
نويده خوشبو
په یوه ورځ د هېواد درې ولسوالۍ د مخالفينو لاس ته ورغلې!
د جوزجان قوش تېپه، د هلمند خانيشين او ګرم سېر ولسوالۍ له ګواښ سره مخ دي، او د دې ولسواليو ډېرې برخې مخالفینو نیولي دي.
په روانه اوونۍ کې د سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو او بیا رغونې د څار ادارې د امنیتي حالت په اړه یو څېړنیز رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې د طالبانو لخوا د افغانستان د پنځه سلنې خاورې د نیول کېدو ویل شوي دي؛ چې د تېرو کلونو په پرتله د مخالفینو د پرمختګ زیاتوالی ښيي. اوسمهال د هېواد لس ولسوالۍ د دولت له واکه وتلي دي، چې د ځينو د بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي! ځیني ولسوالۍ د ورځنیو او میاشتینو عملیاتو وروسته نیول کیږي خو بیرته سقوط کوي.
همدا اوس د هېواد ۲۰۶ولسوالۍ له امنیتي ستونزو سره مخ دي، او د هېواد په اويا برخو کې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ نښتې روانې دي! مالومه ده: د هیواد شمالي برخې د لویو استخباراتي موخو د تر لاسه کولو او د مرکزي اسیا هېوادونو د څارنې او کنترول لپاره په لوی لاس نا امنه شوي؛ دا یو جلا بحث دی، خو سويلي هلمند ولایت ولې نا امنه دی؟
د سنګين، خانیشين، ګرم سېر، موسی کلا، ناد علي ولسوالۍ او ځېنې نورې برخې تل نا امنه او د مخالفینو فعالیتونه په کې دوام لري. دا ولایت د ناټو ماموریت او د سلګونو بريټانیايي سرتیرو په موجودیت کې هم له نا امنه ولایتونو څخه یو و. هغه مهال ويل کېده چې: د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ولس خوښ او د امنیتي ځواکونو ملاتړي به شي، او د هلمند امنیتي حالت به ډېر ښه شي. په یاد مې دي چې هغه مهال به د هلمند ولایت، چارواکو، د خلکو استازو، مشرانو او عام وګړو همدا ويل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به دا ولایت امن شي، ستونزه د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی.
له بده مرغه! د بریټانیايي سرتیرو له وتلو سره د دې ولایت امنیتي ستونزې نورې هم زیاتې شوې. د رپوټونو له مخې: په دې ولایت کې پرته له طالبانو داعش او نورې مخالفې ډلې نشته،ولس له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ نه کوي او له دولتي ادارو نا خوښ دي.
له امريکا غږ ټلویزون سره په خبرو کې د مشرانو جرګې غړی هاشم «الکوزی» وايي: «د دې ولایت د ګرم سېر ولسوالۍ د ۵۰۵زون قوماندان عصمت الله «دولتزي» دا ولسوالۍ خرڅه کړه ، وړ کسان یې لېرې کړل او پر ځای یې د بېلابیلو جرمونو دوسېې لرونکي کسان وګمارل.» په همدې ډول ډیرې نورې بیلګې او نومونه هم شته !
په دې ولایت کې د مېشتو امنیتي سرتیرو کره شمېر نه لرم خو ويل کیږي، چې په دغه مهم او پراخ ولایت کې دیرش زره سرتیري د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي دي، او ځیني پاڅون کوونکي هم شته چې د خپلو کليو او سيمو امنیت ساتي.
دا شمېر کره نه دی، د سلګونو پر ځای لسګونه سرتیري هم نشته نه هم امکانات لري، دوی یوازې له خپلې پوستې دفاع کوي د امنیت ساتنې او له مخالفینو سره د نښتو جوګه نه دي ! کیدای شي د سلګونو کسانو په نوم د دوی میاشتنې تنخوا او امکانات مخالفین تر لاسه کوي.
په هېواد کې د مخدره توکو د کښت او توليد ډیره برخه په هلمند کې تر سره کیږي او له همدې ولایت څخه نورو ولایتونوته او بیا له هیواد څخه بهر قاچاق کیږي. مافيايي کړيو ته هم د فعالیت ښه زمینه برابره ده. طالبان هم د دې ولایت په نیولو سره کولې شي؛ کندهار، فراه زابل او ډيرو نورو ولایتونو ته ځان ورسوي
دا اصطلاح چې: اوبه خړې کړه او کبان ونيسه ! د هلمند ولایت له حالت سره ښه ورته والی لري
مافيا، مخالفینو، زور واکو او ځینو چارواکو په عمدي ډول هلمند نا امنه کړی؛ ترڅو دوی ګټې تر لاسه کړي.