
۱۵٪ ځوانان، چې عمرونه یې د ۲۴-۲۰ کلونو ترمنځ دي وايي: موږ له اتلس کلنۍ راهيسی داسی کس نه دی موندلی، چې د جنسي اړیکو لړۍ ورسره وغځوو، په پخواني نسل کې بیا دا شمېره یا سلنه ۶٪ وه، هغه ځوانان، چې د شلمې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې زیږیدلي وو، د دوی ترمنځ بیا دجنسي اړیکو ګراف لوړ و.
په دې اړه د ترسره شوې څیړنې مشره جین توینج وايي: دا تر ټولو ښه نښه ده، چې اوسنی نسل تر اوسه پوخ شوی نه دی، د واده عمر/ سن هم یو کال وروسته شوی دی ، له کوره بهر استوګنه، د کار موندنه هم اوسنیو ځوانانو ته سخته شوې ده، ددی شاتګ لامل د شل کلونو ځوانانو ترمنځ د جنسي اړیکو سربېره سخت مالي شرایط ښودل شوي دي.
د راپور لیکواله وايي: دجنسي اړیکو دګراف د ټیټیدو بل لامل دادی، چې اوس ټیکنالوژي دهر چا تر خونې رسیدلې ده، داوسني نسل ځوانان خپل ډیری وخت د لنډپیغامونو پر لیږد تیروي، ډیر کم وخت پیدا کوي، چې له کوره یا استوګنځای ووځي او نوي ملګري پیدا کړي، په بله مانا ټیکنالوژي اوس دا تشه ډکوي، چې دځوانانو وخت او ساعت تیر شي، د ددی ډول کسانو لپاره جنسي اړیکې / سکس دومره ارزښت نه لري.
څیړنه بل مهم ټکی ته اشاره کوي :اوس دسړیو په پرتله ښځې دجنسي اړیکو په اړه ډیر فکر نه کوي، د تور پوستو/ تور توکمو په پرتله بیا سپین پوستي هم له جنسي اړیکو لرې شوې دي، پردې سربېره هغه کسان، چې لوړ تعلیم یې کړې وي، دوی هم ډېرې جنسي اړیکې نه خوښوي.