
لیکنه: شمس رحمانزی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پښتون قوم تاریخ د میړانې، یووالي، غیرت او حماسو ډک دی. د پښتون نوی نسل په تېر تاريخ ویاړي او په خپله به يو چټل تاريخ پرېږدي. نن له شعار تیريږو او د عمل ډګر ته ننوځو.
د تش په نوم رهبر، وکیل، وزیر، سیاسي ګوند، مدني ټولنو او مزدورې مډيا ازميښت بس، ژمنې يې له موږ ګټه اخېستنه او راتلوونکي پلانونه يې شوم دي.
ځوان، ځوانه انرژي ده. راځه چې د نیکونو او پلرونو له تش ستاینې او ویاړ تیر شو بلکې زه او ته تاریخ جوړ کړو.
که مسعود د پشتون وژنې په سبب ملي اتل کیږي.
که رباني ته د سولې شهید لقب ورکول کیږي.
که مزاري د ملي وحدت شهید بلل کیږي.
او که نن حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) د تدفین او مقبرې خبرې کیږي، دا ځکه چې له ځان ورسته يې یو ويښ، يو موټی، مبارز او سرکش ملت او ځوان نسل پرېښودلی دی.
نن اقلیت قومونه درباندې دروغجن او جعلي تاریخ جوړي. او سبا به درباندې اسراېیلي نظام جوړکړي او ته به فلسطین اوسې.
نو نن د عمل میدان:
که هغوی د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) د تدفین او مقبرې غوښتنه لري نو موږ
د ملا محمد عمر مجاهد، نور محمد تره کی، ملا اختر منصور او جلال الدین حقاني د تدفین رسمي مراسم او په کابل کې د هغوي په نوم د تپو نومول غواړو.
نوټ: له حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) سره د پورته یاد شوو، شخصیتونو مقایسقه او برابرونه غوره نده. دوی ټول سل ځله له حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) څخه غوره وو.
ځوانانو او دوستانو! پورته غوښتنې تر ارګه رسول او عملي کول له نن ورسته زمونو او ستاسو دنده او وجیبه ده.