
ګران لوستونکو سلام او ښې چارې، په دې هیله، چې د روغتیا جامې به په ِغاړه لری. دا دی د " زر پوښتنې او ځوابونه یې " برخې په دواوم، نن یوه بله لیکنه هم درسره شریکوم، په دې هیله، چې خوښه به مو شي.
دا ځل به د موټر، چې چا د لومړي ځل لپاره احتراع کړی، تر سرلیک لاندې یوه لیکنه درسره شریکه کړم. هو، دا چې موټر د لومړي ځل لپاره چا جوړ کړی دی، په دې هکله ډیرې ناروښنتیاوې او ناڅرګندتياوې شته، ځینې وايي، چې دا سړی فلاندرز فردیناند(Flemish missionary Ferdinand Verbiest) نومید او د چین امپراتو لپاره یې د نانځکې په ډول جوړ کړی و، تر څو یې هغه ته ډالۍ کړي، نور بیا وايي، چې کارل بنز(Karl Benz) و، چې لومړی موټر یې احتراع کړی و.
د ټکنالوژۍ پرمختګ هر کال د موټرونو د نوي ماډلونه د توليد سبب ګرځي. که له تاسو یو څوک پوښتنه وکړي، چې موټر چا جوړ او احتراع کړی دی، ښايي تاسې ځواب ورکړی، چې فورډ یا بنز جوړ کړی دی، خو سره له دې هم د یادونې وړ ده، چې د موټر تاریخچه د اتلسمې پیړۍ نه راپیل شوې ده.
د موټر اختراع
مخکې له دې چې دغې پوښتنې ته کره ځواب ووایو، دا باید په نښه کړو، چې "machine" کلمه یوازې د نن ورځې عصري موټرونو ته او همدا ډول مخکنۍ بیلګې لکه Stanley موټرونو ته اشاره کوي. د "automobile" کلمه د "Auto" چې خپله او د "mobile" چې د خوځښت او حرکت مانا لري کلمو د ترکیب نه جوړه شوې ده. په لیکنه د ښه پوهیدو لپاره به ښه دا وي، چې لومړی د ۱۷ او ۱۸مې پیړیو په موټرونو خبرې اترې وکړو.
مخكيني، پخواني، او لرغوني موټرونه
ټول پخواني موټرونه د بخار د ستعمال پر بنسټ چلیدل او د خلکو لپاره یې د یوې نانځکې رول لوبولو. فردیناند ویېربیست په ۱۶۷۲ ز کال کې احتراع کړ، کوم چې د بخار په وسیله ګرځیدو. ویېربیست د هغه وخت پرمختللی تجربه كوونكى او ازمييونكى، کوم چې په چین کې ژوند کاوه. لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، نوموړي د چین امپراتو لپاره یو کوچنی موټر د نانځکې په ډول جوړ کړی و، نو له دې کبله په زغرده ویلای شو، چې لومړی موټر په چین کې جوړ شوی دی. وروسته په ۱۷۹۶ز کال کې کاگنوت لومړی موټر، چې په خپله یې خوځښت کاو ډیزاین او جوړ کړ. دغه موټر یو درې ټایره موټر و، چې تاسې د نوموړي موټر ماډل په پاریس کې د هنر او مسلکونه په موزیم کې لیدلای شئ. لکه څرنګه، چې په هغه وخت کې لارې د موټرونو لپاره سمې نه وې او ښه نه خرڅیدو، نو له کبله یې تولید ودرول شو. د هغه موټرونو، چې د بخار په وسیله به یې حرکت او خوځښت کاو نومونې او احتراګر نور هم شته، چې له دې ډلې نه به د ویلیام مرداک، جوزف بوزیک او آمادئو بولې نومونه دلته ولیکم، کومو، چې د ۱۷۸۴ ز کال نه تر ۱۸۷۳ ز کالونو په اوږدو کې یې ډول ډول د بخار موټرونه جوړ کړي دي.
وروسته د سویس نامتو کارپوه فرانسوا اسحاق د لومړي ځل لپاره په دې بریالی شو، چې یو داسې موټر جوړ کړي، کوم چې د احتراق انجن لرونکی وي. دا موټر چې د هايدروجن او اکسيجن په وسیله ګرځیدو په ۱۸۰۶ز کال کې جوړ شو، خو دا طرحه هم بريالۍ نه وه. په عمومي توګه، دا په ډاګه شوه، چې د بخار موټرونو نظریه ناکامه ده، له دې کبله، د تیلو موټرونو د جوړولو لارې چارې پر مخ روانې شوې.
عصري موټرونه
گوستاو تروې په ۱۸۸۱ ز کال کې د پاریس د برق په نندارتون کې خپل لومړی برقي موټر نه یواځي احتراع، بلکې خلکو ته یې چې څه ډول کار کوي، ښکاره کړ. هو، چې رانه پاتې نه شي، د پټرولو لومړی موټر جوړ او احترع ښاغلي کارل بنز په جرمني کې کړې ده. دا هم د یادونې ده، چې دا لومړی موټر دی، د کوم چې احترعګر خپل دغه نوښت په رسمي توګه ثبت نام کړی دی. نړۍ کارل بنز د "د عصري موټر مخترع" بولي. هغه همدارنګه په ۱۸۹۶ ز کال کې د لومړي ځل لپاره د داخلی احتراق هوار انجن جوړ کړ.