له بې غیرته مسلمان څخه نر هندو ډېر ښه دی:

 
محمدانور(آڅړ)
۳/۵/۱۳۹۵، ل، ل
 
په ۱۳۶۸، ل، ل کال کې، د افغانستان د هوایي او هوایي دفاع، ځواکونو تشکیل
د مرحوم ظاهرشاه په شاهي حکومت کې، چې موږ لا ماشومان وو، زموږ په سیمه کې، د ملایانو او خلقیانو تر منځ د یو بل پر ضد باندې غونډې، لاریونونه او ناندرۍ روانې وې، خلقیانو به ملایان، اخوانیان، اخوان الشیاطین، د امپریالستي او سرمایه داره هیوادونو، لکه د امریکا متحده ایالات او غربي ملکونو ګوډاګیان بلل.
ملایانو به د شورویانو، خلقیانو او پرچمیانو پر خلاف تبلیغات او فتویَ ګانې ورکولې، خلقیان او پرچمیان به یې کافران او دکمونسټ شوروي اتحاد لاس پوڅي ګڼل، د داسې سخت کافر او ناولي هیواد شوروي ملګري یې شمېرل چې، که د مسلمان کالي یوه شوروي ته ورولګیږي نو باید چې د جامو هغه برخه غوڅه او لیرې یې واچوي، خو دا یې نه ویل چې په هغه وخت کې چې په افغانستان کې د ژوند لومړني  ډېری توکي شورویانو جوړول او د هیواد ټولو خلکو، د ملایانو په ګډون، ګټه ترې اخیستله، په اړه یې څه وکړي.
بلې خوا ته ملایانو امریکایان او اروپایان اهل کتاب بلل او دا به یې هم ویل چې، د دوی له ښځو سره زموږ نکاح روا ده، نو ځکه خو غربیان له کمونستانو څخه څو ځله ښه خلک وو او له مسلمانانو څخه یې یوازې لږ څه په ټیټه درجه کې شمېرل، موږ به د دواړو ډلو سپکې سپورې اوریدلې، د خلقیانو ډله لوستي خلک وو، په غونډو او لایونونو کې به یې په اصلاح شوي او ادبي پښتو باندې خبرې کولې، دا وجه وه چې د دوی پر خبرو باندې زموږ سرونه، نه خلاصیدل، مګر د ملایانو په خبرو باندې دومره پوهیدلو چې، دوی اهل کتاب تر دې کچې، د شورویانو په مقابل کې ستایل، چې موږ فکر کولو اهل کتاب مو د تره زامن دي او زموږ په شان د قرآن کتاب لري، د ملایانو د ډېرو تبلیغاتو له امله، موږ په دې خیال کې وو چې اهل کتاب، مسلمانان دې، خو له موږ څخه یوه پوړې لاندې.
وروسته له څه مودې څخه په افغانستان کې، شوروي پلوه خلقیان او پرچمیان واک ترلاسه کړ او د شوروي حکومت د افغانستان له پوځ سره داسې ډول، ډول مرستې وکړې چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کیده، داسې وسلې یې ورکړې چې د ګاونډیو هیوادونو د پوځ په پرتله، څو ځلې مجهز او ځواک من پوځ وو، بې شمېره الوتکې، هر ډول راکټونه، ټانکونه، توپونه او سپکې وسلې یې افغان پوځ ته وروسپارلې، په تېره خو دا چې هغه مهال چې شورویان له افغانستان څخه وتل، سربیره پر سکات توغندیو، افغان پوځ ته یې درندې، پرمخ تللي وسلې پریښودلې، د بلخ په ولایت کې زما ملګرو راته وویل: کله چې، شورویان په وتلو کې وو، بې شمېره پوځي ډول، ډول ټانکونه او زغروال ګاډي یې افغان پوځیانو ته ورتسلیم کړل خو وروسته د پوځي وسایطو د ډېروالي له امله، افغانانو ټانکونه او زغروال ګاډي نه تسلیمول، چې په پای امان الله ګلم جم چې د دولتي امنیت د اوپراتیفي کنډک قوماندان ؤ، اړ شو چې پخپل ځان پسې یې قید کړي، سره له دې چې د ده دنده نه وه.
د ځینو شمېرو له مخې د ۱۳۷۵،ل،ل کال څخه تر ۱۳۶۸، کال پورې یوازې(۱۲۳۱) ډول، ډول الوتکې افغانستان ته د شورویانو لخوا ورکړل شوې دي. (۶۱۷) بېلابېلې الوتکې تښتول شوي، ویشتل شوي او یا د نورو رنګارنګ عواملو له امله له منځه تللي دي* . د ډاکټر نجیب الله له حکومت څخه (۶۱۴) هرډول الوتکې، څوارلس ګونو، په ایران او پاکستان کې، جوړ شویو بانډنو او ګروپونو ته په لاس ورغلې.‎
اوس چې د شورویانو وار تېر شوی په هیواد باندې امریکایان راغلي دي او ځانونه د افغانستان د حکومت او پوځ لومړۍ درجه ملاتړي او ستراتیژیک ملګري بولي، دغو ستراتیژیکو ملګرو  په تېرو پنځه لسو کلونو کې هېڅ ونه کړل، کله چې ډېری شمېر امریکایان، له هیواده وتل، نو په لویه کچه نظامي وسایط، پوځي توکي او پوځي ودانۍ یې ورانې کړې، افغان پوځ ته یې ورنه کړل، د دې پر ځای چې خپلې نورې پرمخ تللي وسلې لکه زغروال ګاډي او نور، د شورویانو په شان افغان پوځ ته ورکړي، خپل دښمن پاکستان ته یې ورتسلیم کړل، چې د همدغه پاکستان له لاسه یې په زرګونو عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي، د دوی په دغه ناوړه عمل باندې افغانان او ډېری نړۍ وال تعجب کوي، دغو ناپوهو امریکایانو په تېرو پنځه لسو کلونو کې، افغان پوځ ته یوازې د ګوتو په شمېر الوتکې ورکړي دي، موږ نه پوهیږو چې د دوی هدف څه دی، چې لازمه مرسته نه کوي؟، افغان پوځ په داسې حالت کې ساتې چې نه مري او نه روغږي، هغه د (بُخور نه میر) خبره ده.
سره له دې چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان باندې یرغل وکړ، ځاني او مالي زیانونه یې ورسول، خو د خپل متحد پوځ سره یې ریښتني مرستې هم وکړې، مرستې یې د زړه له کومې وې، د امریکایانو په شان متزلزل، تمبل او لټ خلک نه وو، نو ځکه خو وایي: «له بې غیرته مسلمان څخه نر هندو ډېر ښه دی.»
له بل پلوه د امریکایانو د یرغل له امله هر ډول زیانونه افغانستان ته واوښتل، مګر د شورویانو په شان یې، له خپل متحد پوځ سره مرستې ونه کړې، په پای کې به همدغه امریکا له افغان پوځ سره څو برابره مرستو ته اړه شي، چې هلته به اوبه له ورخه تېرې وي.
اوس به د ډاکټر نجیب الله د هوایي او هوایي دفاع ځواکونو تشکیل تاسو ښاغلو او آغلو سره شریک کړو:
د هوایي او هوایي دفاع ځواکونو تشکیل په ۱۳۶۸، ل، ل کال کې:
د عمومي پرسونل شمر: (۳۰،۰۰۰)، نفر.
د ډول ډول فعالو الوتکو، ټوله شمېره(۶۱۴) الوتکې.
د فعالو پېلوټانو ټوله شمېره(۸۰۰) تنه.
هوایي او هوایي دفاع قواء له لاندې ځواکونو څخه تشکیل شوي وه.
هوایي ځواکونه؛ د دافع هوا راکټ؛ د رادار ځواکونه؛ د لوژستیک ریاست.
د هوایي ځواکونو جوړښت عبارت ؤ له:
 د مېګ(۲۱) شکاري الوتکو غنډ، په بګرام کې(۵۰) باله.
د سو(۲۲) جګړه ییزو شکارې الوتکو غنډ په بګرام کې(۵۰) باله.
د مېګ(۲۱) شکاري الوتکو غنډ، په کندهار کې(۴۵) باله.
د چورلکو مستقل کنډک په کندهار کې(۲۵) باله.
د سو(۲۲) شکارې الوتکو غنډ په شین ډنډ کې(۴۵) باله.
د چورلکو غنډ په شین ډنډ کې(۶۰)باله.
د چورلکو ۳۸۰، غنډ په مزارشریف کې(۶۰) باله.
د تعلیمي ۳۹۳، غنډ په مزار شریف کې د، (ل-۳۹)، الوتکو شمېر(۴۰)باله او د میګ(۲۱) الوتکو شمېر(۲۶) باله.
د چورلکو۳۷۷، اتل غنډ د کابل په خواجه رواش کې(۷۰) باله.
د ترانسپورتي (ان- ۳۲) الوتکو ۳۷۳، غنډ په کابل کې(۷۰) باله.
د ترانسپورتي الوتکو(ان-۱۲) څلورماشینه، کنډک په کابل کې(۱۶) باله.
د ترانسپورتې(ان-۲۶) الوتکو کنډک په کابل کې(۲۲) باله.
د جګره ییزو چورلکو(مي-۳۵) کنډک په کابل کې(۱۸) باله.
د هوایي ځواکونو فابریکه:
د الوتکو او چورلکو فابریکه په بګرام کې چې(۳۰۰۰) تنه فني پرسونل یې درلود او دا ډول مجهزه فابریکه د سیمې هیوادونو نه درلوله، نوموړی فابریکه، د رباني حکومت په لومړیو کې لوټ شوه او هر څه یې په پاکستان کې د کباړ په بیه، په تله باندې خرڅ شول، دغې فابریکې په هیواد کې هر ډول الوتکې جوړولی شوې.
د هوایي دافع ځواکونه:
د دافع هوا راکټ ځواکونه داسې مجهز ؤ، چې خپل هدف یې په(۲۵) کیلومترۍ او د(۱۷) کیلو مترو لوړ هدف یې له منځه وړلی شولو، سل میلي متري او(۸۵)میلي متري(۳۵)میلی متري،(۲۳) میلی متري او څلورمیله دافع هوا توپونه چې د ټول افغانستان فضاء یې تر پوښښ لاندې نیولي وه.
 
د رادارو ځواکونه:
د رادارو قطعاتو او جزتامونو د ټول هیواد فضاء تر څارنې او پوښښ لاندې راوستلي وه او د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې یې د ننه، تر(۵۰) کیلومترو پورې ټاکل شوی هدف څارلی شو؛ نوموړی ځواک مجهز ؤ په: (پي- ۱۲؛ پي-۱۸؛ پي-۳۵؛ پي-۳۷)رادارو باندې.              
 
 د لوژستیک ریاست:
ځمکني او هوایي ټول اکمالات د نوموړي ریاست پر غاړه وو، د هوایي لوژستیک ریاست د پنځو کالو لپاره هر ډول ځمکني او هوایي اړونده توکي په خپلو ډیپوګانو کې ذخیره کړي وو، چې له ټولو څخه لویه ذخیره یې په بګرام کې وه ... .
 
د هوایي او هوایي دفاع پوهنتون له لاندې پوهنځیو څخه تشکیل شوی ؤ.
 هوایي پوهنځی؛ دافع هوا، د راکټ او توپچي پوهنځی؛ د رادارو پوهنځی؛ د لوژستیک او نقلیې پوهنځی**.
 
دغه معلومات ناقص دي، دا د دولت دنده ده چې په رسمي توګه څیړنې وکړي او بشپړ معلومات د ملت په واک کې ورکړي.
------------------------------------------------
(*)اردو وسیاست، در سه دههء اخیر افغانستان، ۴۵۵، مخ.
 (**) محور ویب پاڼه.