راتلونکی حکومت به څنګه وي؟


ایمل افغان

درنو لوستونکو څرګنده خبره ده چې په تېرو اتو کلونوکې په افغانستان کې د پام وړ مثبت کارونه څرنګه چې د مظلومو هېوادوالو غوښتنې وې ترسره نه شول او افغان حکومت په خپلو کړو وعدو کې هم وروسته پاتې راغلی وو.
 چې له هغې جملې نه په هېواد کې د امنیت نشتوالی ، د بیا رغوني کارونه ، اوهمدارنګه د پوهنې په اړه څنګه چې د تنکیوماشومانوحق او اړتیا وه په نا امنو سیمو کې پوره نه شوه معنی دا چې په هېواد کې ادارې فساد خپل اوج ته رسیدلی وو او هرې ادارې ته چې څوک د کار لپاره ورتللو  نو په آسانه یې یو کار سرته نه رسېده بې له دې نه چې د هغه کار نه لاس په سر شوی وای.
اصلي خبره داده هغو کسانو چې په تېره پنځه کلنه دوره کې په چوکیو قبضې لګولې وې او د خپلو کړو کارنو نتیجه یې هېوادوالو ته وښودله دا باید ومني چې په خپلو کارونو کې وروسته پاتې راغلي وو.
 هغه په داسې حال کې چې څرنګه د ولس غوښتنې وې په ډېر افسوس سره باید ووایم چې هغه غوښتنې دغو چارواکوپه دا تېرو اتو کلونوکې پوره نه کړای شوې اوافغان ولس در په دره ، خاورې په سر دا خپل پنځه کلونه تېرکړل.
اوس چې یوځل بیا حکومت د ولسمشرکرزی صیب لاس ته ورغلو نو په کار ده چې دغسې ناکامه اوبدرنګه څیرې له خپلو چوکیو اوڅنګ  نه په راتلونکې اداره کې  لرې کړي او پرځای یې نور د کار پوه او په هېواد مینو ځوانانو ته وسپاري ترڅو هغوي وکولای شي د پام وړ کارونه خپلو مظلوموهېواد والو ته وکړي.
دا چې یوځل بیا  درانه هېوادوال خپلې شپې او ورځې شماري چې ولسمشر کرزی به داځلي په خپله کابینه کې څنګه چې دولس غوښتنه ده یو مثبت بدلون راولي او د خپلو مظلومو هېوادوالو هیلې به یوځل بیا راژوندې کړي نو په کار ده چې  یوه داسې دکتاتوره، تیزفکره اداره چې له هرچارواکي نه د کار پوښتنه وشي او هغه ډلې چې په راتلونکې اداره کې برخه نه لري اوهمیشه نا امنې رامنځ ته کوي او د هېوادوالو وینې بې ځایه تویوي هغوي ته برخه ورکړل شي ترڅو وکولای شو دا خپل وران ،ویجاړ اوپه کنډوالو بدل شوی هېواد یو ځل بیا اباد او ګلزارکړو.