
اعلیحضرت محمد ظاهرشاه بابا څلوېښت کاله په دې هیواد کي سلطنت وکړ. د ملت بابا په وخت کي چي کوم کارونه سوي دي زه ئې لنډه یادونه کوم: هغه وخت افغانستان که د نړۍ د نورو هیوادونو سره پرتله کړو- یو سیال هیواد وو. د ملت بابا پخپل څلوېښت کلنه دوره کي د خپل ملت په نبض داسي پوهېدئ چي هره کړنه يې د ولس د ارادو تمثیل وو. په خارجي پالیسۍ کي هم د ملت بابا خپل هیواد د نړۍ د هیوادونو سره په ډېر ماهیرانه ډول اداره کاوه.
د ملت بابا د ملي یووالي له پاره په دې هیواد کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې.
یواز ینۍ هیله یې د یوه متحد او آباد دافغانستان رامنځ ته کول وو په دې لاره کي یې له هیڅ راز کوښښونو څخه لاس وانه خيست. د ملت بابا پخپل وخت کي داسي کابینه ملت ته وړاندي کړه چي د اولس زړونه ئې ځني وګټل.
پخواني پاچا د ولسواكۍ د لسیزي په پیل یعني په ۱۳۴۳کال کي د اساسي قانون تصویب ته لاره هواره کړه او لویې جرګې ته یې واک ورکړ چي د واکمنۍ او حکومت کولو حق ملت ته ورکړي چي په دې توګه افغانستان هغه مهال د اساسي قانون، ملي شورا، ستري محکمې او نورو ملي او اداري بنسټونو خاوند سو چي په هغه وخت کي د نړۍ ډېرو هیوادو هم داسي اداري واحدونه نه درلودل.
د ملت بابا په څلوښت کلنه واکمنۍ کي د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي خوندي پاته سوه په ټول هیواد کي سوله، امنیت، عدالت او حکومتي نظام حاکم وو د قضا او قانون جوړوني په برخه کي د پام وړ پرمختګ سوی وو او د وخت په اساسي قانون کي د بیان آزادۍ، د ګوندي فعالیتونو آزادي او د رایې ورکولو حق خوندي سوی وو او د حکومتي مقام د نیولو له پاره پوهه او مسلکي توب یوازني معیارونه وه، د افغانستان اردو او وسلوال پوځ وده کړې وه او د هیواد له سرحدونو څخه دفاع ته چمتو وه.
په هیواد کي اقتصاد وغوړېدئ، لويي لاري ورغول سوې، فابریکې او د بریښنا بندونه جوړل سول او صادراتو؛ لکه: ( وړۍ ، پوستکي ، غالۍ ، ټوکر، وچي او تازه میوې او نوري) له هیواده صادرېدې.
د ښووني او روزني په برخه کي هلې ځلې وسوې، د هیواد په هرګوټ کي د ښوونځیو دروازې پرانستل سوې او اجباري زده کړې عامي سوې، پوهنتونونه جوړ سول او د هیواد د وخت د شرایطو سره سم د زده کړو زمینه برابره سوه.
پخوانی پاچاه په دې توانیدلی وو چي پخپل بهرني سیاست کي د وخت د زبرځواکونو او بېلابېلو هیوادونو ترمینځ انډول رامینځ ته کړي چي ښه بیلګه یې په دوهمه نړیواله جګړه کي د افغانستان بې طرفي او ناپیلتوب وو.
له بهرینو هیوادونو سره اړیکي د افغانستان په ملي ګټو راڅرخیدې او ګاونډیو هیوادونو پر مخ یې د لاسوهنې دروازې تړلي وې او په کورني سیاست کي د پوره صبر او زغم خاوند وو.
اوس خبره داده چي یو تعداد پرديپال او د حقیقت څخه ناخبره خلک د ملت بابا پر کارونو سترګي پټوي او داسي وائې چي د ملت بابا- ملت بیده ساتلی وو، خو داسي نه ده. د ملت بابا په وخت کي افغانستان د حثیت خاوند وو افغانستان د نړۍ د هیوادونو سیال وو د ملت بابا د وطن سره بې درېغه مینه درلوده. زه به د ټول افغانستان څخه یوازي د هلمند مثال راوړم د ملت بابا په وخت کي چي په هلمند کي کوم بنسټیز کارونه سوي دي یادونه يې کوم: د بیلګي په ډول د کجکي بند، د نساجۍ فابریکه، حجارۍ او نجارۍ فابریکه، د چانجیر دستګاه، د هلمند د ابیارۍ سیسټم (ویالې، زابرونه، بغراوي) یعني په هغه وخت او اوس کي چي هلمند ته د غنمو ګودام ویل کېږي دا د ملت بابا د هلو – ځلو پایله ده. لنډ داچي په هغه وخت کي له وطن سره مینه وه.
د هیواد امنت دومره د ډاډ وړ وو چي بهرني سیلانیانو به په ازاد او له کوم خطر پرته تګ راتګ کولای سوای. د وطن سره د خیانت فکر موجود نه وو، له ټولو سره د وطن د ابادۍ او شیرازۍ فکر وو.
زه چي کله د خپلو سپین ږیرو سره د ملت بابا خبري کوم هغوئ په ډېر افسوس سره وایي چي هغه وخت خو د عزت وخت وو په دې وطن کي هرچاه مسؤلیت درلودئ د ملا څخه رانیولې تر خانه او حتی تر کروندګر پوري.
اوس څنګ حالت ته راووتلو، اوس خو په دې وطن کي چي هر څومره لوی خاین او قاتل وي هغه د عزت خاوند دئ خو په هغه وخت کي دا هرڅه برعکس وو.
زه پخپله لنډه مقاله کي د ملت بابا د شهکارونو یادونه په سم ډول نه سم کولای، خو دومره وایم چي د ملت بابا د دې وطن رښتینی بچی وو او افغانستان ته ئې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي او په دې باوري یم چي دی به تاریخ هېر نه کړي او د اوسنیو واکدارانو څخه هم هیله لرم چي د ملت بابا پر پلونو پل کښېږدي تر څو د ملت بابا ارمانو ته مو کار کړی وي. روح دي ښاد وي.