د لاجوردو او زمردو پر را اېستوونکو  او قاچاقچيانو ولې بمبارد نه کېږي!؟

 
په نورستان کې بېروچ دي، د سروبي په تېزين کې لعلونه، ماهيپر کې د شاه مقصود ډبرې، هلمند کې يورانيم، د رُخام ډبرې ؛، پکتيا کې د ميرزکې خزانه، لوګر کې د عينوکو مس، قېمتي ډبرې،  د لرغونې زمانې ښارونه، لرغوني بُتان او قېمتي توکي ؛ پنجشېر کې زمرد، بدخشان کې لاجورد، زمرد، لعلونه ؛ بغلان کې قېمتي کاڼي، د ډبرو سکاره، د مالګې کان ؛  شبرغان کې نفت او ګاز او په ټول افغانستان کې شورويانو( ۴۰۰  ) کانونه او معدنونه کشف کړي وو او امريکايانو( ۱۴۰۰ ) قېمتي  کانونه، معدنونه او تر ځمکې لاندې طبيعي زېرمې  کشف کړلې !!
له ۱۳۵۳ل.ل. کال څخه تر ۱۳۵۷کال پورې، له ۱۳۵۸کال څخه تر ۱۳۷۰کال پورې  او له ۱۳۷۱
کال څخه تر همدا اوسني ۱۳۹۵کال پورې د افغانستان ټول : کانونه، معدنونه،  ملي موزيم، طبيعي زېرمې، يورانيم، د رُخام  ډبرې،  طبيعي سرچينې، بُتان، لرغوني اثار ؛  د سيمه ايزو زورواکانو، زر واکانو، فيوډالانو، ټوپکمارانو، جنګي جنايتکارانو ، جهادي رهبرانو، جهادي قوماندانانو، جهادي آمرانو، دولتي چارواکو، جهادي سر ګروپانو ، ملکانو، خانانو، بايانو، خواجه اينانو، کورنيو او بهرنيو غېر قانوني سوداګرو ـ مېليونرانو، قاچاقچيانو، د سيمې او نړۍ د هېوادونو لاسپوڅو او د امنيتي ارګانونو مسؤلينو په پټه، غېر قانوني او غېر مسلکي ډول  له ځمکې څخه را وکښل. په آسونو، کچرو، خرو او  د مزدورانو په شا ګانو يې په  تورو او قاچاقي لارو، په نيمه قاچاقي او رسمي لارو، د ځمکني او هوايي ترانسپورت په ذريعې، په تورو ښيښو لروونکو موټرو، د جهادي رهبرانو له عکسونو څخه په ګټې اخيستنې سره له يوې سيمې څخه بلې ته او له بلې څخه بلې او پای کې تر: ايرانه، پاکستانه،  فرانسې، انګلستان، اروپايي هېوادونو او امريکا پورې واستول او ورسول او هلته يې  په نيمه بيه  وپلورل او د هېواد همدغه خاين او غاصب  اقليت قشر ـ ملي خاينان، وطن پلوروونکي او انسان وژوونکي مېلياردران شول او زموږ خلک، ولسونه او پرګنې  بېوسه، خوارو زار، فقير او ناداره  مسکينان پاتې شول !!
زما اساسي پوښتنه داده :
که چيرې له دغو قاچاقچيانو سره جهادي رهبران، جهادي آمران، جهادي قوماندانان، دولتي لوړ پوړي چارواکي، سيمه ايز زورواکي او زرواکي  ؛ نړۍ وال تاړاکګر، تالانګر، زبېښاکګر او ښکېلاکګر ملګري او په تورو ګټو کې شريک نه وي !؟
نو له ۱۳۵۳کال څخه تر همدا اوسني ۱۳۹۵کال پورې د طبيعي زېرمو، قېمتي کاڼو په را اېستوونکو او قاچاقچيانو دولتي امنيتي ارګانونو، د دفاع وزارت  جزوتامونو، د کورنيو چارو وزارت اړوندانو، د ملي امنيت منسوبينو، د « ناتو »، « ايساف » غړو هېوادونو او د امريکې د متحدو ايالتونو پوځيانو، هوايي ځواکونو، بې پيلوټه الوتکو ( «ډرون » ) کله بمبارد کړی دی !؟ دغه د قېمتي کانونو را اېستوونکي او غېر قانوني توريدوونکي کوم چا نيولي ؟ د قانون منګولو ته يې سپارلي !؟  اعدام کړي ؟ وژلي ؟ او په عُمري قيد يې بنديان کړي دي !؟
ـ فکر کوم، نه خير !!
ـ دوی دا کار نه دی کړی !
ـ دوی دا کار نه کوي !
ـ دوی دغه کار ته په راتلوونکې کې هم د اقدام کوم مشخص  پلان نه لري !
ولې !؟
داځکه چې دوی ټول په دغه تور او غېر قانوني تجارت کې ( لکه د هېرويينو، ترياکو او چرسوپه تور تجارت کې )  له نړۍ والو مافيايي  کړيو سره شريک او تړلي دي !!!