
د پاکستان د انگليسي مشهوره ورځپاره (دي نيوز) د پاکستان د اوبو او برېښناد وزارت د چارواکو له خوا ليکي چې پاکستان غواړي چې له افغانستان سره د پاکستان د اوبو د ونډې په اړه معلومات او په دې برخه کې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت په مختلفو هیوادونو کې یو شمېر پاکستاني سفیرانو دا موضوع ورسره شریکه کړې او ځیني وخت د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع راپورته کړې ده. ورځپاڼه د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت په خبره ، نړیوال بانک په هغه صورت کې چې افغانستان او پاکستان وغواړي تیار دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو موافقه وڅېړي او دواړه هیوادونه هغسي تړون لاسلیک کړي چې په ۱۹۶۰ م کال هند او پاکستان لاسلیک کړی و.
ديادونې وړ ده چې د افغانستان اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي. پاکستان ته د کابل، کونړ، ګومل او توچي سیندونه، ایران ته د هلمند، فرارود او هریرود سیندونه، د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د امو دریا له لارې کوکچه، کندوز او نور سیندونه بهیږي.
نو پاکستان چې په له نړيوال بانک سره اړيکه نيولې نو اوس مهال افغانستان ته څه کول په کار دي ؟په هېواد کې دنويوبرېښناکوټونو جوړښت پاکستان ورخطا کړى په ځانگړي ډول دکابل پر سيند ١٢ بريېښناکوټونو اودکونړ پرسيند دبرېښناکوټ جوړښت نو اوس نوموړي هېواد غواړي چې داوبود حق غوښتنه وکړي.
دځينو کارپوهانوپرخبره که پر افغانستان دحق ولري نوبايد دځينې شرطونوپه رڼا کې ورکړي:
١پاکستان بايد پرافغانستان له دې ټينگاره لاس واخلي چې د ډيورند کرښه پر رسميت وپيژني او دا کرښه د پښتنواوافغانانوپرمخ دتل لپاره پرانستې وي.
له دې حق څخه بايد يوازې د خيبرپښتونخوا او دامکان په صورت کې د جنوبي پښتونخوا ولس گټه واخلي او پرافغانستان کې پررښتنې مانا سولې ته کار وکړي اوله ټولو نامنل شويو کارونو څخه لاس واخلي نو که بيا افغانستان په اړه خبرو ته چمتووالى نيسي نو ملي گټه به يې کړي وي او هم به يې خيبرپښتونخوا دولس مينه خپله کړي وي.