ښکارېدې

او:ښـکې مې روانې څه پريمانه ښکارېدې
آينه کې راته ځان پرځاىجانانه ښکارېدې
 
غــــــــــرور اوتــکــــــــــــــــبردې څومره ډېر وو
له سـتوروډک لمنه،چې اسمانه ښکارېدې
 
څـــــــــــــومــره وې مــغروره پسرلى چــــــې وو
ژمي کې خزان شوې څه پريشانه ښکارېدې
 
جـامې دې چې په تن دنــفرتـــوکړلې جانانه
دمــينې له نړۍ ځينې ستومانه ښکارېدې
 
غــــم کې دي جانانه،چې  په ورانولاروګرځم
لا اوښـکې مې له سترګواوېزانه  ښکارېدې
 
درد دې خــوږياڼي ته څـــــــــــــومره ورکړلو
نن چـــې درقــيب خواکې روانه ښکاريدې
 
خوږياڼي دمملې باغ لوى کلى
دوشنبه د١٣٨٨دلړم پنځه ويشتمه
a.khogyani@gmail.com
www.atallah.blogfa.com