
ليکوال: نجيب الله آزاد
ژباړه: نويده خوشبو
سرچینه: کابل ټايمز
په نړۍ کې درې ډوله ژورناليستان دي.لومړۍ ډله چې په ټولې نړۍ کې يې شمېر ډېر کم دی صادقه، ريښتني، اېډيالوژیک، خپلواک، ناپيلي او پاک ژورنالیستان دي. دويېمه ډله:د لومړۍ ډلې پر خلاف نورو پورې تړلي، وابسته ، مغرض، دوه او د حقايقو پټونکي ژورناليستان دي.خو درېیمه ډله تر ټوله جالبه او عجیبه ده.دوی ظاهرا ټولنې ته ځان ښه او پاک ورښيې، په درې څلورو متنونو کې حقايق، تحليلونه اوښه ټکي راټول او وړاندې کړي، خو په حقيقت کې دوی يو بل تور اړخ هم لري؛ چې د پټولو هڅه کوي.
سليم صافی په دریېمې ډله کې دی، دا ډله هڅه کوي چې ځان ساده ، ځيرکه او بې پلوی وښايي؛ خو په اصل کې له یوې ډلې يا لابي سره اړیکه لري او دا ډول صافی له ، ای ـ اس ـ ای سره اړيکه لري.
صافی هغه مهال چې د اسلامي طالبان د جماعت زده کوونکی و ، په فعالیتونو یې پیل وکړ، دا هغه ډله ده چې په افغانستان کې د جګړې په دوام او پیل کې مهمه ونډه لري.د زدکړې پر مهال هغه په افغانستان کې هم جهاد ته ولاړ، د هغه د بدن ډیر نري او کمزوري جوړښت ته په کتلو سره به په هغه ملنډې وهل کېده، او ملګرو به یې د هغه فزیکي جوړښت باندې خندل او ، کارټوني سلیم نوم یې پرې ايښی و.
سليم صافي له زدهکړو وروسته له باسپان ډلې سره یو ځای او په مردان کې ښار کې چې یو کوچنې ښار دی د خبريال په توګه کار وکړ.دلته هم د خپلو همکارانو لخوا له تحقیر او توهین سره مخ و او ټولو ورته د نرۍ تنې پېغورونه ورکول.په یوطنزي شخصیت بدل شو له دغه حقارت او سپکاوي سره
له فراغت وروسته له مردان څخه پېښور ته ولاړ، هلته یې په ليکونو پيل وکړ،ځينې نورې پروژې يې هم مخې ته یوړې، او بیا يې له مشرق ورځپاڼې سره د اېډيټر په توګه دنده پیل کړه.دلته هم همکارانو پرې ملنډې وهلې او ټولو ورته سپکاوی کولو.هغه ورو ـ ورو له سیاستوالو لکه : فضل الرحمن ولي خان، اجمل خټک،فاروق لاغري،محمد علي دوراني او ځینو چارواکو سره په اړيکه شو.بالاخره د محمد علي دوراني په مرسته د پرویز مشرف لخوا په (پي ـ ټي ـ وي) کې د شنونکي په توګه و ګمارل شو.
هغه مهال به يې یوازې د مشرف ستاېنې کولې، د هغه وخت په یوې وېډېو کې لېدل کیږي چې له مشرف سره د مرکې پر مهال هغه د یو کوربه يا د خپرونې چلوونکی په توګه نه ښکاري؛ د ښوونځي د سر ښوونکي په وړاندې د یو زده کونکي په څېر ښکاري! پرویز مشرف هغه ته نور هم وخت ورکړ او د یو مالوماتي سفر لپاره یې امریکې ته واستو، ده هلته له پنټاګون سره د مالومات د تبادلې مرکچي شو.د رسمي ملاتړ کوونکولخوا چالاکه صافي ته نور چانسونه هم ورکړل شول؛ ترڅو د پاکستان او امریکايي تاسیساتو په اړه نور مالومات تر لاسه کړي.هغه به تل د پردې تر شا رازونو موندلو لپاره په کمین و، هغه وخت به ملګرو ده ته د ای ـ اس ـ ای سړی جاسوس ویلې(احمد ۲۰۱۲).
جالبه دا ده: چې هغه به هيڅکله همدا مالومات نه په لیکنو کې ذکر کول او نه هم په خپلو شننو کې
هغه به دا کار د خپل تصور ځان ساتنې لپاره کولو.د نجم ستي په څیر لږ کسان په دې پوهيږي چې صافی له پاکستاني او امریکايي استخباراتو سره اړیکې لري.د پرویز مشرف حکومت چې په پرځېدو شو او د سترې محکمې او مشرف شخړې پېل شوېپه دې وخت کې به صافي تل د محکمې پر ضد ليکنې او څرګندونې کولې او د خپلو ليکنو د بېلانس ساتنې لپاره به یې پای کې يو ـ څو بې طرفه کرښې ليکلي او غولول به یې کول.همدا کار یې په خپلې وروستې ليکنې کې هم تکرار کړی دی دا ليکنه د افغانستان او د افغانستان د جګړو د خواوو په اړه ده.
د پاکستان يوازینی مشکل او وېره د افغانستان او هندوستان پر پیاوړو اړیکو ده، دا چې ولې افغانستان له هندوستان سره ښې اړیکې لري؟پاکستان په دې ښه پوهيږي چې افغانستان او هندوستان له پخوا نه ښې ډيپلوماتیکې اړيکې او یو بل ته ريښتینولي لري، دا چې هندوستان له کلونو راهیسې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرستې او همکاري کوي.
د افغانستان او هندوستان دوستانه اړیکې د ظاهر خان پاچا له واکمنۍ پیل او وروسته بیا د دواد خان له حکومت، ورپسې نظامونو او له مجاهدینو سره هم ښې اړیکې درلودې ، او اوس هم له افغان حکومت سره ښه ملګری دی،خو د هند برعکس، پاکستان تل د افغان حکومت ضد تګلاره لرلی ده.پاکستان د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال مجاهدينو سره مرستې کولې ترڅو د افغان حکومت پر وړاندې وجنګیږي، دغو وران کاره کړنو د مجاهدینو تر واکمنۍ دوام درلود.هر ډول چې و ښه و که بد، خو د رباني په مشرۍ حکومت د پاکستان لخوا د دې هېواد په لاهور ښار کې جوړ شو، او بیا هم د همدې حکومت پر ضد د طالبانو په نوم یوه بله ډله جوړه شوه.د پاکستان لخوا د طالبانو جوړې شوې ډلې او حکومت پر ضد بیا هم دوی امریکې ته د طالبانو سره د جنګېدو لپاره هوايي او ځمکنئ لارې ورکړې
ويل کیږي چې : که چېرته په افغانستان کې د خلفای راشیدن واکمني هم را شي پاکستان به بیا هم افغانستان ارامه پرینږدي.
په لیکنې کې راغلي دي چې : هيڅ کله هيڅ پاکستاني مشر یا د پارلمان کوم غړي افغانستان د خپل دښمن هېواد په توګه نه دی ګڼلی، خو په افغانستان کې، د دښمن هېواد په توګه د پآکستان ګڼل د دې هېواد د اوسېډونکو د وطن پرستۍ یوه نښه ګرځېدلی ده.زه پوهیږم چې د ليکوال د پوهې کچه او مالومات لږ دي، خو باید یې خپل ضمیر لږ ژوندی ساتلی وای، او حقيقت یې نه وای پټ کړی؛ افغانستان هیڅ کله پاکستان خپل دښمن نه ګڼيخو برعکس پاکستان داسې کړي دي، د ثبوت په توګه: د افغانستان حکومت پر وړاندې د جګړې په پیل کلونو کې جنرال اختر عبدالرحمن چې بیا وروسته زه هم ورسره یو ځای شوم، ډېره هڅه یې کوله چې د مجاهدينو په کارونې او هغوی ته د امکاناتو په برابرولو سره د افغان حکومت د نسکور کړيپه افغانستان کې د جنرال اختر په مشرۍ د پاکستان جګړه وه چې نن دغه هېواد کیفيت او کمیت لرونکې استخبارات لري.په افغانستان کې د جنرال اختر د جګړې له امله نن دا هیواد اف ـ شپاړس الوتکې او بیلیونونه ډالره لري.( یوسف ۱۹۹۳)
همدارنګه، د صافي معنوي پلار او د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف د ۲۰۱۵ ز کال د اکتوبر په اته ويشتمه له سما چار پلس په مرکه کې دا منلې چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د دوی اتلان او لاس پوڅي دي.
همدارنګه د ۱۹۸۸د جون مياشت په دیرشمه نیټه د ژینوا غونډې وروسته کله چې پخوانۍ شوروي ناهيلې له افغانستان نه په وتلو وه، پخوانې ولسمشر ضیا الحق ويلي وو: پاکستان، ایران او ترکیې په افغانستان کې د جهادي ډلو یووالی غوښتی او باید ټولې اوه جهادي ډلې سره یو ځای شي.د افغانستان کانونو ته لاس رسۍ نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دیاو افغانستان به د جنرال اختر د مفکورې سره ورته د پاکستان په قلمرو کې راولو. (ارشاد۲۰۰۱)
له دې ښکاره ده چې پاکستاني مشران او سیاسیون افغانستان دښمن ګڼي نه افغانستان ، پاکستان.
د ليکنې په بلې برخه کې راغلي دي چې:داسې ښکاري افغانستان او امریکا په ګډه سره غواړي چې د بلوچستان موضوع را وپاروي او د پښتونستان او ډیورنډ کرښې مسله تازه کړياو د هندوستان استخباراتو ته اجازه ورکړي چې پاکستان نه امنه کړي.د کابل ضد ځینې چارې هم روانې دي، په دې کې هغه مخالف هیوادونه هم راځي؛ له کومو سره چې پاکستان نږدې اړیکې لري، د بېلګې په توګه د امریکا متحد ایالتونه.
کله چې خبره په پاکستان کې مېشتو کډوالو ته راځي نو بیا پاکستان د هغه قاتل رول لوبوي چې د پلار په وژلو سره، یتمیانو ته د سر پناه په ورکړې سره تمه لري چې یتیمان منندوی او شکر ګذاره وي. پاکستان په دې هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو څخه د افغانستان او کشمیر پر ضد کار اخلي او ترڅنګ یې له (یو- ان -اچ- سي- ار)او نورو نړیوالو ادارو څخه میلیونونه پيسې اخلياو په مختلف حالتونو کې پر افغان حکومت د فشار په توګه یې هم کارولي دي.په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ژوند حالت هم مالوم ده، دوی ته د بانکي حساب د پرانستنې اجازه هم نده ورکړل شوې، او په څه ډول یې هیواد ته لیږي تاسو خبر یاست.
پاکستان له افغانستانه په دې کار هم خوښ نشو کله : چې امریکا دې هیواد ته د ملا ضعیف د سپارلو غوښتنه وکړه، خو سره له دې چې دا د نړیوالو ډیپلوماتيکو اوصولو او ټولو قوانینو خلاف کار و ، افغانستان دا کار ونه کړ خو پاکستان ، امریکايي څارنوال ته د خپلو دوو تبعو ، ايمل خانز، او عایفه صدیقي په سپارلو سره ټول حېران کړل، او ټولو ویلې چې: دغه هیواد د څو ډالرو لپاره خپل مور خرڅه کړه.(پوسټ ۱۹۹۷)
اخوا بیا له دویېمې نړیوالې جګړې وروسته د یو پخواني جرمني پناه غوښتونکي د سپارلو له امله ټولې نړۍ په افغانستان فشارونه راوستل، خو افغانستان د یو داسې بهرني په سر کلک شو چې نه مسلمان او نه هم افغان و.
د پاکستان استخبارات به ادعا کوي، چې حکیم الله محسود د درملنې لپاره د افغانستان روغتونونو څخه کار اخیستی، خو پاکستاني سیاستوال عمران خان په ډیر ویاړ سره وايي چې: د دې هیواد په شوکت خانم روغتون کې د افغان طالبانو درملنه کیږي.(۲۰۱۵ټلویزون)
په پاکستان کې د دې هیواد د ځواکونو لخوا د ملا اختر نیول کېدل هم په ښکاره د افغانستان د سولۍ بهیر ځنډول و،پاکستان هيڅ کله له پښتنو پرته په خپلو نورو خلکو له هوايي بمباریو څخه کار نه دی اخیستې
دا عملیات چې د پاکستاني حکومت لخوا طالبانو پر وړاندې عملیات و خو په همدې وخت کې حقانې او نورو ډلو ته په اسلام اباد کې د استوګنې ښې اسانتیاوې ورکړل شوې.نو ولې باید افغانستان، له ضربې عذاب څخه منندوی وي؟پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې د انتخاب، سیاست فعاليت یا نورو امکاناتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په پایله کې هو: د یو بل پړ کول د حل لار نه ده، خو د پاکستان په څېر هیواد چې هم دې مړ کوي او هم دې پړ کوي، له تېر څخه نه زده کوي او هیڅ کله به د دواړو هیوادونو ګټې ونه غواړي.یاده دې وي، افغانستان کې داسې ژورنالیستان شته چې د افغان حکومت په ضد ای - اس - ای حمایه کوي زه له افغان حکومت څخه غواړم چې له همدغو ژورنالیستان چې په حکومت کې لوړې څوکۍ لري څارنه وکړي؛ ځکه کله چې سلیم صافی په افغانستان کې وي دوی ورته د سفر، اوسېدولو او نورو امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.