
نويده خوشبو
له افغانستان سره د نړېوالو مرستو، د دې مرستو پلي کېدل او څرنګوالي په اړه له وارسا غونډې وروسته د بروکسل غونډه ډیره مهمه او د اهميت وړ ده.
په دې غونډه کې به د اويا هيوادونومشران او دېرش سازمانونه ګډون کوي، او له افغانستان سره به د نړيوالو مرستې اعلانوي! خو دا مرستې وړيا نه مشروطې دي، د دې مرستو د تر لاسه کولو لپاره افغان حکومت باید نړېوالو ته ازموينه او د دې امتحان پاېلې ورکړي.
د ملي يووالي حکومت په پېل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ژمنې، د سمون خبرې او د اصلاح غوښتنې وشوې او په دې برخه کې د عملي ګامونو د اخیستو ټینګار هم وشو. په پېل کې، لوی څارنوالی تودې ـ تودې خبرې کولې، ډیرې دوسیې او پاڼې يوه خوا بله خوا لېږدول کېدې، په عدلي او قضايي برخو کې د اصلاحاتو خبرې ځینې دوسیې پرانستل شوې او د ځینو بیا پرانستنې وشوې.
د ټاکنیزو قوانیونو د سمونې خبرې وشوې، په دولتي ادارو د اصلاحاتو فشارونه شول، چارې ګړندۍ؛ او ولس ته هيلې پيدا شوې!
ولسمشر ټینګار درلود چې قانون به لومړۍ په زور واکو تطبیقوي، ښه مې په یاد دي چې د حکومتی مشرانو دغو ویناو مجرمين، فاسدين او مامور او ریس تر فشار لاندې راوستی وو، او هرې دولتي اداره کې د پام وړ مثبت بدلون او اصلاحات رامنځته شوي وو.
خو له لنډې مودې وروسته، مشران د وزیرانو او ریسانو په ټاکنې بوخت شول له يوې ماڼۍ په یوې موضوع څو ـ څو ویناوې کيدې، مخالفتونو زور واخیست له ولس سره ژمنې په خپل ځای پاتې شوې او د واک وېش لانجې پيل شوې! نا امنۍ پراخې شوې، اقتصادي حالت بدتره شو، د مخدره توکو کښت، توليد او قاچاق لوړ شو، په عدلي او قضايي برخو کې هم ستونزې په خپل ځای پاتې شوې او.....
که د ستونزو لامل حکومتي جوړښت يا نور مجبوریتونه؛ هر څه چې ول حکومت دعمده او لومړنیو ستونزو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.
ټاکل شوې نن، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د قانون د ټینګښت شورا په خپل کار پیل وکړي. ویل کیږي چې : دا اداره به د عدلي او قضايي، اداري فساد او لوی څارنوالۍ په برخه کې کار وکړي او هڅه به وکړي چې راتلونکې بروکسل ناستې ته څه نا څه ولري.
نن به ټول وزارتونه د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو پلانونو لنډیز او عملي برخې وړاندې کوي
څه تضمين شته چې دا اداره به د نورو ادارو او کمیسیونونو په څېر ناکام نه وي؟ دوی به د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې داسې څه معجزه وکړي چې اصلاحات راولي؟
د اوسني حکومت جوړښت او ډیرې نورې معاملې د قانون په خلاف دي، نو د قانون د حاکميت لپاره به څه عملي کارونه وکړي؟
وړاندې له دې، ولسمشر د ولسي جرګې له غړو سره په لیدنه کې له دوی غوښتنه کړی وه کوم وزارت چې ترنوي سلنه بودیجه ونه لګوي نو باید د ولسي جرګې لخوا استیضاح او سلب اعتماد کړي.
د نوي سلنې بودیجې د لګولو زمینه شته؟
د ملي یووالي حکومت د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه مې ډېر فکر وکړ خو د پام وړ څه را یاد نه شول، بیا مې د حکومتي مشرانو د ژمنو او دغو ژمنو د تر سره کېدو او فعاليتونو په اړه د څو کورنیو او بهرنیو ادارو او رسنیو رپوټونه او څېړنې ولوستلې، خو دا فعالیتونه دومره کمزوري او بې رنګه دي چې د یادونې وړ نه دي!!
د تېرو دوو کلونو په موده کې چې حکومت د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګونه نه دي کړي ايا په دوو میاشتو کې به حکومت وتوانیږي چې د لاسته راوړنو له یو منظم لېست سره د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي او د نړيوالو مرستې خپلې کړي؟!