
ژباړه:عادله حصین
۱ـد خپلژوند ملګری یا ملګرېنورو ته وروپېژنئ.
۲ـ یو بل ته وخت ورکړئ،تر ځو دیو بل په خوا کې واوسئ.
۳ـ دواده وخت ځانګړی ګړئ.
۴ـ دواده لګښت او پيسې معلومې کړئ.
۵ـ سر له اوسهپه سپماپیل وکړئ.
په ټوله کې دکوژدې وروستي ورڅې شپې ډیرې دتشویش او ویرې ډکې وي،ددې ټول اصلي لامل هم دا دی،چې ډواړه خواوې په دې باندې فکر کوي چې دا ټول لګښت به ځنګه شي دواده لپاره ټول هر څه په خپل وخت باید واخستل شي،دکور جوړونه،دجهیز جوړونه،دسره زرو چمتو کول،ددوستانو لپاره ځينې شیان اخستل.چې دا ټول دویرې او تشویش لامل ګرځي چې دا وخت نو نارینه بیا تر ټولو زیات ځان له نورو نه پټوي او یوازې توب خوښوي.
دحل لارې:
۱ـ په یو حالت کې اوسیدل او دیو بل درک کول.
۲ـ میرمنې اړتیا لري چې خبرې ورسره وشي.
۳ـ ځانته په یوه کوټه کې مه کېنۍ.
۴ـخپلې وعدې عملي کړئ.
ددوه کورنیو دکلتوري نظرنو اختلاف،دکوژدې په وخت کې باید دې ټکو ته پام وکړئ،ځکه چې همدا وخت دی چې دواړه کورنۍ سره یو بل په ښه ډول پیژني او نورهم ددواړو کورنیو تر منځ داعتبار او اعتماد اړېکه ټينګيږي.
دکوژدې د وخت نه جبرانیدونکي تيروتنې:
۱ـ کورنې دې په خپلو اولادونو محدویت نه ږدي.
۲ـ په خپل منځ کې جنسي اړېکه مه نیسئ.
۳ـ دکوژدې اړېکې ته درناوې ولرئ.
۴ـ له حده وتلی تګ راتګ هم ښه نه وي.
۵ـ خپل دژوند ملګرې یا ملګرې نه بت مه جوړوئ.
۶ـ هره څه ته په کمه سترګه مه ګوره.
۷ـ په خپلو منځو کې دروغ مه وايئ.
۸ـ دخپلې کوژدې راز مه شیندئ.
۹ـ خپل دژوند ملګری یا ملګرې دنورو سره مه پرتله کوئ.