
نويده خوشبو
څه موده وړاندې په یو پردي هېواد کې د وېنا د ازادي په نوم بې ادبي وشوه، پلان شوې سناريو د څو لوبغاړو لخوا نندارې ته وړاندې شوه او تر شا يې د یو قوم غوښتنه، شکايت او ګيله راپورته شوه !
دا خوځښت د ډیرو لخوا وغندل او د ځينو نورو لخوا وستايل شو، خو معترضين پرشا نه شول اعتراضونو ته یې دوام ورکړ، په رسنیو، ټولنیزو شبکو کې غوښتنه مطرح او لاريونونونه یې تر سره کړل !
دوی ويل چې :
«د سالنګ له لارې نه د بامیانو په اوږدو کې دې د خیراتي برېښنا مزي را تېر شي!»
که د سالنګونو له لار وي که د کندوز بدخشان او يا بامیانو له لارې خو دا وارداتي برېښنا ستا هېواد ته راځي، که ته نه وې، ستا یو بل هېوادوال به ورڅخه ګټه واخلي، نن به د هغه کور رڼا شي سبا به ستا کور کې څراغونه بل شي، وروـ ورو په صبر او زغم سره به دې ټول هېواد ګل او ګلزار شي. اې نيکبختو! تر پرونه خو د برېښنا مزي شلېدل، ښوونخي نړېدل، او راکټونه ورېدل، نن چې مو حالت لږ څه د ښه والي پر لور روان دی؛ نو نيتونه خړوئ !
که حکومت ستاسو په وينا بې انصافي کوي او مزي ستاسو له سیمې نه تېروي نو کوم ګاونډي اوپردي ته یې هم نه ورکوي! کله ولې دومره حريص شو چې په اعتراض کې تعرض وکړو، او همدې تعرض ته دوام ورکړ؟
د روښنايي غورځنګ لاريون په شپه، له ټولنیزو رسنيو ډول ـ ډول تبصرې او خبرتياوې خپرې شوې. د ځینو لخوا د پلان شوي لاريون د ځنډېډو اعلان وشو د لاريون د تخريب رپوټونه هم ورکړل شول او په همدې ورځ د لاريون د تر سره کېدو ژمنې او انګېزې هم وړاندې شوې. د دې ډول - ډول تبصرو له خپرېدو وروسته د ګډوډوۍ انتظار کیدای شو
خوپه سبا يې سوله ییز لاريون پېل شو، تر يو مهاله پر مخ ولاړ او بیا.....
وېنې، وېنې ، بې پښو بوټان او څپلې ، بې جامو تنې، بې مغزو کوپړې، چېغې، لوګي نارې او سورې !!!
حساب له ټولو هېر شوی، څوک د مړو شمېر ۸۰ښايي او چا د شپيتو کسانو وژل کېدل منلي، دوه سوه دیرش کسه ټپیان شوي دي، او په لاريون کې شا او خوا دوه زره کسانو ټکان او وحشت لېدلې!
اخوا د خبريال ژبه بنده ـ بنده کيږي، په لړزا او رپا په وينو رنګ انځورونه خپریږي،هيواد وال ژړيږي او درديږي،خو دغې غمیزې ته زمینه څنګه او چا برابره کړه؟
که د لاریون مسولين له کوم ګواښ که په هر نوم و، خبر وو ، او اقرارهم کوي چې خبر وو، نو ولې یې بېغوري وکړه، ولې یې د زرګونو کسانو ژوند او خونديتوب ته پاملرنه ونه کړه ، ايا د دوی غوښتنو د شهيدان له وينو لوړ ارزښت درلود؟!
د لاريون مسولينو ولې امنیتي ځواکونو ته د دوی د ساتنې او محافظت مسوليت ورنکړ، کنټرول ولې دوی په خپل لاس ونيو؟
دا لاریون چې له وړاندې یې طرحه او چوکاټ جوړ و ، ګډون کونکي یې مالوم او مسوليتونه وېشل شوي وو، نو څنګه د دوی په منځ کې یو نه دوه نه درې ځانمرګي ننوتل؟
امنيتي مسولينو او حکومت دومره ستر لاریون ته څه امنیتي تدابیر نیولي وو؟
ولس باید د دې لاریون د مسولينو ګريوانونه ونیسي او خپل ځواب واخلي !
ولس باید دځینو مشرانو په لمسون او ويناو ونه غوليږي، ملي ګټې باید وپيژني، هيوادني حالات باید درک کړي، د هر خوځښت تر شا هدفونه وپيژني او بیا عمل وکړي.
زه دا نه وايم چې له وېره له کوره مه راوځئ، خوځښت مه کوئ، بازار او لوبغالي ته مه ځې چې خطر لري؛ زه دا وايم چې له خطره خبر شئ نو بيا ولې بې احتیاطي او د نورو په ژوند لوبې وشي.دا سمه ده چې لاريون، يو مدني او ولسي حرکت او د ولسواکۍ مهم اصل دی، خو کوم هېواد کې چې ولسواکي حاکمه نه وي، نو اصلونه یې چا په پام کې نیولي.
چېرته چې ولسواکي نه پلي کيږي؛ د منلو نده چې ولسي شفاف حرکتونه به موجود وي؟!
چېرته چې وېره وي، دهشت وي، نا امني او بې ثباتي وي، چېرته چې د انسان په نوم ځناور اوسي او چم ګاونډ دښمن وي،چېرته چې ظلم وي،چېرته چې مرمۍ وریږي، او د وینو سیندونه او ويالېبهیږي؛ هلته څنګه په بې غمۍ او بې پروايۍ د دومره کسانو ژوند له خطر سره مخ شي؟
اسانتیاوې د ښه ژوند کولو لپاره رامنځته شوي دي، که برېښنا ده، کمپیوټر تخنيک او تکنالوژي او يا بل هر پرمختګ چې نننیژوند يې مدرن او اسان کړی دی؛ دا هرڅه د ژوند لپاره جوړ شوي دي. دا پرمختګونه د انسان په لاس ، انسان لپاره رامنځته شوي دي !!
خو که ژوند نه وي دا اسانتيا د څه لپاره ده، څه ګټه او څه مرسته به وکړي؟!
د دغو لسګونو ځوانانو ماشومانو او مېرمنو له وينو ډکه برېښنا به د دوی د غمونواو تروږمو ډک کورونه روښان کړي؟
نه ، هېڅکله نه!