
نويده خوشبو
افغانستان، تاجیکستان، پاکستان او چين د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يو تړون لاسلیک کړ. وړاندې له دې هم د دغو هېوادونو سره د افغانستان دوه، او څو اړخیزې ناستې او تړونونه لاسلیک شوي دي. د محتوا او هم شراېطو له مخې تړونونه بېل ـ بېل ډولونه لري؟
ډیر تړونونه تش په نوم، هوکړه لېکونه دي، خو ډیرو نورو ته د نړیوالو لخوا ډیر مشروعیت او ارزښت ورکړل شوی دی. له بده مرغه! له هېوادونو سره د افغانستان ډیری تړونونه په ډيپلوماسۍ خلاصه شوي دي:
د تړون لاسليک لپاره خبري ناسته د مشرانو لاسونه ورکول، له تړون خوښي څرګندول او د تړون په اړه مالومات ورکول ! خو د ډېرو تړونونو، د چارو څار، د ترسره کېدو او بشپړېدو عملي ريپوټ او خبر نشته. پر پاکستان د امریکا فشارونه او مرکزي اسیا ته د ترهګریزو تهدیدونو نږدې کېدو سره ښايي دا تړون او ورته تړونونه څه نا څه عملي شي، خو د دې هېڅ تضمین نشته چې د دې څلور اړخیزې ناستې ټول ګډون وال او هيوادونه په ريښتني توګه له ترهګرې سره مبازره او همکاري وکړي. دا ادعا تېرو تجربو ته په پام سره لرم !وړاندې له دې هم له پاکستان سره دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه لاسلیک شول، خو په دې برخه کې د پاکستان لخوا هيڅ همکاري نه ده شوې.کله چې د افغانستان لخوا د ترهګرو د له منځه وړلو او له وسله والو جګړو سره د همکارۍ د بندېدو غوښتنه کیږي؛ دغه هیواد په مقابل کې د مېشتو افغان کډوالو وېستلو، ځورولو او وهلو ته مخه کوي، د افغان سوداګرو مالونه په موټرو کې خوسا کړي، په تلونکو -راتلونکو افغانانو بندیزونه زیات کړي، او نورې وسلې، او مخالفین افغانستان ته راولیږي. له دې پرته پاکستان هيڅ ډول خوځښت او عمل نه کوي!
تاجیکستان چې ظاهرآ خپلواک خو په حقیقت کې د روسیې تر واک او صلاحيت لاندې هيواد دی، په یوازې توګه او خپل زړه هيڅ نه شي کولی. د روسېې د کنټرول لپاره سیمه کې د وسله والو ډلو ځایولو دا هېواد هم وارخطا کړی دی، نو ښکاره ده چې د ځان ساتنې لپاره به دا هېواد، افغانستان او تاجیکستان دواړه کاروي.له افغانستان سره د تاجیکستان په ګډو پولو کې وړاندې له دې هم د روسېې ځواکونه ځای شوي دي.
روسیه یوازې خپل خوندیتوب غواړي، له افغانستان څخه کومه ښه خاطره هم نه لري، او نه یې هم له افغانستان سره پخوانۍ انډیوالي ښه پایله ورکړې ده. پرته له دې ، ځیني نور حساسیتونه هم شته چې له مخې یې له هرې خوا ترهګري یوازې په افغانستان تپل کیږي او نور ځانونه ساتي او بس!
د چین هیواد له امریکا نه په ویره کې دی. دا سمه ده چې د چین اقتصاد مخ په لوړېدو دی، او کیدای شي په راتلونکو څو کلونو کې چین د سیمې او او ان د نړۍ تر ټولو ښه اقتصاد لرونکی هیواد شي. چين په دې خبر دی چې دغې کچې ته د رسېدو لپاره به له ډیرو مخنیویو او خنډونو سره مخ کیږي.
په افغانستان کې د امریکایانو راتګ او لیوالتیا، دلته د مرکزونو لرل په سیمه د کنټرول لرل یوازې د ترهګرو په نوم جګړه نه ده! په دې ټول خبر دي چې دا لوېديځ ولې په سیمه کې د پاتې کېدو او د ګډوډېو د خپرېدو هڅه کوي.
په دې صورت کې، د دې تړون ټول دخيل هیوادونه هر یو د ترهګرو د شتون له امله له بېلابیلو ستونزو سره مخ کیدای شي، په ځېرکۍ، ښه پالیسۍ او مکانیزم سره کولی شي ځان له دغو ګواښونو وساتي خپلې پولې وساتي، خپل ولس خوندي کړي،پرواه نه کوي چې افغانستان د خپلو ګټو قرباني کړي.
په تړونونو کې د صداقت او ريښتینولی په پرته باید مسلکي توب په پام کې ونیول شي، تړون خو لاسلیک شو، خو کوم هېواد باید څه ډول ونډه ولري، څنګه همکاري وکړي، څه وکړي څه نه، ګډ کار به یې څه وي او د تړون ټول څرنګوالی باید د افغان لوري لخوا مشخص شي، ترڅو د یو هر هیواد مسؤلیت، د دوی تر پولو محدود نه وي او په ګډ تړون کې ګډ فعالیت ولري.