د هوایي ځواکونو خائین پېلوټان پېژنئ؟

۱/۵/۱۳۹۵، ل، ل
 
وایي چې د خپلو ملګرو سره خیانت کول نه بخښل کیدونکی جرم دی، د نړۍ په ټولو ادیانو او دودونو کې د خپلو ملګرو، خپل قوم او خپلو هم سنګرو سره غداري کول یو ناځوانه عمل دی، څوک چې د خپلې ډلې له دښمن سره مرسته وکړې او یا ورسره یو ځای شي، خپل ځان بې باوره او کوټه کوي، له یوې خوا د خپل ملت او ملګرو لخوا بې اعتباره او ورټل شي او له بل پلوه د هغه چا لخوا چې دی ورتسلیم شوي وي، د شک په سترګه ورته لیدل کیږي، تسلیم شوی کس، د مقابل جانب لخوا، له دې امله د شک لاندې وي چې هغوی فکر کوي چې تسلیم شوي تن،  له هغو چا سره خیانت کړی دی چې، د دوی په منځ کې لوی شوی، روزل شوی او مقام ته رسیدلی دی.
 دا ډول خلک احمدشاه بابا نه خوښول او یو تن  له دې امله چې خپل کسان یې وژلي وو او خپله د ناځوانۍ کیسه یې بابا ته بیان کړه، نو احمدشاه بابا یې په اوریدو باندې ډېر خواشینی شو، امر یې وکړ چې دا سړی ووژنئ.
چنګېر چې په نړۍ کې تر ده بل لوی ظالم او وینې تویونکې کس نه دی تېر شوی، دا ډول کسان یې بې له ځنډه وژل، ځکه چې چنګېر ویلي وو، دوی چې له خپلو ملګرو سره خیانت کوی، نو زموږ سره به څه صداقت وکړي؟.
او له ټولو څخه عجیبه خو دا ده چې په افغانستان کې د سقاؤ زوی په شان غله، هم دا شان خلکو ته د مرګ سزا ورکړي ده، وایې چې، یو تن، قاري دوست محمد چې له خپلو ملګرو سره یې غداري کړي وه او د دوی رپوټ یې د سقاؤ زوی ته ورکړی ؤ، چې غوښتل یې د جمعې په ورځ سقاؤ  ووژني، سقاؤ هغه کسان ونیول او د اعدام امر یې پرې وکړ، خو قاري دوست محمد یې پورې واهه او ویې ویل: «ای دؤس(دیوث) با رفقای خود خیانت کردی، اعدامش کنید» (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۲)
 له تېرو څو کلونو را په دېخوا،(د افغانستان او پاکستان) تر منځ جګړو کې چې موږ د افغان پېلوټانو حیرانوونکي اتلولۍ، په خپلو سترګو لیدلي دي، په یادولو سره یې سړی هک حیران پاتې کیږي، که زه ووایم، چې زموږ د پېلوټانو ميړانه او مورال په نړۍ کې ساری نه لري، نو له حقیقت څخه به لرې نه وي، زموږ اتلو او سرتېرو پیلوټانو داسې له مرګ سره ډغرې وهلي دي، چې زه یې د چاپان د کامیکاز(سرتېرو یا په بله اصطلاح فدايي) پېلوټانو سره پرتله کوم، په دې دلیل چې د جاپانیانو کامیکاز، پېلوټانو، په دویمه نړیواله جګړه کې له تېلو او باروتو ډکې الوتکې له امریکایي بحري جنګي بېړیو سره جنګولې او له خپلو سرونو څخه به تېر وو او امریکایي بېړۍ به په اوبو کې ډوبې شوې، خو زموږ د ترانسپورتي الوتکو پېلوټانو به په داسې حالت کې ناستې او الوتنې کولې چې په ځمکه او آسمان کې به د توپونو او راکټونو باران جوړ ؤ، ترانسپورتي الوتکې به په هوا کې، د امریکایي سټنګر توغندیو له خطر سره مخ وې او پر ځمکه به توپونه او راکټونه د ږلۍ په شان اوریدل، دغه زړور پېلوټان ښه پوهېدل، چې وړاندې الوتکه چې پرواز یې کړی دی، یا په سنګر لګیدلي ده او یا هم په هوایي ډکړ کې، ویشتل شوي ده، خو دوی به بیا هم ناسته کوله، دوی ته مهمه نه وه چې مري که ژوندې پاتې کیږي، خو خپله سپیڅلي دنده به یې د سر په بیه ترسره کوله، او ځینو د تاریخ اتلانو خو د دوی د سر دښمنانو په منځ کې هم ناسته کړي ده، چې دا ډول یوه بېلګه موږ د خوست د سقوط په ورځ ولیدله، یوه الوتکه په داسې حالت کې د خوست په نوي هوایي ډګړ کې کیناسته چې هوایي ډګر د مخالفینو په لاس کې لویدلی ؤ او بیرته پورته نه شوه، تر پایه موږ پوه نه شوو چې په پیلوټانو باندې څه وشول.
خو له بلې خوا د دا ډول اتلانو په منځ کې ځینې داسې ناځوانه پېلوټان هم وو چې، د افغانستان الوتکې(بیت المال) یې د پاکستان په شان تاریخي دښمن ته د خپلو شخصي ګټو په خاطر، په نامردۍ سره ورتسلیم کړې، سره له دې چې په نظامي تعلیماتنامه کې یې لوستي وو چې، خپله وسله د ناموس حیثیت لري، نو خپل ناموس تر مرګه دښمن ته مه ورکوئ.
 د تنظیمونو ځینې کسان دا ډول ناوړه عمل ته هجرت وایي، د دا ډول خائینو پیلوټانو هجرت د اسلامي شرعیت کې هېڅ ځای نه لري، بلکه اروپا او امریکا ته د رسیدو او دوی ته د خدمت، په نیت یې هجرت کړی دی، چې ورسره یې د هیواد بیت المال هم غلا کړ، په امانت کې یې خیانت وکړ او د خپل تعهد، کړي لوړې(قسم) یې تر خپلو پښو لاندې کړې او په دې تړاؤ یوه بېلګه یې د یادولو ده، داسې چې، دوه حربي چورلکې چې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته وتښتول شوې، تښتول شوي الوتکې او پېلوټان امریکایانو امریکا ته ولېږدولې، ښه مې په یاد دي چې د بي- بي- سي راډیو وویل: امریکایې انجنیران وایي چې دا چورلکې د رازونو خزانه ده، کومو پېلوټانو چې پاکستان ته الوتکې تښتولي دي، نه له تنظیمونو سره پاتې شوي دي او نه یې په کوم اسلامې هیواد کې پنا اخیستي ده، ټول امریکا او اروپا ته تللي دي، چې دا ډول خائینانه منډې ته هېڅکله هجرت نه شو ویلی، په هر حال، هغه مختلفې الوتکې چې د افغانستان د هوایي ځواکونو څخه په تېرو درو لسیزو کې ګاونډیو هیوادونو، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او نورو هیوادونو ته تښتول شوي دي، د هغو پېلوټانو نومونه او د الوتکو د ډولونو لیک لړ په دې توګه دي:
د پاکستان هیواد ته تښتول شوي الوتکې:
۱-تورن جمال الدین د(مې-۸)چورلکې تښتوونکی، د کندهار له هوایي ډګر څخهپه، ۷/۲/۱۳۵۹نیټه.
۲- تورن محمد نبي د(سو- ۷) الوتکې تښتوونکی، د شین ډنډ له هوايې ډګر څخه، په ۲۸/۸/۱۳۶۲، نیټه.
۳- جگرن فقیرمحمد د(ان- ۲۶) الوتکې تښتوونکی د کابل له هوایې ډګر څخه، په ۱/۷/۱۳۶۳، نیټه.
۴- تورن محمد حسین پیلوټ د(مي-۲۵) حربي چورلکې تښتوونکی، د خوست له هوایي ډګر څخه، په ۲/۴/ ۱۳۶۴، نیټه.
۵- تورن محمدعمر(مي- ۲۵)ډوله چورلکه، تښتوونکی، د خوست له هوایي ډګر څخه، په ۴/۲/۱۳۶۴، نیټه.
۶- تورن محمد داؤد د(میګ-۲۱) الوتکې تښتوونکی، د بګرام له هوایي ډګر څخه، په ۱/۸/۱۳۶۵، نیټه.
۷- تورن عبدالمالک د(ان-۲۶) الوتکې تښتوونکی د کابل له هوایي ډګر څخه په،۲۹-۳۰/۲/۱۳۶۷، نیټه.
۸- تورن اسدالله د(مېګ-۲۱) الوتکې تښتوونکی دبګرام له هوایي ډګر څخه، په ۱۸/۹/۱۳۶۷، نیټه.
۹- تورن سخی الله د(مي-۳۵) چورلکې تښتوونکی، د کندهار له هوایي ډګر څخه، په ۱۲/۴/ ۱۳۶۸، نیټه.
۱۰- تورن محمد حامد د(مي-۲۵) چورلکې تښتوونکی، د کندهار له هوایي ډګر څخه، په ۱۲/۴/۱۳۶۸، نیټه.
۱۱- تورن جان محمد د(سو-۲۲) الوتکې تښتوونکی، د بګرام له هوایی ډګر څخه، په ۱۵/۴/۱۳۶۸، نیټه.
۱۲- جلال الدین د(مېګ-۲۱) الوتکې تښتوونکی، د بګرام له هوایی ډګر څخه، په ۷/۷/۱۳۶۸، نیټه.
۱۳- یوه (مي-۱۷) ترانسپورتې چورلکه، چې بریدجنرال غلام رسول د شینډن د ګارنیزیون قوماندان، ډګرجنرال شهنواز تڼی د دفاع وزیر او نیازمحمد مهمند، د افغانستان د وطن ګوند د سیاسي بیرو، غړي په ګډون په ۱۷/۱۲/۱۳۶۸، نیټه پاکستان ته وتښتول شوه.
۱۴- (ان-۱۲) څلورماشینه الوتکه د جګړن ګلاب الدین پېلوټ، بریدجنرال خواجه محمد شفیع کشاف، ډګروال سیف الدین د تخنیک د بورډ غړي او ډګرجنرال عبدالقادر(اکا) د هوایي او مدافع هوایي عمومي قوماندان، بریدجنرال میرحمزه او د څو نورو کودتا چیانو سره یو ځای، د حوت میاشتې په ۱۷/۱۲/ ۱۳۶۸، نیټه، د شهنواز تڼي د چورلکې سره په یوه وخت پاکستان ته وتښتول شوه. (اردو و سیاست، در سه دههء اخیر افغانستان، ۴۵۳، مخ)
لاندې الوتکې او چورلکې هم پاکستان ته تښتول شوي دي، چې د تښتوونکو پېلوټانو نومونه یې معلوم نه دي.
 
 ۱-د کندهار له هوایې ډګر څخه یوه(مي- ۸) چورلکه په۷/۲/۱۳۶۲،نیټه باندې.
۲-  د شین ډنډ له هوایي ډګر څخه یوه(سو-۷) الوتکه، په ۲۸/۸/۱۳۶۸، نیټه. 
۳-  د کابل له هوایي ډګر څخه یوه(ان-۲۶) ترانسپورتي الوتکه، په ۱/۷/۱۳۶۳، نیټه باندې.  
۴- د کابل له هوایي ډګړ څخه دوه(مي- ۳۵) چورلکې په ۱۲/۴/۱۳۶۴، نیټه. 
۵– دکندهار له هوایي ډګر څخه، یوه(مېګ-۲۱)تعلیمې الوتکه، په ۱۸/۵/۱۳۶۷، نیټه.   
۶- د بګرام له هوایي ډګر څخه یوه(مېګ-۲۱) شکاري الوتکه، په ۷/۷/۱۳۶۷، نیټه.   
۷-  د بګرام له هوایي ډګر څخه یوه(مېګ-۲۱) شکاري الوتکه، په ۱۸/۹/۱۳۶۷، نیټه. 
۸- دوه باله(می-۳۵) چورلکې د کابل له هوایي ډګر څخه په ۴/۴/۱۳۶۸، نیټه باندې
۹-  د بګرام له هوایي ډګر څخه(سو-۲۲) جګړه ییزه الوتکه په ۱۵/۴/۱۳۶۸، نیټه.  
۱۰-  یوه(مېګ-۲۱) لاوتکه د بګرام له هوایي ډګر څخه، په ۱/۸/۱۳۶۸، نیټه. 
۱۱-  د بګرام له هوایي ډګر څخه یوه(مي- ۱۷) چورلکه په ۱۷/۱۲/۱۳۶۸ نیټه.
۱۲-  د بګرام له هوایي ډګر څخه(ان-۱۲) ترانسپورتي الوتکه په ۱۷/۱۲/۲۳۶۸، نیټه باندې. 
هغه الوتکې او چورلکې چې وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت څخه د جنګي باندونو لخوا ازبکستان ته اړول شوي دي، په غالب ګمان چې دغه الوتکې به د دوستم د پلویانو لخوا اړول شوي وي:
۱-  درې باله(سو۲۲) حربي الوتکې د جوزجان له ولایت څخه، په کال ۱۳۷۵، ل،ل کې. 
۲-  یوه(مېګ-۲۱) شکاري الوتکه په کال ۱۳۷۵، کې د جوزجان له ولایت څخه.
۳-  درې باله(ل-۳۹) تعلیمي الوتکې په کال ۱۳۷۵، کې د جوزجان له ولایت څخه.  
۴- دوه(مې-۳۵) چورلکې په کال ۱۳۷۵کې د جوزجان له هوایي ډګر څخه. 
د تاجکستان د کولاب هوایي ډګر ته د شمالي ټلوالې(شورای نظار) لخوا په ۱۳۷۵ـ ۱۳۷۶، کلونو کې لاندې الوتکې اړول شوي دي.
۱ـ اته باله (سو-۲۲) جګړه ییزې الوتکې.
۲ـ شپږ باله(مېګ-۲۱) الوتکې.
۳ـ اته باله(مې-۱۷) چورلکې.
۴ـ باله(مې-۳۵) چورلکې. (د محور سایټ څخه)
پورته ارقام د افغانستان د پوځي هوایي ځواکونو دي، په پای کې بایده دي چې، د ملکي الوتکو د غلو په اړه هم خپل معلومات له تاسو ښاغلو سره شریک کړو.
د افغانستان د اریانا افغان هوایي شرکت یوه روسۍ پرمخ تللي مسافر وړونکي (TU-154 M)الوتکه په کال ۱۹۸۰،ز کې له روسیې څخه په دېرش میلیونه امریکایي ډالرو اخیستل شوي وه، نوموړي الوتکه په دېرش زره فټه لوړه ارتفاع کې الوتلې شوه، سل ټنه بار او(۱۸۰) تنه مسافر یې وړلی شول او د امریکایي د بویینګ ۷۲۷‌، ډوله الوتکو معادل وه ... یاده الوتکه د ښاغلي استاد برهان الدین رباني،(د سولې اتل) چې د جمعیت د ګوند مشر ؤ، د ده په امر په غیرقانوي توګه په ایران باندې د امبلوکو په بیه خرڅه شوه، هغه مهال چې شمالي ټلوالې، په کال ۱۹۹۷،ز کې د مزارشریف ولایت له طالبانو څخه ونیو، د اریان،(۸۵۷۴۸) نمبر الوتکه د مزار په هوایي ډګر کې ولاړه وه او له هغه ځایه ایران ته والوزول شوه، په ۲۰۰۱،ز کال کې د جنورۍ په دوهمه نیټه یې د ایران پر کسپین هوایي شرکت باندې په(۴۵۰۰۰۰) ډالرو چې، له اصلي قیمت څخه، څه د پاسه ۲۹۵، لاکه ډالره ارزانه ده، خرڅه کړه. (د ازادۍ راډیو سایټ)  رباني او د ده ډله ګرم نه وو، ځکه چې د غلا مال ارزان خرڅیږي.
دا شان داؤد سلطان زوی چې کله، کله یې د افغانستان د ولسمشرۍ هوا یې په سر کې الوزي او،  اوس د ولسمشر سره په څنګ کې دنده لري د اریانا هوایي شرکت، بوئینګ الوتکه یې یونان یا جرمني ته وتښتوله تر څو هلته پنا واخلي... چې دا هم یو ډول خیانت دی.
په پای کې پوښتنه دا ده چې، که له چا څخه یوه چرګه هم ورکه شي، پلټنه او پوښتنه یې کیږي، خو د دغه بې وزله او بې سرپرسته افغانستان د دومره لوی شمېر الوتکو، پوښتنه کوم چا کړي ده؟، ځواب ورښانه دی، هېڅکله نه ځکه چې ننی حکومت د پخوانیو ملي غلو څخه جوړ دی، څوک به یې پوښتنه وکړي؟.
او که د چا سره د دا ډول کسانو معلومات وي، نو د وطندوستۍ په خاطر دې مرسته وکړي، د دوی شهرت او عکسونو دې راولېږي، تر څو لږترلږه هیوادوال یې وپېژني.Anwar.assar84@gmail.com
پاتې برخ، د افغانستان جمهوري دولت د هوایي او مدافع هوایي ځواکونو تشکیل په ۱۳۶۸، ل، ل کال کې: