
نويده خوشبو
د اکټوبر په لومړيو کې د ۷۰ هېوادونو او دېرشو سازمانونو په ګډون د بروکسل ناسته تر سره کيږي. افغانستان به هم د یو ګډون کوونکي هېواد په توګه د بېلابېلو مرستو د راجلبولوهڅه وکړي. په داسې حال کې چې له افغانستان سره د نړيوالو مرستې مشروطې شوي دي او په هرې نړیواله غونډه کې د مرستو په بدل کې د پرمختګونو او اصلاحاتو پوښتنې کیږي؛ په دې غونډه کې به د کوموسمونونو یادونه وشي؟
ايا افغان حکومت دغې مهمې غونډې ته چمتووالی لري؟
افغان حکومت به د بهرنیو مرستې تر لاسه کړي؟
بهرنيان به ، مرستې ته تیار شي ؟
ځيني مهمې پوښتنې دي، چې باید له وړاندې او پوره امادګۍ سره افغان حکومت ورته ځواب او پلان ولري ترڅو په دې ناسته کې له ګډون څخه مثبته نتيجه واخلي. اخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي: د بروکسل کنفرانس به د حکومت د اقتصادي ودې له اجنډا څخه د ملاتړ لپاره یو ښه فرصت وي.
د تېر کال په لندن ناسته کې افغان مشر په بېلابیلو برخو: امنیت،ثبات، اقتصاد، د قانون ټينګښت او حاکميت، انتخاباتي اصلاحات، مالي او ډېرو نورو برخو کې د سمون او اصلاح ژمنې کړي دي. ښکاره ده ، چې په ډېرو برخو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او په ځينو مواردو کې نمایشي اصلاحات رامنځته شوي دي. په داسې حال کې به افغان حکومت د کوم ميکانيزم له مخې، د نړیوالو مرستې راجلب او دوی قانع کړي؟ پر ځای د دې چې، حکومت اصلاحات او هغه لومړنۍ ژمنې چې دواړو مشرانو په یوه خوله کولې هيڅ نه دي کړي، دوی لا هم خپل منځي لانجې لري، لا هم د سفير، والي، ريیس او وزیر د ټاکنې پر سر اختلاف او جنجال لري.
لا دواړه مشران يوه خوله نه دي، د کندوز ولايت امنيتي حالت له يو کال راهيسې خراب دی، هره ورځ يو کلی او يوه ولسوالۍ طالبان نيسي، له امنیتي ځواکونو سره د مخالفينو مخامخ جګړې روانې دي، د هيواد شمال،جنوب او ټول هېواد نا امنه او بې ثباته دی. پارلماني ټاکنې ځنډېدلي او د ټاکنيزو اصلاحاتو څرک نه ليدل کیږي. تاوتریخوالی، جرمونه، اوزګاري او بې وزلي په خپل ځای ده؛ داسې لویې لاسته راوړنې نشته چې د مرستو د جلب لپاره یې نوم واخيستل شي. د مخدره توکو، اداري فساد، د ښځو او ماشومانوحالت، کورنيو توليداتو د ودې، تعليم او لوړو زده کړو په برخه کې محسوسې لاسته راوړنې نشته او ان په ځينو مواردو کې مو تېرې لاسته راوړنې له منځه تللي.
د دې غونډې د اهميت او ارزښت ته په کتلو سره بايد حکومت يو منظم پلان جوړ کړي، خپل منځي لانجې يوې خوا ته کړي او په دې پاتې موده کې څه نا څه اصلاحات او سمونونه راولي ترڅو د بروکسل په راتلونکې غونډه کې د (اوړو پزه) خو ولري.
دا چې حکومت به څه چمتږوالی ونيسي، او په دې غونډه کې به څومره وځليږي د دې غونډې له تر سره کېدو وروسته به پرې خبرې وکړو.