
د افغان سوداگرو مالونه چې به دکراچۍ بندرته ورسيدل نوبيا به دالله پر تمه پراته وه چې کله به د پاکستان خوښه شوه نوتورخم ته به يې د تگ اجازه ورکړه نو په مياشتو مياشتوبه د کراچې په بندرکې پراته وه خو کله چې به تورخم ته رهي شول نوبيا له نورو ډيرو ستوتزو سره مخ شول په دې لاره ناقانونه پېسې اخيستل ،دمالونو د ورکېدو گواښ هم ورسره تړلى وه په پېښور کې افغان قونسل وايي چې زما له راتگ څخه مخکې په دې لاره ٤٠زره سوداگريزکانتينرونه ورک شوي او په دې هڅوکې يو چې ويې مومو په افغانستان کې د سوداگرۍ خونه وايي چې د پاکستان د سوداگرۍ قانون سخت دى، نيږدى ٤٠ کاله افغان کډوالوپه پاکستان کې تيرکړل نو پاکستان په قصدي ډول ونه غوښتل چې ددوي مينه خپله کړي خو سرچپه يې وځورول او هغه دعادي مينه يې هم ورته له زړه څخه ويستله بله دا خبره ډيره کيږي چې پاکستان په افغان جگړې کې مخامخ لاس لر ي اوپه افغانستان کې د ورانۍ دکيدا گوته ورته نيول کيږي دکابل تورخم د سرک له جوړښت پرته په بيارغونې کې پاکستان مرسته نه ده کړې ،او بل پاکستان نيوکه کوي چې په افغانستان د هند لاس ډير اوږدى ځواب به يې ورکړل شي چې هند په سوداگرۍ،پوهنې ،لوړو زده کړو، بيا رغونه او نورو بيلا بيلو برخو کې مرسته او پانگوونه کوې ، تاسې به هم کړې واى لاره درته خلاصه ده. دکراچې له بندره افغان سوداگر په تنگ شول اود بلې (بديل) لارې په لټه کې شول چې هند او ايران ورته د مرستې لاس ورکړنو گناه د چا شوه ؟دا دې او برېښناکوټونوپه جوړښت کې مرسته کوي ،دپاکستان له خوا له افغانانوسره د دوښمنۍ بل ستر لامل پرافغانانو دتورخم لاره تړل دي چې له سختو ستونزو سره يې مخامخ کړل داسې رپورونه شته چې په افغانستان اوپه ځانگړي ډول ختيځ کې دپاکستان خلاف کرکه ډيره شوې ده پاکستان بايد داسې کړنې ترسره کړي چې دا کرکه لرې او پر دوستۍ بدله شي خوداسې نښې شته چې پاکستان نه غواړي چې افغانستان يې دوست هېواد وي خو هند پر خپل زړه ياد پاکستان سره پرسيالۍ غواړي چې افغانستان له ټول ولس سره خپل دوست کاندي اوپاکستان په لوى لاس افغانستان او افغانان د هند لمنې ته غورځولي دي او دالړۍ لاروانه ده داسې وخت به راشي چې څوک به دپاکستان د دوستۍ غږ هم نه شي پورته کولاى پر ويزې به هم څوک پاکستان ته نه ځي.