د بهرنیو اسعارو سره په داخل کې کلکه مبارزه پکار ده:

  په افغانیت ځانونه قربانه وو خو په سوداګریزو چارو کې له پردیو پيسو استفاده کوو، 
زمونږ د هیواد لویه بدبختي په اقتصادي او تجارتي نظام کې هغه بېروني اسعار دی چې زموږ  په اکثراً ولایتو کې بې له کومې ستونزې کارول کېږي او د افغانیو اسعارو ځای یې نیولی دی. تر دې مهاله هیڅ یو حکومت او مربوطه وزارتونه په دې بریالي نه شول چې د دې خطرناکې او شومې پدېدې مخه ونیسي. زما په اند څومره چې زه په اقتصادي چارو کې بلدیت او مطالعه لرم ، دا زمونږ د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره لوی خن‌‌‌‌‌‌ډ ګرځیدلی دی.  زموږ د هیواد اکثرا د ولایتو سیمو خلک خپل اصلي پيسې چې افغانۍ دي نه پېژني. چې دا لوی شرم اول زموږ حکومت ته او بیا هغو خلکو لپاره ده. د بیلګې په توګه زه د څو ولایتو نومونه اخلم چې په هغه کې زموږ د ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هیواد چې همیشه موږ ورسره سیاسي ستونزې لرو یعنی پاکستان کلدارې موروجې دي: • قندهار[کندهار] تقریباً ٥٠ فيصده • هلمند تقریباً ٦٠ فيصده.  • غزنی تقریباً ٨٠ فيصده. • پکتیکا تقریباً ٨٠ فيصده. • پکتیا تقریباً ٨٨ فيصده.  • خوست تقريباً ٩٠ فيصده.  • جلال اباد تقريباً ٩٠ فيصده . دا هغه ولایتونه دي چې د پاکستان کلدارې په ټولو سوداګرېزو چارو کې کار ځینې اخلي. بعضې نور ولایتونه شته چې په هغوی کې د ایران پیسې یعنې تومن کارول کېږي. په مرکز کابل کې زموږ لویې او وړې راکړه ورکړې په ‌‌‌‌‌‌ډالرو کېږي، که موږ یوې مغازې ته لاړ شوو او وغواړو چې یو ټیلویزیون یا یو موبایل واخلو نو مجبور یو په ‌‌‌‌‌‌ډالرو معامله وکړو، چې دا واقعا د شرم ځای دی. په داسې حالت کې څنګه موږ خپلو افغانیو  ته خدمت کړای شو چې زموږ داخلي تجارت په بهرنیو پيسو کېږي او حکومت مو ورته د سېل په غون‌‌‌‌‌‌ډۍ ناست دی. افغانۍ زموږ هویت دی خو ‌‌‌‌‌‌ډېر د افسوس ځای دی چې دا هویت مو ورځ تر بلې د پښو لاندې کېږي، نه حکومت او نه ملت ورته کومه خاصه توجه  لري. زه پر خپل حکومت او په خاصه توګه په وزارت اقتصاد، وزارت تجارت او په افغانستان بانګ غږ کوم چې د یو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن او قوی اقتصاد او تجارت لپاره خپلو افغاني اسعارو یعنې افغانیو ته د قدر په سترګو وګورئ دا بهرنیو اسعارو کارول په داخلي تجارت کې په کلکه بند کړئ.  هغه ښارونه چې په هغه کې په خارجي اسعارو راکړه او ورکړه کېږي پکی کلکه مبارزه وشي، مخالیفونو ته یې سخته جزاء ورکړل شي. ټول ملت ته دا ویل غواړم چې: که افغان یې او په افغاني ټولنه کې ژوند کوې نو خپلې افغانیو اسعارو ته قدر ورکړه او د عزت په سترګه ورته وګوره، په دې صورت کې به ستا افغاني هویت ثابت شي. هر کار په عمل کېږي نه په ګفتار. که حکومت بې پروا یا ویده ده باید موږ یې را ویښ او خپل کار ته یې متوجه کړو.  حکومت ما او تا جوړ کړی دی که زه او ته و نه وسو حکومت هم نه شي اوسیدلی. نو هر شخص باید د بهرنیو اسعارو په مقابل کې کلک لکه دیوال ودرېږي. په خپل افغانیت وویاړئ. افغانستان د ویاړلو ځای دی. بازمحمد منګل.