خوست والي د ولسمشر سره د ترانزیټ، برېښنا، هوایي ډګر او ذخېروي بندونو په تړاو د خوست د خلکو اساسي غوښتنې شریکې کړې

 
د خوست ولایتي ادارې مشرتابه پوهنمل حکم خان حبیبي په مرکز کابل کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني  سره  د ځانګړي لیدنې په ترڅ کې د خوست ولایت په مهمو انکشافي او امنیتي مسایلو خبرې وکړې .
حبیبي ولسمشر ته دخوست ولایت په روان  امنیتي،اقتصادي،انکشافي او ټولنیز وضعیت معلومات ورکړل   او ځينې هغه ستونزې او اړتیاوې چې د خوست امنیت ،ثبات او اقتصادي پرمختګ ورپورې تړلی دی  ولسمشر ته  په ګوته کړې .
نوموړي وویل خوست هغه ولایت دی چې د دایمي برېښنا،ترانزیټ او د یوه بشپړ ملکي نړیوال هوایي ډګر په شتون کې به د افغانستان په یوه مهمه اقتصادي دروازه بدل شي نو په همدې اساس یې دخوست د ولسونو په استازیتوب  ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې خوست ولایت ته د وارداتي برېښنا په رالېږدولو،د غلام خان بندر په ترانزیټ ، ذخېروي بندونو او د یوه بشپړ ملکي نړیوال هوایي ډګر جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي ترڅو ددغه مهو پروژو په بشپړېدو سره خوست په هره برخه کې لازم پرمختګ وکړي .
همداراز خوست والي د ګربزو ولسوالۍ څخه تر نادرشاه کوټ ولسوالۍ پورې د حلقوي سړک  او  قلندر ولسوالیو ته د غځېدلي عمومي سړک د جوړولو غوښتنه وکړه ترڅو دده په وینا ټولې ولسوالۍ دخوست له مرکز سره د پاخو سړکونو پواسطه وتړل شي .
په لیدنه کې ولسشمر محمداشرف غني دخوست په اوسني امنیتي حالت او د نظام سره د ولسونو په پراخ ملاتړ خوښي څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې حکومت یې  خوست ولایت ته خاصه توجه لري او هڅه به وکړي چې د دغه  ولایت ټولو اساسي غوښتنو او اړتیاوو ته قدم په قدم رسېده ګي وکړي .
نوموړي خوست والي ته ډاډ ورکړی چې مرکزي حکومت یې ترڅنګ ولاړ دی او د ولایت د ثبات،پرمختګ او انکشاف لپاره  به د ولایتي ادارې سره په ټولو برخو کې پوره همکاري کوي .
وروسته خوست والي د مالیې  او کورنیو چارو وزارتونو له وزیرانو سره  هم ځانګړې لیدنې کړي دي .
پدغه لیدنو کې د کورنیو چارو وزیرسترجنرال  تاج محمد جاهد څخه  غوښتنه شوې چې  دخوست پراخ سرحداو ستراتیژيک موقعیت ته په کتو سره ملي او سرحدي پولیسو اکمال او تجهیز ته  خاصه  پاملرنه وشي  او همداشان دوی ته د اړتیا سره سمې  درنې وسلې په واک کې ورکړل شي ، ترڅو په خوست کې ملي او سرحدي پولیس وتوانیږي چې خپلې دندې نورې هم په پوره موثره توګه پرمخ یوسي .
د کورنیو چارو وزیر حبیبي ته ډاډ ورکړ ی چې  دخوست ولایت ټولو غوښتنو ته به د خپلو امکاناتو په رڼا کې لازمه رسېده ګي کوي ترڅو خوست لکه څنګه چې د افغانستان د یوشمېر مهمو او باامنه ولایتونو په قطار کې ځای لري، د تل لپاره  خوندي وساتل شي .
همداشان پوهنمل حکم خان حبیبي چې  په خوست  کې د یوه بشپړ  معیاري ملکي نړیوال هوایي ډګر د جوړېدو لپاره هڅې پيل کړې دي ،د مالیې وزارت وزیر اکلیل حکیمې سره د تېرو ناستو په تعقیب پدې وتوانېده چې د هوایي ډګر لپاره یوه بله مهمه پروژه هم منظوره کړي .پدغه پروژه کې د هوایي ډګر لپاره د ترمینل،هوا پېژندنې او اطفایې سېستمونه شامل دي چې لومړنۍ چارې به یې په یوه اونۍ کې  بشپړې او د تدارکاتوپروسې ته به وسپارل شي .
حبیبي په خوست ولایت کې د افغان ترک لېسې د یوې څانګې د پرانستې په خاطر په کابل کې د افغان ترک مسوولینو سره هم ځانګړې لیدنه وکړه .نوموړي د افغان ترک پروګرام له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په دخوست ولسونه د علم سره زیاته مینه لري نو په همدس که چېرې د افغان ترک لېسې څانګه په خوست ولایت کې پرانېستل شي دا به دخوست په علمي ډګر کې یو بل مهم ګام وي .ده ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د دوی د فعالیت لپاره په هره برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي .
د افغان ترک مسوولینو خوست والي ته ژمنه ورکړه چې پدغه غوښتنه به جدي غور وکړي او هڅه به وکړي چې په خوست کې دافغان ترک لېسې یوه څانګه پرانیزي .دوی وویل افغان ترک په پلان کې لري چې په خوست ولایت کې د کانکور لپاره د اماده ګۍ په برخه  کې  د زده کړې پروګرامونه پيل کړي .
د خوست رهبري ژمنه ده چې دخوست ولایت د هراړخیز انکشاف او اقتصادي ودې لپاره  خپلو هڅو ته به  دوام ورکوي ، په همدې اساس خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي تصمیم  لري چې په راتلونکو ورځو کې دخوست د ابادۍ،انکشاف او ثبات لپاره د اوبو اوبرېښنا،کرنې او مالدارۍ وزارتونو او  د یوشمېر سفارتونو له چارواکو سره لیدنې وکړي .