پرموږڅه تېرشول اوڅه به راباندې راشي؟

داهغه پوښتنې دي چې زموږ دخلكو په زړونوكې هره ورځ ګرځي او راګرځي ،كه څه هم دلومړۍ پوښتنې ځواب ډېرساده اوآسان دى ځكه چې په تېره نږدې موده كې پرموږ چې څه تېرشول ټول موپخپلو سترګو وليدل ، پرخپلو بدنونومولمس كړل او اوس ددې ضرورت نشته چې دهغو تراژيدي او غمجنو پېښوپه اړه له بل چا څخه پوښتنه وكړو،په تېره نږدې موده كې يعنې په تېروڅه له پاسه دريولسيزو كې پرموږهغه څه وشو ،هغه څه راباندې تېرشول چې په يادولو يې دانسان غوني زېږه شي  خو داهرڅه چې ووتېرشول  .
 اوزموږدمسلمانوخلكو هرڅه يې په اوبو لاهوكړل ،چاخپل خوږژوندله لاسه وركړ ،دچاماشومان يتيمان شول او دچامېرمنې كونډې شوې ،په همدې ترتيب نور ډول ډول مصيبتونه او آفتونه راباندې نازل  اوتېرشول.
خواوس داپوښتنه ډېره مهمه ده او هغې ته ځواب پيداكول هم ډېرمهم دي چې څه به راباندې راشي او بيا به نور څه ډول مصيبتونه اوآفتونه زموږدخلكو ژوندله نوروګواښونواو كړاونوسره مخامخ كړي ،دې مهمې او حياتي پوښتنې ته دځواب موندل په اوس وخت كې ناشونې برېښي ځكه چې حالات زموږله واك اواختيار څخه وتلي او په يوه ځانګړي مسيرروان دي ،زموږخلك چې څه غواړي دهغو پرخلاف عمل كېږي ،له هېواد څخه مود بزكشۍ ميدان جوړشوى دى ،څوك موپه دې نامه وهي چې په هېواد كې دننه ژوند كوو او دائتلافي ځواكونو پلويان مو بولي زموږ وژل اوله منځه وړل ځانته روابولي او چې هرڅومره ډېرمو ووژني په همغه اندازه جنت ته دورتللو لاره ورته اسانېږي!!! خوځينې موپه دې پلمه وژني چې مخالفينوته په خپلو كليواوبانډكې دګرځېدو راګرځېدو اجازه وركوو،په داسې حال كې چې موږبې وسلې يو او بې وسلې خلك دوسله والو په مقابل كې په كوم قوت ودرېږي اوله خپلوسيموڅخه يې منع كړي ځكه نودازموږدعامو خلكو دوس خبره نده چې يا په هېوادكې ژوندونه كړواوياهم پخپلو كليو اوبانډكې دوسله والو دګرځېدوراګرځېدو مخه ونيسو.
داسې معلومېږي چې زموږ دتباهۍ او بربادۍ لپاره يوشريك پلان جوړشوى او دواړه خواوې غواړي موږ دومره وځپي چې دژونددكولو ټول امكانات له لاسه وركړو ،له همدې امله دوروستۍ پوښتنې ځواب له موږسره نشته چې نوربه څه راباندې راشي اوموږپرهغه پروګرام نه يوخبر چې زموږ دتباهۍ لپاره جوړشوى او څومره موده به دوام وكړي ،خو دومره پوهېږو چې دګران وطن په ګوټ ګوټ كې اورلګېدلى دى او زموږ ټوله هستي اونېستي پكې لولپه كېږي،موږ په غټو سترګو ورته ګورو چې دبدن اندامونه مو پدې اوركې سوزېږي خو موږ ددې توان نلرو چې دوطن پر بدن ددغه لګېدلي اورمخه ونيسو او لږ ترلږه دڅه مودې لپاره دارام ساه واخلو.
 موږ پوهېږو چې پربدن باندې لګېدلې چاړه مو هډوكي ته رسېدلې ده او نږدې ده چې دبدن ټول هډوكي مو پارچې پارچې شي اوله هرې پارچې څخه به دا آوازراپورته كېږي چې :
بدن مې ټول زخمـــــي زخمـــي دى
زه دې بې رحمو په چړو وهلى يمه
خودغه اوازبه يواځې زموږ په وطن كې نه بلكې په ټولنه نړۍ اوسيمه كې انګازې خپرې كړي او دنړۍ دزړه سوانده انسانانو غوږونو ته به ورسېږي ،نو كېداى شي چې دكوم زړه سواندانسان زړه راباندې وسوزېږي او زموږ دزخمي زخمي بدن ددرملنې لپاره لېچې راپورته كړي اوپه زخمونو موپټۍ ولګوي او زموږدنورې تباهۍ دمخنيوي لپاره اغېزمن او رغنده ګامونه واخلي او پدې توګه زموږ خلكو ته له دغه ستر او دوامدار ناورين څخه نجات وركړي.