
نويده خوشبو
د ۲۰۱۶ز کال د المپیک سیالۍ د برازيل په ریو دي جنېرو کې تر سره کيږي. دا سیالۍ چې د روانې میلادي میاشت په پنځمه نيټه پیلیږي، د پیل مراسمو کې به د نړۍ ډیر مشران او وتلې څېرې هم ګډون ولري.
هغه ملي لوبغاړي چې په ځینو المپیکي سیالیو ګډون کوي؛ ريو ښار ته په رسېدو سره له تود هر کلي سره مخ شول! ملي لوبغاړي بیرغونه په لاس له افغاني جامو سره ډیر ښه ښکاره شول! د افغانستان ورزش چې په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی، او نړيوالو ته یې د افغانستان بېل انځور وړاندې کړی دی، په هیواد کې د یووالي خوښۍ، شور او ولولو ښه بېلګه ده!
د فوټبال ملي لوبډلې د بریا شپه، او د کرکټ د بریاو لمانځنې ټول هېواد وال خوښ او په یو اواز کړي وو او تاریخي لمانځنې یې بللی شو.
د حکومتونو د وروستیو څو کلونو په لاسته راوړنو کې تر ټولو مهم د ورزش وده ده، خو له بده مرغه ! افغانستان له هرې خوا په فساد او ګډوډیو کې ښکېل دی. ستاسو به حتمن په یاد وي چې: څه موده وړاندې په بهرنیو سیالیوکې د افغانستان د ملي سرود پر ځای حماسي سندره غږول شوې وه.
په دې وروستیو کې د سپورت او بدني روزنې او المپیک ادارې تر منځ ډیرې ستونزې روانې دي. د مشرانو په وېش کې ورزشي برخه هم نه ده پاتې؛ د دې برخې څوکۍ لومړي مرستیال دوستم او اجراییه رییس عبدالله ته رسیدلي دي.
مشر ـ کشر نشته ، بس ګډوډي روانه ده، قانوني اجرات مسول، معاون او مدیر مالوم نه دی!!!
په افغانستان کې د المپیک کميټې مسول یو څوک دی؛ خو بهر بل !د ورزش کارانو په غواروي کې ستونزې، واسطې او پيژنګلولي مهمه ونډه لري. ملي لوبغاړي هم ډول ـ ډول ستونزې لري دوی ته امکانات ډیر کم دي. له المپیکي سیاليو لومړنی مډال راوړنکی روح الله نيکپا هم د دغو ستونزو له امله هيواد او ورزش پریښی و، خو دا بد مرغه مسؤلين پر ځای د دې چې د ملي لوبغاړو روزنې او هوساينې ته زمینې برابرې کړي؛ په خپل منځني شخړو کې ښکېل او خپلو مادي ګټو لپاره هڅې کوي.
څو کاله وړاندې به مو د هر بدبختۍ تر شا د کلونوـ کلونو جګړو یادونه کوله خو اوس د جګړو تر څنګ فساد او اداري ککړتیا په هرې برخې کې د ناکامۍ ستر علت دی.
ښکاره ده چې دا ګډوډۍ او ستونزې زمونږ په ورزشکارانو مستقيمه اغېز لري هيله ده زمونږ تګړه او زیار کښ لوبغاړي په المپیکي سیالیو کې ښه وځليږي.