
نويده خوشبو
په ۲۰۰۶ ز کال کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ د دولت اسلامي في العراق په نوم جوړه شوې ډله چې۲۰۱۳ ز کال کې د ابو بکر البغدادي په مشري په سوریه کې د بشار الاسد د ځواکونو پر خلاف د جګړې له اعلان سره يې نوم په دولت اسلامي في العراق او شام يا داعش بدل شو.
داعش په سوریه او عراق کې ښه پرمختګونه وکړل،د القاعدې له مشر اسامه بن لادن او بیا ايمن الظواهري څخه یې بیعت وکړ، د القاعدې خورې ورې څانګې یې راټولې کړې، او د سوريې د نصرت جبهې د يو ځای کېدو هڅې یې وکړې.
داعش چې د شعيه فکتور په وړاندې رامنځته شوی و؛ د ابوبکر البغدادي په مشرۍ يې په لنډه موده کې د برياليو عملیاتو په تر سره کولو سره د سنيانو ملاتړ تر لاسه کړ، خوپه سوريه کې د دې ډلې د فعاليتونو پر سر د القاعدې د مشرایمن الظواهري او البغدادي تر منځ اختلافونه پيدا شول تر دې چې البغدادي د مشر په توګه د الظواهري له منلو ډډه وکړه.
د «پولو ماتېدلو»په نوم د داعش ډلې لومړنی ويډېويي پېغام چې د دې ډلې د وياند ابو محمد عدناني لخوا خپور شو، ابوبکر البغدادي يې د اسلامي خلافت د خليفه په توګه ياد کړ او د نړۍ له ټولو مسلمانانو يې وغوښتل چې له هغه پيروي وکړي.
عدناني په دې وېډيو کې له لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته د بريټانیا لخوا په منځني ختيځ کې کښلې کرښې له منځه تللې وبللې.
داعش په لنډه موده کې په بې رحمانه وژنو سره ځان په نړېوالو وپېژندو،موخه تګلاره او سیمه يې پراخه او بدله کړه. لیبيا،مصر،لبنان او ځینو نورو هېوادونو کې چې د لوېديځ لخوا پکې ګډوډي رامنځته شوې وه؛ په اسانۍ نفوذ وکړ.
د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي چې په ډېرو نومونو او لقبونو مشهور دی، د تکتيکونو په بدلولو، د عملياتو په بریالي کولو او د ځوانانو په جذبولو کې ښه مهارت لري. د داعش دجغرافيې له پراخېدو سره سم، دغه ډله د خپلو بادارانو او زېږونکو له ولکې او کنټروله په وتلو شوه ټولې نړي ته ګواښ او د سر درد شو. له مسلمان او غیرې مسلمان سره یې وحشت او زیاتی وکړ،د ساحې له پراخېدو سره په خراسان ( افغانستان، ایران او د پاکستان ځینو برخو) کې فعاليتونه پيل او افغانستان یې خپل مرکز وګرځولو. په منځني ختيځ کې د دې ډلې فعاليت بېل رنګ واخيست؛ او یوازې د یو فکتورپر ضد نه بلکې؛ د هر چا په وړاندې يې ظلمونه پېل کړل.
په بدخشان کې یې په ډله ایز ډول ۱۰۰ سرتيري ووژل، په ننګرهار کې د ۳۶ کسانو سرونه پرې کړل،چاته یې اور ورته کړ، څوک یې په ډزو ووژل، د کليو په اوسېدونکو يې بريدونه وکړل،ښځې او ماشومان يې ووژل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو سره په نښتو شول ځينې برخې یې ونیولې او د ځوانانو په خپلولو يې پيل وکړ.
لسګونه کیلومتره دېخوا؛ افغانستان ولې؟
که و وايو چې :
افغانستان تل د ترهګرو د پټنځای په توګه کارېدلی او بېلګه یې د القاعدې ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن او ځینو نورو القاعديانو، د پآکستاني طالبانو، عربانو او يا ځینو نورو ترهګریزو او تورنو وسله والو ډلو راتګ یاد کړو، او د داعشيانو شتون له يادو ډلو سره ورته وګڼو، فکر نکړم چې منطقي به وي!
که اسامه بن لادن پناه راوړې وه، که په افغانستان کې د القاعدې وسله والو فعاليت درلود، او يا نورې بهرنۍ وسله والې ډلې افغانستان ته راوښتي دي،نو دوی لومړی له طالبانو سره ملګرتيا پیل کړې او بیا د دوئ په خوښه او ملاتړ دننه شوي دي. طالبانو يا نورو وسله والو ډلو هم د خپل سر په بیه له دغو ډلو ساتنه او حمايت کړی. ان اسامه بن لادن يې خپل مشر منلی و !
خو په افغانستان کې د داعش موجوديت برعکس دی !
ابوبکر البغدادي د طالبانو پخوانی مشر رټلی او سپک کړی او هغه يې د مذهب او دین خلاف او ګمراه بللی دی. اخوا، طالبان هم دا ډله نه مني، او د دې ډلې کړنې د اسلام او انسانيت خلاف ګڼي
د منلو ده چې، ځيني سخت دريځي طالبان له دېډلې سره یو ځای شوي دي، خو دا شمېر د مخالفو طالبانو له شمېر څخه ډېر کم دی.
دلته بیا، د نړۍ د زبر ځواکونو ستراتيژيک اهداف پراته دي، ایران سره له کلونو وروسته د امریکې اړيکې ښې شوي؛خو سعودي عربستان ورڅخه مرور شو!
ځینو امریکايي چارواکو،نړیوالو او د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالد ټرامپ هم منلې چې د اوباما اداره د داعش په رامنځته کولو سره غواړي، چې په سیمه کې د سعودي پر ضد د ایران موقف پیاوړی کړي.
داعش په افغانستان کې ولې پیاوړی او مېشته شو ؟
له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې په هېواد کې د تورو بېرغ لرونکو، نقاب اغوستونکو اود پردۍ ژبې ويونکو
کسانو د ګرځېډو، د سرونو د پرې کېدو، د شعارونو د خپرېدو، د ملکيانو د ځورېدو،له طالبانو سره د جګنګېدو، د برمته کېدو،او د نا اشنا ترهګریزو فعاليتونو رپوټونه موجود وو؛ خو د مخنیوي لپاره هېڅ پاملرنه، دقت او جديت ونشو!
افغان چارواکو هڅه کوله د دې ډلې له موجوديت څخه انکار وکړي، په طالبانو يا پاکستانیانو یې پړه واچوي،او په افغانستان کې د دې ډلې شتون رد کړي.
ملکيانو، پوځيانو، شنونکو او څېړونکو ويل: داعش نشته ، سپین بېرغ په تور بدل شوی دی، دا هسې شعارونه دي، دا پاکستاني طالبان دي، کورني مخالفين دي، ځه بابا! داعش په افغانستان کې څه غواړي؟
دلته: د ننګرهار، کونړ، لغمان، زابل، بدخشان، هلمند، پکتيا او پکتيکا ولایتونو په ځینو برخو کې په شمېر پنځه داعشيانو ته د جوړښت او فعاليت زمينه برابره شوه، شمېر یې زیات، ځالې يې ډېرې او بیا دومره شول چې په رڼا ورځ يې له موټرو پنځوس مسافر راښکته، برمته په میاشتو یې وساتل ووژل، له حکومت سره معامله کوونکي شول،او اوس پلازمېنه کې لاریونونو ته ننوتل!
پخوانیو چارواکو په افغانستان کې د داعش د موجوديت پر پوښتنې ملنډې وهلې اوهیڅ تابیا يې ونه نیوله، اوسنیو چارواکو هم په لومړيو کې نه منله خو امريکا ته د ولسمشر غني له لومړي سفر وړاندې؛ په لومړي ځل په افغانستان کې د داعش فعاليت په رسمي ډول ومنل شو، په داسې حال کې چې ولسمشر سخته هڅه کوله د تېر حکومت په پرتله د امریکا او نړيوالو پام افغانستان ته راواړوي او نړيوال په افغانستان کې جنګي ماموريت ته اړ کړي؛ له بېلابېلو لارو چارو څخه يې کار اخیسته په همدي وخت کې د ولسمشر دغو څرګندونو ته د مرستو د جلب نوم ورکړل شو،د افغانستان جغرافيه ويموقعيت،تاريخ،ناتوانه حکومت،استخباراتي جګړو، نا امنیو او ډیرو نورو ناخوالو هم د دغې ډلې شتون ته زمینه برابر کړی ده.
داعش څه غواړي او چا ته ګواښ دی ؟
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانې وزیرې او د دې هيواد د راتلونکو ولسمشريو ټآکنو نوماندې هېلرې کلنټن ليکلي او ويلي چې: داعش د امريکا د غلطو پالېسيو له امله رامنځته شوی او د دې ډلې د جوړښت مسول دا هيواد په ځانګړی توګه اوباما او ميرمن کلنټن ده. د زبر ځواکونو لخوا دا زېږدلې ډله د نا اهله اولاد په څېر د دوې ګرېوان ته هم لاس اچولی؛ او دوی هم ورڅخه خوندي نه دي!
اوسمهال، که په فرانسه کې برید کیږي، که د ترکيېپه لاریون چاودنه، د امریکا په اورلنډو کلپ برید وي، کهاوونۍ کې په جرمنيانودرې ځلې بریدونه،په سعودي عربستان، عراق ، سوريه ، مصر ليبيا،افغانستان او که هر ځای کې وژنې کيږي، پړه یې داعش مني، مسوليت دوی اخلي، او د نورو ګواښونو اعلان هم کوي.
نن ورځ داعش مسلمان، غېرې مسلمان، امريکايي، عراقي، عربي او جرمني ټولو ته ګواښ دی، دوی دهشت او وحشت غواړي، قدرت او ځواک غواړي، باداري او واکمني غواړي، په عراق،سوريه او ځینو نورو ناکامه هېوادونو کې د قدرت خوند څښلی په وينو او سرونو لوبېدلي اوس له عادته مجبور دي.
داعش څنګه له منځه تلای شي!
داعش به خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره، وژنو برمته نیونو،ځورونو، بريدونو او چاودنو ته دوام ورکړی،د اسلامي خلافت او خليفهپه نوم به ډیر وغولوي او ډېر به له منځه یوسي،څه چې يې په زړه وي په هر نوم چې وي؛ هغه بهکوي.
ځيني شنونکي وايي : دا ډله به تر راتلونکو سلو کلونو ژوندۍ وي، د القاعدې، طالب او ځینو نورو وسله والو پروژو ځای ناسته به شي.
په دې ورستیو کې،هيلري کلنټن په خپلې ټاکنيزې وينا کې ويلې:
د داعش د له منځه وړلو لپاره عملي طرحه په لاس کې لري؛ او یوازې دا خپله کولې شي چې دا ډله له منځه یوسي.
وينا یې د منلو ده،ځکه مور د ماشوم په عادتونو، خويونو، چلندونو، او نيمګړتياو تر هر چا ښه او بهتره پوهيږي او د جوړولو يا له منځه وړلو په هنر يې هم ښه بلده وي.
نړۍ وېرېدلې ده، دوئ کولی شي چې د داعش مالي سرچېنې مالومې او شنډې کړي، د داعش لخوا د تښتول شویو نجونو بازار او پلور بند کړي، د نفتواستخراج قاچاق، د کبانو او موټرو د پلور،مخدره موادو او نورو لارو څخه د دوئ مالي سرچېنې پیدا او بندې کړي. لومړۍ دا ډله تراقتصادي فشارونو لاندې راولي، د دوئانټرنټي اړيکې وپيژنې او بندې یې کړي، د دوئ تخنيکونه شنډ کړي، د ځوانانو د جلب او جذب مخه ونيسي،تبليغات يې وربند او د وحشت د خپرېدومخه یې ونيول شي، د دغې ډلې په وړاندي جدي او دقيق عمليات وشي، داډله کمزورې کړي،او له نورو ترهګرو سره د دوی د اړيکو د ټينګېدو او يو ځای کېدو مخه ونيسي، د دې ډلې پر ضد دې تبليغات پراخ او د اسلامي خلافت او خليفه په اړه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته کره مالومات وړاندېکړي، ابوبکر البغدادي پیدا او له منځه یوسي، او تر ټولو اړينه دا ده چې د امريکا راتلونکې اداره دې د پخواني ولسمشر بوش او اوسني مشر اوباما په څېر تېروتنې او په اسلامي هيوادونو کې لاسوهنې ونکړي، د هيوادونو حکومتونه ړنګ نکړي، مداخلې ونکړي، په یو نوم او بل نوم په اسلامي هېوادونو یرغل ونه کړي،ټولو مذهبونو ته درناوی وکړي، هر يو ته ازادي او خپلواکي ورکړي،عقدې پيدا نکړي، احساسات ونه پاروي؛ او د مذهب په نوم ترهګریزو فعاليتونو ته زمینې برابرې نه کړي.
همدارنګه، د نړۍ امنیت د استخبارتي جګړو قرباني نکړي، په استخباراتو کې د پرمختګ، ګټواو کنټرول لپاره نوې لارې چارې او تخنيکونه را پیدا کړي، د القاعدې، طالب او داعش په څېر پروژو له رامنځته کولو ډډه دې وکړي.