د کب پروتین د زړه او رګونو د ناروغیو د درملنې لپاره ګټور دي

 
خلک باید لږ ترلږه په اوونۍ کې دوه ځله کب وخوري.
څېړونکي وايي< چې په کبانو کې موجود پروتین د زړه ناروغیو او د وینو د رګونو د بندېدو له درملنې سره د مرستې ترڅنګ د مغزي سکتې، د زړه د حملې او د زړه د بې کاره کېدو له مخنیوي سره هم مرسته کوي.
د کبانو پروتین، چې« peptid» نومیږي ، د ځینو هیوادونو په پلورنځیو کې پلورل کېږي.
له دې نه مخکې د امریکا د زړه د ناروغیو ټولنې ویلي و چې د کب پروتین نااشباع شوي غوړ اوOmega 3 غوړ او اسیدونه لري چې ټول د زړه لپاره ګټور دي.
نوموړې ټولنې خلکو ته وړاندیزکړې چې  لږ ترلږه په اوونۍ کې دوه ځله کب وخوري.
 
سرچينه: سپوتنيک