
د المان د تدڅ ورځپاڼي څخه
ليکواله : سيموني واګنر
ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د کورنيو جګړو پخواني قوماندان عطا محمد نور له پنځو کالو راهېسه د بلخ والي دی . د ده ليري کول به دغه ولایت بې ثباته کړي .
په مزارې شريف کې د کرزي پوسترونو ته په کتو سره د کابل مرکزي حکومت اغیزه خورا ډيره لږ محسوسه کیږي . یواځینې عکس د ناندریزه ټولټاکنو ګټونکې د افغانستان شمالي ولايت بلخ د ښارپه مرکز کې لیدل کیږي . زموږ پوسترونه شکول کیږي ،د کرزي د ټولټاکنو سیمیز کمپاین مسوول سردار محمد سعیدي وایې . د بلخ ولايتې شورا په دې اړه هیڅ ونه کړو. د سیال کانديد عبدالله عبدالله پوسترونه بیا يوه اونۍ د ولسمشری ټولټاکنو اعلان څخه ورسته د ښار په هره څلورلارو کې زوړند وو. په پوسترونو کې دعبدالله په څنګ کې بیا يواځې د والي عطا محمد نور خندنې عکس ليدل کیږي . هېڅ کوم بل سیاسي چارواکې د عبدالله کانديدل په دومره بې شرمې سره تر سره نه کړل لکه ده .
د بلخ ولايت جنګسالار والي په واضع او عامه توګه د خپل امر کرزی په وړاندې ودريدو. قانوننآ کرزي کولي شي دی هره لهظه له دندې ګوښه کړي . خبره دا ده چې دی به دا کار وکړي او کنه، په دې اړه به ډير څه وویل شي، چې څنګه به د زاړه او نوې ولسمشر اوتوريتي په شمال کې ټاکل کیږي .
» جنګسالار په لوکسو براقو بوټونو کې
د عطا په ماڼې کې ګهیځ وختې ډير هیيتونه د شاوخوا سیمو څخه راټول شوي دي . زاړه سړي د پګړيو او رنګارنګ چپڼو سره خپل پرابلمونه والي ته بیانه وي ،لکه سیمیزه شخړي، د طالبانوورور پرمختګ اود ښوونځيو کمښت او نور. د عطا دفتر داسي مالومیږي لکه په امریکا کې د ماشومانو لپاره د ساتيريو په ځاې کې د پاچاسالون ،، ډیزنې لند حالت،، وي . د سروزرو تاج نما چراغونه، يوه روښانه کيدونکې د نړۍ کره، د باغونو او ګلونورانځورونه او دوي د وریښمینو شاهي چوکي د کوټي په اخر کې ایښودل شوي دي .
دا پخوانې جنګسارلار اوس براق لوکس بوټونه اغوندي او ځان دموکرات معرفې کوي . کرزي د ولس راي غله کړي دي ، هغه يو مشروع ولسمشر نه دی ، عطا وایې او شميري د کرزي د حکومت ټولي ناوړي چاري لکه د مخدره توکو مافیا، د مرسته شويو پیسو ورکيدل، اداري فساد، رشوت او داسي نور .
دې وایې ، موږ ډاریږو چې نړۍ به له افغانستان څخه مخ واړوي .
په تيرو څواونيو کې عطا په واضع الفاظوکې د ګواښونو او اخطارونو په ورکولو باندې د خلکو پام ځان ته راواړولو.
که کرزي په ناحقه ګتونکې اعلان شي، کيدای شي د لاريونو سره وسله وال تاوتيرخولي هم مل شي، ده وویل .
له همدې امله ټولي افغاني ټلویزيوني شبکي بلخ لوري ته بلې شولي، کله چې يوه اونۍ مخکې د ټولټاکنو خپلواک کمیسيون اوسني ولسمشر نوي ولسمشر اعلان کړو .
هیڅ هم ونه شول ، وضع ارامه وه ، کيد اي شي د سرکوزي انفلونزا ناروغې دغه حالت رامنځ ته کړي وي . دغه حالت په هندوکوښ کې سیاسي انفلونزا نومولي شوي ده، دغه ويرس حکومت سره د ښوونځيو، پوهنتونو په تړلو کې لنډ مهاله دنده ترسره کړه. له همدې سره د لاريونو ځواک مخه ونيول شوه .
پر کرزي د ګوتنونې سربيره دغې والي هېڅ ونه ویل ،، چې دی به ښایې له هغه سره ګډ کار ونه کړي، ځکه دی د افغانستان لپاره ښه سړی نه دی ،، . عطا چې د چاې چینایي پیالې سره په لاس کې لوبې کولې، په دې اړه هیڅ ونه ویل .
د شمال دغه جنګسالار په ټولو کې د کورنيوچارووزير حنيف اتمر چې د کرزي له اعتباري ملګرو څخه دي لفظي شخړه کړي ده . عطا وویل چې والي عطا خو کوم د رستورانټ ګارسون نه دی . جنګسالار عطا په يوه انتخاباتې وینا کې د وزير جلا وطنې ته په انګلستان کې اشاره وکړه .
اوس دی پر اتمر تورلګوي چې امنيتي حالت په بلخ کې چې تر اوسه لږ څه ارامه وه بې ثباته کول غواړي . د کورنيوچارو وزارت په مرسته وسلي د چمتال، چاربولک ولسواليو ته ویشل کیږي ، عطا وایي .
له همدې سره دی توکمیزه پره یا قطعه لوبه وي . ځکه په دغه سیمو او ولسواليو کې پښتانه میشته دي، په بلخ ولايت کې اکثريت تاجکان دي .
» د ښوونځيو سوزول
د بلخ په سماواټ کې دا مهال بیا بل ډول خبري اوريدل کیږي . والي زموږ سیمي په ډلیزو رسنيو کې ګواښمني او د طالبانو سیمي ورپیژندلې دي . ځکه چې موږ کرزي انتخاب کړي وو .اتویشت کلن دځمکو چښتن نادر وایې . له ده سره نور شپږ میړه د سماواټ پر تخت چې زرغونه قالینه پرې هواره ده ناست دي . دلته هر څوک پوهېږي، چې سیال کانديد عبدالله څه کړي دي . نور ټول میلمانه ورسره سم سر ښوره وي .
هغه ښوونځي سوزولې دي ، هغه جګړه راوسته او د جګړو اور یې بل کړي، دغه سړی وایې . په هيواد کې ډير پښتانه لکه نادر هم دغه سیال کانديد پر خپلو اعمالو ګرم بولي . د کورنيو جګړو پرمهال د تاجکانو مشراحمدشاه مسعود له نږدي ملګرو څخه و. د ډيرو تاجکانو په سترګه کې همدغه ملګرتوب يو ستر اعتبار ګڼل کیږي .
ولي نادر واکمن ولسمشر ته بیا راېه ورکړه ؟ هغه خلاصي دروازي ته چې ترې پوخ سړک مالوميده اشاره وکړه . دلته مخکې يواځې د خاورو او دوړو سیمه وه ، هرکله چې سړی د سیګرټو اخیستلو ته تلو، هغه مجبور وه چې بیا ځان ومینځې . ښوونځې په دغه سیمه کې د مرکزي حکومت له خوا، نه د والي له خوا جوړ شوي دی . عطا ته يواځې د تاجکو سیمي په زړه پوري او ارزښت لري . نادر وایي . د ده په څنګ کې بل سړې د شهادت ګوته جګه کړه او وویل . موږ د سولې لپاره په ټولټاکنو کې برخه واخیسته، نوره څه نه غواړو . هغه وویل . د وسلوال لاريونونو څخه په دغه سماواټ کې څوک نه ويریږي . د عبدالله پلویان ماړه شوي دي ،دوی د ټولټاکنو مبارزي پر مهال په کافې اندازه پیسې وګټلي ،دغې سړی د شهادت ګوتي جګه نيولي وه ویلې.
په مزاري شريف کې د کرزي کمپاین مسوول سعيدي د والي ليري کولو غوښتنه وکړه . دی د نور څخه ډير د ولايت مشر پاتې شوي دی . يو بدلون به ډير ښه وي، دغه ټیټ سړی چې منګولیایي مخ څيره لري د خبریال سعيد پرویز کمبخش خبره یاده کړه، چې دی د بلخ په محکمه کې په اعدام محکوم شوي و. ځکه ده يوه اسلامي ضد لیکنه له انترنيټ څخه راښکته او بیا خپره کړي وه . اوسی دی بښلې شوي دی او لودیځ ته یي پناه وړي ده . ډير کتونکې په دې اند دي چې په دغه قضیه کې سیاسي انګیزو شتون درلود . په بلخ کې هېڅ ډول ازادي نشته ،سعيدی وایې .
په ریښتیا سره خلک د مزاري شريف په ښار کې پس پسیې کوي، کله چې دوی د والي په اړه خبرې کوي . د بلګې په توګه شین جومات یا روضي شريف ته نږدي چې د ښار اصلي نښه ده د کاليومنځلو ماشینونو يو خرڅوونکې وایې . که دی ليري کړل شي، پس پسیې کوي اودی د خپل نوم اخیستلو څخه ويریږي ، د تاوتریخوالي ګواښ شته، ځکه دی ډير رقیبان لري . د ټولو په سر کې بې مخه، بې رحمه د ازبکو جنرال رشيد دوستم او دهزاره ګانو جنګسا لار محمد محقق، دوی دواړو په ټاکنو کې د کرزي لنګه کړي ده . دوی به ډير زر خپله اغیزه د بلخ ولايت په لوري وغزوي .لکه همداوس عطا د دوستم په ولايت جوزجان کې د انجونو لپاره يوشخصي ښوونځې پرانيستي دی او پلان لري يو بل مرکز د ځوانانو لپاره جوړ کړي .
دغه د خيرښیګڼي رول د ده د پراختیا غوښتني سیاست يوه برخه ده ، د ټولو نه مخکې د ده ځواک د وسلو په زور ولاړل دی .
دپخوانې کورنې جګړو قوماندان په دی ورستيو پنځه کالونو کې د هغه مهال خپل جنګي ملګري د پولیسو په لیکو کې ورنستلي دي . د ده د ليري کولو په صورت کې به دوی هڅه وکړي ولايت بې ثباته کړي .
دا به ډير بد خبر وي په مزاري شريف کې د المان وسله وال پوځ او الماني پولیسو ته ، دوی د بلخ په ولسواليو کې افغان هم مسلکې روزي . تر اوسه د عطا سړيو وکولویي شول چې په شمال کې د ناراميو سره په بلخ کې نسبتآ ثبات وساتي . والي يو ښه منيجرهم دی هغه د بلخ په اقتصادي کې بدلون راوستي دی ، ټول ښار په جوړولو بوخت دی، په بازار کې د سوداګرو ګڼه ګونه ده ، په سړکو کې د موټرو ترافیک بند وي . له همدی امله دغه ماهر مجاهد د دیزاینې ديریشۍ سره ډير پلویان لري .که څه هم په دغه وده کې دخپلي ساختماني او سوداګریزه فابریکې او شرکتونه له لاري په ډير قوت سره پیسې ګټي .
» عطا کابل ته پام نه کوي
کرزي هغه مهال عطا له دندې ګوښه کړ کله چې دی د هغه سیال عبدالله په پلوي ودريدو. خو والي د کابل امر نه مني . کرزي نوره کومه اوتوريتي نه لري ، ځکه د ده د کار موده پای ته رسيدلي ده . عطا په خپل شاهی صالون کې وایې او خاندي . دهغه پاتی کيدل د ولايت پر دنده د عبدالله ټلوالې يوه مرکزي ِغوښتنه وه ،د يوايتلافي حکومت په جوړيدو کې چې تر اوسه ورته د پای ټکې نه دی ایښودل شوي .
پوښتنه دا ده ،چې کرزي د خپل واک مبارزه ته ځان په واضع او عامه توګه څنګه رسوي او خپل واک اغیزه په شمال کې څنګه ټینګوي . او یا عطا له مزاري شريف څخه په بله کومه دنده را وباسي، لکه څنګه چې هغه د جنګسالار اسمعیل خان سره په هرات کې وکړل؟
موږ به بیا لارو اوسړ کو ته راووځو، ګوتڅنډنه کوي احسان الله یقوبي د بلخ ولايت په پوهنتون کې . ډير خلک د نا ارامي څخه په ويره کې دي . د افغان وسله وال ملي پوځ سیمیزه قوماندان جنرال مراد علي مراد د عطا د ليري کولو غوښتنه کوي . دی پوښتنه کوي، کله چې يو ولسمشر يو والي نه شي بدلولي ، دا به څنګه ډول حکومت وي ؟ .
پای