قصيده

 
 
چـــې دهـــرچايې ترفشــــاره درنه کــــډه کـــوم
 
دنـــــفرتــونــــو،نه ډک ياره درنه کـــــډه کــــوم
 
چـــــــې دي احــوال دجـــــانان نــــن رانــــکړو
 
راته نــور مه راځه رويـــباره درنه کــــډه کــوم
 
غــــــــونــــــچه ډالې چــــې ورته ورنکــــړمــه
 
ګـــلاب دي ټول پريکړه مليـــاره درنه کډه کـوم
 
زمــــــــــا خــوســـترګې پـټــــې شــــوي نه وي
 
څومــره وختي راغلي سهاره درنه کـــډه کــــوم
 
هرڅـــــــــه خـــرڅيـــــــږي په ډالــــروتا کـــې
 
جـــــــوړدګرانـــۍ ډکه بازاره درنه کــډه کــــوم
 
وايـــــــــه تغــــــــويذ اوکه دي کــــوډې کــــړې
 
څنګ دي جــــدا کړلو اغياره درنه کــــډه کـــوم
 
دشازلموککرې خوري لاپرې موړ شــوى نه يي
 
ولې مو وينې څکې خونخواره درنه کـــډۀ کـــوم 
 
چې دي راپـــــــــــورته کړم دنـــيا هــيره کـــړم
 
زمـــــــادجـــــام دڅکلو واره درنه کـــــډه کـــوم 
 
دلته دحــــسن ميله لګــــــي پکې ډېرخرڅــيږي
 
اى ديوسـف دمصـــرښـــاره درنـــه کــډه کــــوم 
 
چې شاهدي راباندي خپل وجدان پخـــپله وکـــړه
 
اوس به دي ښکل کړمه اى داره درنه کډه کـــوم 
 
خـــيرکــــه اوس لاړم درنـــه ، بــــيرته راځــــم
 
زما دنيــــکونو ننــــګرهــــاره درنه کــډۀ کـــوم 
 
په ننـګ کـــــې مړيمـــه جـــنډې راباندي ودروه
 
ګـردمــې کړه لـري له مزاره درنه کـــډه کــــوم 
 
کــــــــــډه مــــې بارده بــــيا بــه نــــه راځمــــه
 
پاتي به نـــــــشم بــې ديداره درنه کـــډه کــــــوم 
 
پـــريــــږده چــــــې لاړشـــــم دجانان کلـــــي ته
 
لمـن مې ولې نيــــسې خـــاره درنه کـــډه کــــوم 
 
دتـــــــخـــيل درنــګيــــنــودسمــــندرپه غـــــاړه
 
تاله تصــــويرجـــــوړوم ياره درنه کـــډه کــــوم
 
بيـــابـــــه سرکـــش شــــي انقـــلاب به وکـــړي
 
زمـــوږ دبــــيړيوشــړنګـــهاره درنه کــډه کــوم 
 
زمـــادپــــــښتون غـــرور نـــه،نـــه يـــې خـــبر
 
يـــــې دوخــــــتونو کله مـــاره درنه کـډه کــــوم  
 
اوس پکــــې ګـــرځـــه ښـــه مــــــزي کــــوه ته
 
بيـــا دي رانيــــسم ټوپکمـــاره درنه کــډه کــــوم 
 
يـــــــاره دلاس نـــــــښې دي نــه ســــــاتـــــــمه
 
درباندي اړومــــه خـــــاوره درنــه کــــډۀ کـــوم 
 
 
بياشـــازلمـي ويـــښ کړه چــې ګــــټه وکـــــړي
 
اى دمـــــلالـــــې ياکـــزاره درنـــه کــــډه کـــوم
 
والله چـــې هـــرځاى کـــې حاضـــردي ګــــورم
 
اى درآډيــــــوخــــبرنــــګاره درنه کــــډه کـــوم
 
کـــــه راکـــــوي درله باکارخـــــلاص کړمـــــه
 
ولې کوي دومره چغــــــاره درنه کـــــــډه کـــوم
 
خدمت دي ونه کړو لکســـــس کـــــې ګرځـــــي
 
پارلماني چوکـــــۍ واکــداره درنه کـــــډه کـــوم
 
پـــــردي کــلــــتوردى خــــپروه يـــــې نرشـــــه
 
اى دپښـــــتوټـــي وي باداره درنه کـــــډه کــــوم
 
چـــــې يــــې  دشــــونډوځــــينې خونداخيــــسته
 
ورته ډېـربدشــــولې انـــکاره درنه کــــډه کـــوم
 
  لار ورته ښـــايه چـــې ځانــــمرګـــي وکـــړي
 
خپله پټ ګرځــــي اى مـــکاره درنه کـــډه کــوم 
 
هلــــــته اخــــــــترکــــــې اعـــــدامونه کيــــږي
 
عراق ته مه ورځه نـګاره درنه کــــــډۀ کــــــوم
 
ديـــــموکــــــراســـــي ده ، دهــــرچـــايې کــــنه
 
دشــــين خالۍ  دزنې خالـــــه درنه کـــډه کــــوم 
 
ګــــــونتــــنامـــوډک ، باګــرام پري ډک کــــړه
 
نيسه يې پښـــتون ته شه بيداره درنه کــډه کـــوم
 
دزړه په دښـــته مـــــې غمــــونــــه ډيــــــــردي
 
جوړدزخـــــمونولوى  پرهاره درنه کـــډه کـــوم 
 
نوروته ورکړه ســوکالي خ؟يردى که ماته نه وي
 
ډېرو مــــودې نه ورک بهاره درنه کــــډه کـــوم 
 
دانقلاب څــپو وهلــــي خزان چـــې ښــــــکاري
 
زموږ دکلـــــي زوړچــــــناره درنه کــــډه کــوم
 
افغانــــــــــۍ هم دکلــــــدارو هم ډالروځيـــــــنې
 
ډک کړه جيبونه دي واکــــداره درنه کـــډه کــوم 
 
بياشــــــولې پورته خـدايزده څــــوک به وژنـــي
 
زړګى مــې ډېر شوناقــــراره درنه کـــــډه کــوم 
 
نـــــــورد دردونــــوغـــــيږ کې لوبــــې نکــــړم
 
دغم په اوښـــکولوندګريوانه درنه کـــــــډه کـــوم 
 
اوس انګـــــريزانـــــوته په ســــردي هـــــم ږدي
 
پګړي دچاشـــوې په اختياره درنه کــډه کـــــــوم 
 
موســـکابه کلـــه مـــوپــه شـــــونــــــډه راشــــي
 
دانتــــظارډکه کاروانـــــــه درنــــه کـــډه کــــوم
 
هسـکه شــــــمله دي څـــــــنګ ساتلـــــي نه ده ؟
 
تاد نيـ؟ـــــــــکونو پريښـــــــې لاره درنه کډه کوم 
 
په دي نـــــــــــړۍ باندي به څـــــه وکـــــړمـــــه
 
راته چې نه وايې ته ځــــاره درنه کـــــډه کـــــوم 
 
دخـــــــــــــــــوږياڼي ارمان پـوره به کړي خداى
 
خلاص به شــــي نور له انتظاره درنه کــډه کـوم