د اسرائیلو خدای، أَحَدٌ؛ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، نه دی:

 

محمدانور(آڅړ)
۱۰/۵/۱۳۹۵،ل،ل
د اسرائیلو خدای،أَحَدٌ؛ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، نه دی:
 د اسرائیلو خدای یهوه، (صفات)
د اسرائیلو د خدای یهوه ځیني صفتونه  ظاهراً، لوی څښتن(الله تعالَی) ته ورته دي، د یهوه فعلي صفتونه پر ټوله نړۍ او نړیوالو پورې اړه نه لري، د هر یو صفت کړنې یې یوازې په ځانګړي سیمه او یو توکم  (اسرائیلو) او د اسرائیلو پر دښمنانو پورې تړاؤ لري او ځیني صفتونه، لکه د عالمیانو پروردګار او نور، چې د ریښتني خدای صفات دي، اسرائیلو په بابل کې، د اسارت په مهال، د مجوسو له دین څخه تقلید کړی دی.
 د یهوه صفتونه د الله تعالَی په شان کامل نه دي، ځکه چې اسرائیلو خدای محدود کړی دی، انساني خوی او ځانګړتیاوې یې ورته ټاکلي دي، نو له دې کبله د یهوه ډېری کړنې د انسان په شان دي.
 د اسرائیلو د خدای هغه صفتونه چې د دوی په دیني منابعو کې ذکر شوي دي هېڅ ډول باطني راز او ابهام نه په کې لیدل کیږي، خو د دې لپاره چې یهودان د خپل ځانګړي خدای څخه ریښتنی خدای جوړ کړي، د لوی څښتن الله(ج) یو شمېر صفتونو نسبت ورکوي او هغه صفتونه چې د اسرئیلو د خدای (یهوه) وحدانیت له منځه وړي په غلط ډول تفسیر شوي دي، تر څو د یهوه احدیت ثابت کړي، دا چې یهودان د خلکو د تېرایستلو یا غولولو لپاره د یهوه صفتونه په هر ډول تفسیر او تعبیروي، دا د دوی خپل کار دی، خو موږ د اسرائیلو د ځانګړي خدای هر یو صفت د دوی د خپلو مذهبي کتابونو له مخې څېړو او پر وړاندې یې دلایل وړاندې کوو.
 د یهودو په مذهبي کتابونو لرغوني عهد (عهد عتیق) کې د یهوه صفتونه په دې توګه یاد شوي دي:
 یو او بې ساری خدای، خالق، قادر، لوی، قدوس، ژوندی (حی)، امین، ازلي، ابدي، عالم، د عالميان پروردگار، د زړونو مالک، مالک المک، نور، رحيم، مهربان رؤف، کریم، عادل، بښونکی، هادي، ډاروونکی (مهیب)،کینه کښ(حسود)، غیور، فاتح، جګړه مار،او داسې نور.
 
دیهوه لومړی صفت: (یو او بې ساری خدای)
د اسرائیلو په مذهبي کتابونو(لرغونی عهد) کې د یوه خدای، چې سارې نه لري او د ده په شان بل خدای نه شته په اړه یې په لږ توپیر سره په لاندې ایاتونو کې داسې راغلي دي:
«پوه شئ چې یوازې زه یهوه یم، بې له ما بل خدای نشته.» (د تثنیه کتاب:۳۲/۳۹)
«پوه شئ چې یوازې هغه خدای چې وجود لري ستاسو خدای دی.»( تثنیه:۷/۹)  
«تر څو د نړۍ ټول قومونه پوه شي چې یوازې یهوه خدا دی او بې له ده بل خدای نشته.»(*)(اول پاچاهان:۸/۶۰)
  د اسرائیلو خدای یهوه ځان یو بولي، نور خدایان نه مني او د ځان په شان بل خدای هم نه ویني، خو له بلې خوا د نوح له توپان څخه وړاندې د اسرائیلو د خدای، د زامنو ذکر شوی دی او ورسته د نوح له توپان څخه د یهودو په مذهبي کتابونو کې په لسګونو ځله د یهوه د زامنو یادونه په بېلا بېلو بڼو تکرار شوي ده، یهوه د اسرائیلو قوم د ټولې نړۍ په قومونو کې د ځان لپاره غوره کړی دی، خپل عزیزان، میراث، سپیڅلی(مقدس) قوم یې بولي او حتَی خپل زامن یې بللي دي، چې له امله یې د یهوه ریښتني خدایي تر سوال لاندې راوستلي ده، نو په دې بنسټ یهوه یو او بې ساری خدای نه دی، د یهوه د زامنو په هکله د تورات د پیدایښت په کتاب کې داسې راغلي دي:
«کله چې د ځمکې پر مخ د انسانانو شمېر د ډېریدو په حال کې ؤ، د خدای زامن د انسانانو په ښکلو لوڼو باندې  مین(مجذوب) شول او کومه جلکۍ به یې چې خوښه شوه واده یې کړه... وروسته له هغې چې د خدای زامن او د انسانانو لوڼه سره یو ځای شول، نو لوړ او ځواکمن سړي ترې پیدا شول، دوی د هغه پخواني وخت زړور کسانو وو.(**)» (پیدایښت: ۶/۱-۴)
 په لاندې آیاتونو کې هم راغلي دي:
د تورات د تثنیه په کتاب کې، چې د موسَی سرود یې بولي، د خدای زامن یادوي: «یهوه د لویې تیږې(صخره) په شان دی، د ده کړنې کاملې دي، عادل، له ګناه څخه پاک او با انصافه دی. د ده قوم فاسد شوی دی، د ده د شرم سبب ګرځیدلی دی، نور نو دوی د ده (یهوه) زامن نه دي، بلکه په کږه لاره روان قوم دی.» (تثنیه:۲۴/۴-۵)
او د یهوه زامن د پخواني عهد په لاندې کتابونو کې په دې توګه ذکر شوي دي:
 «ای ځمکې او آسمانه! هغه څه چې یهوه وایي ورته غوږ شئ، هغه زامن چې ما لوی کړي وو، زما پر ضد راپورته شوي دي.» (اشعیا:۱/۲)
«غوښتل مې چې دلته له خپلو زامنو سره ځای پر ځای شم؛ په نظر کې مې وه، چې دغه حاصلخیزه ځمکه چې په نړۍ کې بې ساري ده تاسو ته درکړم؛ په دې انتظار کې وم چې د پلار غږ راته وکړئ، هېڅ فکر مې نه کولو چې بیا به له ما څخه مخ واړوې.» ارمیا:۳/۱۹)
« ... د هغې(د اسرائیلو د مور) له زامنو څخه به لکه د خپلو زامنو په شان ساتنه ونه کړم، ځکه چې دوی له ما څخه نه دي بلکه د نورو سړیو زامن دي. مور یې زنا کړي ده.» (هوشع:۲/۴)
دا شان، یهوه د اسرائیلو قاضیانو ته د خدایانو او د خدای د زامنو خطاب کړی وایي:«ما تاسو خدایان وبللی او تاسو ته مې د متعال خدای د زامنو لقب درکړ، خو تاسو به د هر بل انسان په شان مړه شی او د نورو رهبرانو په شان به پریوځئ.» (مزامیر:۸۲/۶-۷)
« ... د دې پر ځای چې یهوه دوی ته ووایي چې تاسې زما قوم نه یاست، وبه وایي: تاسې د ژوندې خدای زامن یې» (هوشع:۱/۱۰)
له پورته یادونو څخه ښکاري چې یهوه زامن لري، زامن ترې پیدا شوي دي  او یا یې انسانان په زویولۍ نیولي دي، نو کله چې له چا څخه څوک زیږیدلي وي او یا یې څوک په زویولۍ نیولي وي، د انسانی صفاتو لرونکی شو، پهدې بنسټ (أَحَدٌ؛ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ) نه دی، کامل او ریښتنی خدای نه شو ورته ویلی.
---------------------------------------------------------
 (*)دغو درو آیاتونو ته ورته، نور آیاتونه د لرغوني عهد په کتابونو کې، څو ځله ذکر شوي دي.
(**)تفسیر:د خدای له زامنو څخه یې منظور د شیث خدای پرست نسل دی، ځکه چې د خدای زامن خدای پرستو خلکو ته هم وایي، نو ویلی شو چې د نوموړو آیاتونو تفسیر په دې توګه دی: د شیث د نسل زامنو د قائین‎‎= (قابیل) د نسل له لوڼو سره ودونه وکړل او زامن یې وشول چې شرارتونه یې رامنځ ته کړل.
خو ځیني مفسرین په دې ګروهه دي چې د خدای د زامنو څخه منظور پرښتي دي چې د خدای له فرمان څخه یې سرکښي وکړه. (تفسیر عهد عتیق؛ فارسي)
څه ډول چې د ذکر شویو آیاتونو تفسیر یهودانو کړی دی سم نه ښکاري، د دې لپاره چې خپل خدای(یهوه) ته د ریښتني خدای بڼه ورکړي د خدای زامن، خدای پرست او پرښتې بولي، خو په یادو شوو آیاتونو کې په روښانه توګه ویل شوي دي چې، د خدای له زامنو او د انسانانو د یو ځای کیدو له امله، لوی او ځواکمن کسان پیدا شول؛ که چېرې د دواړو خواوؤ انسانانو ترمنځ ودونه شوي وای نو عادي انسانان به ترې پیدا شوي وو، نه لوړ او ځواکمن کسان، دا شان له پرښتو(ملایکو) سره د انسانانو یو ځای کیدل ناشوني کار دی، ځکه چې پرښتې د انسانانو په شان زیږول نه کوي، نر یا ښځه نه لري، یوازې نوم یې (الْمَلَائِكَةِ) مؤنث دیاو بې له ابلیس څخه، پرښتې ګناه هم نه کوي، له هر ډول ګناه څخه پاکې دي.