مُشتري د «ناسا» تر وزرو لاندې شو!؟

 
انساني عقل د نوح ( ع ) په مشهور طوفان کې  د ترکاڼانو  د مټو او د تن  د خولو په تويولو او زيار اېستلو سره د ژغورنې لويه کښتۍ ( بېړۍ ) جوړه او د هغې په ذريعې  نوح ( ع ) د هغه  زامنو ، او د ټولو الوتوونکو او څارويو د نسلونو يوې يوې جوړې د استازو په صفت له مُعلق اجل څخه نجات وموند!
له هغې زمانې څخه تر موجوده دوران پورې انساني پوهې : بحرونه ، وچه او فضا د بېلابېلو تخنيکي وسيلو په واسطې چې د انساني عقل او پوهې مولود  او ثمر دي . اېل ، تسخير او د ځان تایع کړل .
د ا ټول کشفيات او اختراعات د محمد ( ع ) د معراج د شپې د سفر په پايله کې منځ ته راغلل . د معراج شپې سفر انسانانو ته دا ور پوګوته کړه چې انسانان د وسايلو په ذريعې  خلاصې فضا ( کوسمس  او آسمانونو ) ته سفر کولی شي !! 
زموږ په معاصرې زمانې کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۱ م. کال کې شوروي فضا پلټوونکی يورې 
الکسېويچ ګاګارين د آپولو په ذريعه  خلاصې فضا ته لاړ او د ځمکې په مدار ګرد را وڅرخېد . ګاګارين پسې د امريکې د متحدو ايالتونو فضا پلټوونکو د ځمکې سپوږمۍ ته سفر وکړ او د سپوږمۍ له مخ څخه يې کاڼي او خاورې راوړلې !
له هغې تاريخي بريا څخه را وروسته  شورويان ، امريکايان ، فرانسويان ، انګليسان ، چينايان او د يو شمېر نورو هېوادونو فضا پلټوونکي  خلاصې فضا ته لاړل او د نوو څېړنو او تحقيقاتو لپاره يې ملاوې وتړلې !
منځ کې ۵۵ کاله تېر شول . د ځمکې  د نجوم  ( استره لوژۍ )عالمان له ځمکې ، سپوږمۍ  هاخوا تر مريخ  ، زحل ، اورانوس ، مُشتري ،  نورو ستورو ، سيارو  او صحابي کهکشانونو  پورې لاسونه وغځول او ډول ډول اختراعات او کشفيات يې وکړل ، انسانان پردې وپوهېدل چې په مريخ کې اوبه او اکسيجن شته دي ؛ هلته د ژوند کولو چانس شته دی ! په همدې ترتيب دادی سږ کال ۲۰۱۶ م.کال کې امريکايي فضا پلټوونکي پر دې بريالي شول چې د « ناسا » په نوم بې انسانه تخنيکي وسيله ( مصنوعي سپوږمکۍ ) جوړه او د لمر د انرژۍ په مرستې يې په څو کلونو کې مشتري ته واستوي .
د « ناسا » دغه تحنيکي ـ مصنوعي سپوږمکۍ به  له نژدې واټن څخه د مشتري د سيارې عکسونه واخلي او ځمکې ته به يې مخابره کړي  او د دې ډېر امکانات شته دي ، چې که خدای مکړه د ذروي وسلو د استعمال او يا هم د طبيعي بدمرغو پېښو د پېښېدو په صورت کې د ځمکې کره منفجره شي او له منځه ولاړه شي ؛ نو يو شمېر انسانان به د انسانانو په استازولۍ وکولی شي چې په نورو سيارو او کهکشانونو کې د څان لپاره د ژوند کولو او ژغورنې ځای او مناسب شرايط ومومي  او هلته به د انسانانو راتلوونکي نسلونه خپل ژوند ته دوام ورکړي !!!