له ځانمرګي برید وړاندې ژوند!/  تکمه (تڼۍ)

 
ژباړه: نويده خوشبو
سرچينه: news.com.us
 
ابو قسوره المکي، ځانمرګي برید کولو ته ځان چمتو کوي!
المکي  د سوریې له النصره ډلې سره یو ځای دی؛ له دوه ټنو چاودېدونکوتوکو ډکه لارۍ ګرځوي او د موبایل تڼۍ په کېکاږلو سره ځانمرګی برید کوي.
هغه وویل:
« زه به له ځان سره دغه موبايل ولرم ، زه به د ټنۍ د کېکاږلو پر مهال له خپل پلار سره خبرې کوم. دا زما د پلار هيله ده چې د ژوند په وروستیو شېبو کې له هغه سره خبرې وکړم، وړاندې له دې چې زه جنت ته ولاړ شم، پلار مې غواړي چې زما الله ته د ځان سپارولو  پر مهال هغه د ډاډ  احساس وکړي»
دا د پاول ريفسډال په «دګمه» یا تڼۍ جایزه وړونکي مستند فلم کې، د ځانمرګي برید کوونکي څرګندونې دي. دا مستند فلم په بې مخیني توګه د نړۍ د یو بدنامه  سازمان دننه جوړ شوی دی، له دې وړاندې ليدونکو هيڅ کله د ترهګرې ډلې نړۍ نه ده ليدلي، دا چې په دې نړۍ کې ځانمرکي برید کوونکي له برید څخه وړاندې څه ډول ژوند کوي او څه ډول انسانان دي، ښودل کیږي.
په دې مستند کې د هغو کسانو د ژوند څرنګوالی ښودل کیږي؛ څوک چې مرګ ته یو قدم نږدې وي.
د مستند جوړونکی رېفسډال وايي:  «په دوزره او دیارلسم ز کال کې دغو کسانو سره په لومړۍ ليدنه کې حیران شوم. وړاندې له دې چې مې  د دغې ډلې باور تر لاسه کړای وای باید مې د پيژندپاڼې( سي وي) په څېر یو مکتوب برابر کړی وای،او دغه ليک بيا د دې ډلې مشرانو ته لېږل کيده»  
هغه وايي: « زما د تمې برعکس و، ما فکر  کولو، چې هغوی به ډیر کلک دریځي وي، لنډ فکري، او پوځي ډوله به وي؛ خو هغوی سره  په یو ځای اوسېدو ډېر حېران شوم.»
ځانمرګی برید کوونکی ابو قسوره المکي به په موټر کې د چاودېدونکو توکو د تڼۍ له کېکاږلو وړاندې له خپل پلار سره په موبایل خبرې کوي.
په دې مستند فلم کې د فلم جوړونکی ، له المکي سره چې څو ورځې وروسته په لارۍ کې له ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو سره ځان الوزوي ګوري.
المکي په دوزره او دولسم کال کې سوریې ته راغلی و، هغه مهال چې دی له خپل ژوند نه خوښ نه و، او د دې ځیني ملګري هم د ده په څېر وو، ټول  له القاعدې ډلې سره یو ځای شوي وو..
هغه وايي: «ما ډیر ښه ژوند تېر کړی دی، له ایر کنډیشنر، ښکلي موټر او ښې دندې سره اوسېدلی يم، ما ته خپل ژوند هيڅ خوند نه راکوي ځکه زما نور مسلمان وروڼه مري او وژل کیږي.»
د شهيد په نوم د عملیاتو ټول دا غړي ځانمرګي برید کوونکي دي؛ چې هر يو د لېست له مخې خپل وار ته په تمه دی. ځانمرګي په دې عقيده دي چې، د الله په لار کې ځان وژنه به د دوی کورنۍ هم جنت ته ور داخله کړي، او د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره له یو عادي کس څخه اتل ګرځي. دا کسان په خپله د ځانمرګو نوملړ کې ځان ثبتوي او بیا د خپل وروستي برخليک شمېره ټاکي.
رېفسډال وايي :« ما هڅه وکړه چې د لېست څخه عکاسي وکړم خو اجازه را نکړل شوه.»
د ځانمرګيو د زده کړو انګیزې، مذهبي ډوله دي دوی ته ويل کې چې د دوی له قربانۍ سره به  د رژیمونو پر وړاندې جګړه وکړي او د جنت لوړې کچې ته به ورسیږي.
رېفسډال وايي: « یو څه ما ته ډېر حېرونوکي وو: هغه دا چې د سعودي عربستان او ځینو عربي هیوادونو څخه ډیر راغلي ځانمرګي د خپلو کورنیو لخوا دې کار ته ټآکل شوي دي!
په اسلام کې کله چې یو څوک شهيد شي نو د جنت لوړې درجې ته رسیږي او په دې کار سره هغه کولی شي د خپلې کورنۍ اویا غړي له ځان سره جنت ته یوسي، دلته داسې کسان هم شته چې د کورنیو لخوا دې کار ته هڅول شوي دي، زه دې خبرې ته ډېر حېران شوم .»
ابو المکي یو له هغو کسانو څخه دی چې د کورنۍ لخوا یې استخدام شوی دی. المکي وايي:« کله چې زه خپلې موخې ته نږدې شوم ، نو زه به دغه تڼۍ وهم، زه به خپل هدف ته تر رسېدو پورې خپله لارۍ چلوم، او بیا به زه دغه سره ټنۍ وهم او ټول به دوزخ ته لېږم.»
المکي په لارۍ کې یوې سرې تڼۍ ته اشاره وکړه! هغه په لارۍ کې ريموټ کنټرول او یوه بله تڼۍ هم وښوده او ويل یې که یوه تڼۍ کار ونه کړي بله وهم، که بله کار ونکړي ريموټ کنټرول کاروم.
د دې مستند اصلي برخه د ځانمرګي المکي لخوا د خپل پلار او کورنۍ ارمان پوره کول ښودل کیږي. رېفسډال وايي: « المکي له ژوند سره  ډیره مينه لري، هغه یوه کورنۍ لري یوه لور لري چې هېڅ یې نه ده ليدلې، هغه راته ويلې چې په ژوند کې دوه شوقه لري: یو د الله رضا تر لاسه کړي او بل د خوندورو خوړو خوړل»
 دا چې المکي سره څه کیږي؟ په مستند فلم کې کتلای شئ!  
رېپوټ کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.