخت پېغمبر او د هغه مؤمنو ملګرو فریادونه وکړل، چې د الله مرسته به کله راشي؟، په هغه وخت کې هغو ته ډاډېنه ورکړل شوه چې هو، د الله مرسته نږدې ده.»