اسرائیل، د یهوه خدای، زناکاره ښځه؛ (دویمه برخه)

 

محمدانور(آڅړ)
۱/۵/۱۳۹۵
 
وروسته د سلیمان(ع) له مرګ څخه، د اسرائیلو پاچاهي په دوو برخو، شمالي او جنوبي حکومتونو باندې وویشل شوه، د یهودا جنوبي پاچاهي، چې پله ازموینه یې د اورشلیم ښار ؤ او د اسرائیل پاچاهۍ،  پله ازموینه د سامرې(سامره) ښار ؤ، د یهودو ځانګړي خدای یهوه دواړه پاچاهۍ، دوه زناکارې ښځې بللي دي، د اسرائیل پاچاهۍ مرکز، سامره د اهولې (اهوله*) په نوم بولي او د یهودا پاچاهي(اهولیبه**) بولي، چې دواړه زناکارې خویندې دي، له دغو دواړو بدکارو خویندو سره، یهوه واده کړی ده، لوڼه او زامن یې ورته زیږولي دي، دا چې اهوله، له آره فاحشه وه، تر پایه پورې په خپلو زناکاریو کې پاتې شوه او په پای کې د خپلو مینانو لخوا ووژل شوه.
دا شان اهولیبه چې د اهولې کشره خور وه، د خپلې مشرې خور له برخلیک څخه یې زدکړه ونه کړه او لا پسې فاسده شوه او په پای کې د خپلو زانیانو لخوا تر هغې پورې ناولي شوه چې ټولو کرکه ترې کوله او په ځای یې پریښوده.
دا کیسه یهوه حزقیال ته کوي، حزقیال، یهود خپل نبي بولي، نوموړی د خپل خدای یهوه له خولې داسې وایي:
یهوه له ما سره خبرې وکړې ویې ویل: «ای خاورینه انسانه! دوه تنه خویندې، په ځوانۍ کې په مصر کې د زنا کارۍ او فحاشت پر لور ولاړې، د مشرې خور نوم یې اهوله ؤ او د کوچنۍ خور نوم یې اهولیبه ؤ، دغه دوه خویندې یوه د سامرې(ښار) دی او بله یې اورشلیم دی، ما له دغو دواړو سره واده وکړ او دواړو لوڼه او زامن راته وزیږول، خو وروسته اهولې له ما څخه مخ واړاوه او په بتانو پورې یې زړه وتاړه، پخپل ګاونډي، د آشور پر قوم باندې مینه شوه ځکه چې هغوی ښکلي او زړه راښکونکي سپاره قوماندانان وو، نو هغې د آشور له نامتو کسانو سره زنا وکړه، د دوی د بتانو عبادت یې وکړ او ځان یې مردار کړ، ځکه چې هغه مهال چې(نوموړي) له مصر څخه راغله له(خپل) فاحشت څخه یې لاس ونه کېښ، همداسې لکه د ځوانۍ په دوران کې چې د مصریانو سره څملاستله او زنا یې کوله خپلو ناوړه کړنو ته یې دوام ورکړ، نو ما هم هغه د آشوریانو لاس ته ورکړه، هغو کسانو ته چې د هغوی خدایان ډېر ورته ګران وو، هغوی(آشوریانو) د هغې رختونه(کالي) وشکول او هغه یې ووژله، د هغې زامن یې په غلامۍ بوتلل، نورو ښځو د هغې له برخلیک څخه زدکړه وکړه او پوهه  شوې چې هغه د خپلو کړنو په سزا ورسیدله.
سره له دې چې اهولیبه یعني د اورشلیم (ښار) ولیدل چې د خپلې خور پرسر یې څه راغلل(خو بیا هم هغه پخپل) هوس او زناکاریو کې له پخوا څخه لا فاسده شوه، هغې د خپل ګاونډي آشور سره مینه وکړه، چې ښکلي او زړه راښکونکي سپاره سرداران یې درلودل، چې په آبي رنګه کالیو باندې ښایسته شوي وو، ومې لیدله چې هغه هم ککړه شوي ده او د مشرې خور لار یې نیولي ده، هغه ورځ پر ورځ په فساد کې ډوبیدله، هغو انځورونو پورې یې زړه وتړلو چې پر دیوالونو باندې انځور شوي وو، د بابلیانو د سردارانو انځورونه، چې په سره رنګه لباس، ښکلو کمربندونو او په رنګارنګ کالیو باندې ښایسته شوي وو، کله یې چې دا انځورونه ولیدل، د بابلیانو د مینې اور یې په زړه پورې شو، نو قاصدان یې پسې واستول او هغوی یې راوبلل، هغوی هم راغلل او له هغې سره یې زنا وکړه، تر هغې پورې یې مرداره او بې عصمته کړه، چې په پای کې له هغې  څخه متنفر شول او له هغې سره یې اړیکې وشکولې... . (د حزقیال کتاب: ۲۳/۱-۱۷)
داشان یهوه خدای هوشع نبي(!) ته امر کوي چې له یوې زناکارې ښځې سره واده وکړي، چې دا ډول بداخلاقي چې باید هوشع، چې یهود یې خپل پیغمبر بولي تر سره کړي، کله چې هوشع له زناکارې ښځې سره واده کوي نو په نتیجه کې مټنګي(حرموني) لوڼه او زامن زیږوي، جالبه خو دا ده چې د دغو مټنګیو نومونه په خپله د یهوه خدای لخوا کیښودل کیږي، یهوه هوشع ته د دوهم ځل لپاره وایي چې، هغه زناکاره ښځه، سره له دې چې خپلې زناکاریو ته دوام ورکوي، له ځان سره وساتي، یهوه دا ډول زناکارۍ د خپل غوره کړي قوم اسرائیلو، له سرکښيو او ګروهو سره پرتله کوي، داسې چې که د اسرائیلو قوم هر څو په ګناهونو کې غرق شي، بیا هم یهوه خپل قوم یوازې نه پرېږدي، له دا ډول فاسد او خائین قوم څخه نه تیریږې، په دې تړاؤ یهوه لومړنی پیغام هوشع ته ورکوي وایي:
«ولاړ شه د فاحشې ښځې سره واده وکړه، تر څو هغه ښځه د نورو سړیو څخه زامن درته وزیږوي، دغه کار به ښکاره کړي چې، زما قوم زما سره څه رنګ بې وفایي کړي ده او د نورو خدایانو په لمانځلو سره یې په ښکاره زنا کړي ده، له ما سره یې خیانت کړی دی، نو هوشع د بلایم له لور ګومر سره واده وکړ او ګومر دوه ځانه (حامله) شوه او زوی یې ورته وزیږولو، هغه وخت یهوه خدای وویل: د دغه هلک نوم یزرعیل کېږده، ... . (د هوشع کتاب:۱/ ۱-۴)
«هغه وخت ما ته یهوه وویل: ولاړ شه او خپله ښځه بیا درسره واخله او له ځانه سره یې راوله سره له دې چې زنا خوند ورکوي او د بل سړي معشوقه ده، خو ته له هغې سره مینه کوه، لکه زه چې د اسرائیلو سره مینه لرم، سره له دې چې د نورو خدایانو پر لوري تللي دي او د ممیزو ډوډۍ خپلو بتانو ته وړاندې کوي.» (هوشع: ۳/۱)
 
یزرعیل د ګومر څخه زیږیدلی دی، هغه ګومر چې یهوه خدای هوشع نبي(!) ته امر وکړ چې، له دغې بدکارې ښځې سره واده وکړي او وروسته نوموړي ښځې یزرعیل چې په حقیقت کې حرامزاده ؤ وزیږولو، نو په دې ځای کې ګومر نومي زناکاره ښځه چې وړاندې د هوشع ښځه وه، اوس د یهوه ښځه ده، یهوه یزرعیل ته وایي چې، زه نور د ده د مور ګومر، میړه نه یم، ځکه چې زناکاره ده سزا به ورکړي او په پای کې یهوه خدای د همدغې زناکارې ښځې زړه په لاس راوړي او بیا یې ښځه کوي، ګومر، یهوه خدای ته د میړه خطاب کوي ... .(!!)
په دې ځای کې، د اسرائیلو خدای یهوه، زناکاره ښځه ګومر، بیا له خپل قوم یهودو، سره پرتله کوي او د پخوا په شان له دومره غداریو سره سره خواخوږي ورسره لري، یهوه د ګومر زوی یزرعیل ته وایي:
«ای یزرعیل، د خور او ورور نومونه دې بدل کړه، د ورور نوم دې عمي یعني (زما قوم یې) او د خور نوم دې روحامه کېږده، یعني (رحم پرې شوی)، ځکه چې اوس په هغې باندې رحم شوی دی.
مور دې ملامته کړه، ځکه چې د بل چا ښځه شوي ده او زه نور د هغې میړه نه یم، له هغې څخه وغواړه چې له زناکاریو څخه لاس واخلي او نور خپل ځان خرڅ نه کړي، که نو داسې به یې لوڅه لغړه کړم، لکه څرنګ چې په کومه ورځ له مور څخه پیدا شوي وه، داسې به یې له تندې څخه مړه کړم، لکه څه ډول چې ځمکه د وچ کالۍ سره مخ شي، د هغې له زامنو څخه به د خپلو زامنو په شان ساتنه ونه کړم، ځکه چې هغوی زما څخه نه دي، بلکه د نورو سړیو زامن دي، مور یې زنا کړي ده او په بې شرمۍ سره یې ویلي دي: په هغو سړیو پسې ځم چې ما ته خواړه او پوښاک راکوي، خو زه د هغې ګرد چاپېر د ازغیو او بوټو دیوال جوړوم او د هغې لاره تړم، تر څو خپله لاره پیدا نه کړي، داسې چې کله هم په خپلو فاسقانو پسې منډې وهي، ونه رسیږي، هغوی به ولټوي، خو پیدا به یې نه کړي، نو هله به ووایي چې ښه دا ده چې خپل میړه ته ورشم، کله چې له هغه سره وم ژوند مې ښه تېریده، هغه نه پوهیدله چې دا هر څه چې لري ټول زما لخوا دي، ټول هغه سره او سپین زر چې د خپل بُت بعل د عبادت لپاره یې کارول ما ورکول، خو اوس به شراب او هغه غلې دانې چې مخکې به مې په ټاکلي وخت ورته برابرولې ورنه کړم او هغه لباس چې د هغه د پټولو لپاره یې ورکولو بېرته ترې واخلم، بدرنګي به یې د هغې د فاسقانو په منځ کې ښکاره کړم او هېڅوک به ونه کړی شي چې، له ما څخه یې وژغوري، د ښادیو ټولې ورځې، اخترونه او جشنونه به یې له منځه یوسم، هغه باغونه او د انګورو تاکونه چې دعوه کوي چې، خپلو فاسقانو ورته ډالۍ کړي دي، له منځه یوسم، له هغو څخه به ځنګل جوړ کړم او میوه به یې د صحرا ځناورو خوراک کړم، د هغو ورځو پخاطر چې د خپل بُت بعل، لپاره یې خوشبویه توکي سوځول، خپلې لښتۍ یې په غوږ کولې او په سرو زرو او جواهراتو باندې یې ځان سنګارولو، زه به یې پریښوم، خپلو فاسقانو ته به ورغله، هغې ته به سزا ورکړم.
 دا یهوه خدای وایي: خو د هغې زړه به بیا په لاس راوړم او هغه به دښتې  ته یوسم او په هغه ځای کې به له هغې سره په زړه پورې خبرې وکړم، د هغې د انګورو باغونه به بېرته ورکړم او د هغې د کړاؤنو دره، به د هیلو پر دروازه بدله کړم، هغه به بیا په هغه ځای کې د ځوانۍ د ورځو او د پخواني وخت شان، چې هغه مې د مصر له اسارت څخه ازاده کړي وه، سندرې ووایي، په هغه ورځ به ما ته د یهوه (مالک) پر ځای د خپل میړه خطاب وکړي، داسې کار به وکړم، چې بعل(بُت) هېر کړي او بیا یې نوم په ژبه رانه وړي. (هوشع: ۲/۱-۱۷)
 
----------------------------------------------------------------
(*)اهوله = د هغې خیمه.
(**)اهولیبه = زما خیمه په هغې کې ده.