لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی!

 
نويده خوشبو
د ملي یووالي حکومت د هوکړه ليک په لومړۍ برخه کې د لویې جرګې د رامنځته کېدو او په اساسي قانون کې د تعديلاتو ذکر شوی دی.
د ملي یووالي حکومت مشرانو هوکړه کړې وه چې د حکومت په دویم کال کې به لویه جرګه په اساسي قانون کې تعدیلات رامنځته کوي  د افغانستان اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د رامنځته کېدو په ټولو شراېطو خبرې کړي دي، څرنګوالی او ځانګړنې یې مشخصې دي.
د اساسي قانون له مخې په لویه جرګې کې باید د ملي شورا غړي او د ولسواليو شورا غړي موجود وي.
د هوکړه ليک له مخې د ملي يووالي حکومت بايد د لویې جرګې د تر سره کېدو لپاره ټولې زمېنې او شراېط برابر کړي وای!
خو داسې ونه شول!
ټاکنیز اصلاحات رامنځته نه شول!
پارلماني ټاکنې تر سره نه شوې !
او د ولسواليو شورا ټاکنې هم پاتې شوې!
 پر ټاکنیزو سمونو چې دواړو مشرانو ټینګار درلود او په کاري لومړيتوبونو کې ځای ورکړی و هیڅ ونه شول.لانجو دوام وکړ،هوکړه ليک د ټاکنو له قوانیو او د ولسي جرګې له واکونو سره په ټکر کې وبلل شو.د ټاکنیزو سمونو لاسوند، ولسي جرګې ته ولاړ خو بېرته په پرلپسې ډول ستون شو.
د ولسي جرګې ټاکنې تر سره نه شوې د دې دورې کاري موده بشپړه شوه، او اوس د دې جرګې کاري دوام د قانون خلاف بلل کیږي.
حکومتي مشران ادعا کوي چې:  د هوکړه لیک پلي کېدو ته ژمن دي.خو د لویې جرګې د تر سره کېدو هېڅ شراېط برابر نه دي، ولسي جرګې خپلې ګټې په پام کې نیولي، او د ملي یووالي حکومت خپله فایده ګوري!
 نوې خبره  نه ده ! د هوکړه ليک کومې ژمنې ترسره شوي دي، چې دا سمونې به رامنځته شي.د هوکړې همدا یوه برخه چې: یو به ولسمشر بل به اجراییه رییس وي او څوکۍ به وېشي،ښه پلي شوې ده.نه په عدلي او قضايي برخو کې اصلاحات رامنځته شو، نه قانون په زورواکو تطبیق شو، نه ټاکنیزې سمونې رامنځته شوې، نه په ملکي ادارو کې اصلاحات رامنځته شول، الکترونیکي تذکرې او د دې تذکرو وېش مالوم نه دی،اقتصادي امنیتي، او ډیرې نورې پالیسۍ ورکې شوې!
په سر کې مې د اساسي قانون د شپږم فصل( لویه جرګه) لومړۍ ماده راخيستې: لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی!
 تاسوته مالومه ده! ټاکنیزو لانجو، ګواښونو او تهدیداتو تر یوه کاله دوام وکړ، بالاخره د امرېکې په منځګړيتوب دا ستونزه اواره شوه، او د ټاکنو او اساسي قانون خلاف یو نه، دوه ګټونکي اعلان شول
ګټونکوپه خپلې خوښې او ګټې هوکړه لیک جوړ او لاسليک کړ!
خو د صدر اعظمۍ څوکۍ او د نوي حکومتي چوکاټ رامنځته کېدل ولس ته د منلو دي؟
ايا ولس نور جمهوري نظام نه غواړي؟
د افغانستان شراېط، حالات او سیاسي تحولات به نوی نظام ومني؟
دا نظام به بریالی وي؟
ټول قومونه او ولایتونه به یې ومني؟
 د نظام بدلون  به ګټور وي؟
باید پراخه او هر اړخیزه څېړنه وشي، له هرې سیمې او وګړي پوښتنه وشي، د خلکو اراده او خوښه مالومه شي، د افغانستان اوسني شراېط مطالعه او وارزول شي له تحقیقاتو وروسته دې د نظام د بدلون پریکړه وشي.پرته له دې به ستونزې کمې نه نورې هم ډېرې شي!!
که چېرته په ټاکنو کې څلور ديرش زورور نوماندان وای، او یو هم ماتې نه منلای، هر يو د ټوپک او وسلو په ژبه خبرې کولې، هر یو  دواک او څوکۍ غوښتنه کولی نو ايا  جان کري صېب هر یو نوماند ته د یوـ یو ولایت واک سپارلو او په قانون کې یې ورته کوم بېل چوکاټ رامنځته کولو؟
کوم قوانین باید پلي شي؟ اساسي قانون که  د هوکړه لیک مادې؟ ټآکنیز قانون که د ټاکنیز قانون سمونې؟
اوسمهال خو هېواد بې قانونه دی، تعدیلات را نه غلل، خو اساسي قانون تر پښو لاندې شو، ټاکنیز اصلاحات رامنځته نه شول خو ټاکنیز قوانین وران شول او.....
د دې حکومت کاري دوره به هم پای ته ورسيږي، مطمینه یم چې دوی د خپلو ژمنو نیمه برخه هم نه پوره کوي، خو راتلونکي ته خفګان پکار دی، ټاکنیز قوانین او کمیسیون ګډوډ شو،د تشويش خبره دا ده چې له پنځو کلونو وروسته به څه کیږي؟!