د چنګاښ د میاشتې په تنور تودوخه کې د افغانستان بانک اوسپنیز دیوال ته ورجوخت پیاده رو، په کابل کې د بهرنیانو د اوسېدو او د هغوی د خوښې په پوره امکاناتو سمبال د سرینا هوټل ته مخامخ په منګ اووه کلن کوچنی چې ځان عبدالله راپیژني، په سمنټي تختو لمر ته اوږد غزېدلی لوڅ لغړ پروت دی، نيم په هوښ، د هوا د ډېرې تودوخې له کبله ښکاري چې تږی دی، په نیولي غږ لارويانو ته د مرستې سوال کوي او غړ لاسونه يې د خلکو په لور غځېدلې دي.
هر سهار کله چې همزولي يې د کتابونو بکسې په څنګلو کې ښوونځیو ته روان وي، دا ورته په سوځېدلي نظر ګوري او د شلیدلې بورې یوه ټوټه په لاس د ګدايۍ ماموریت ته روان وي، ما ته يې وويل ځان راته د ځمکې پرمخ تر ټولو حقیراو مسکین ښکاري او دا خبره يې هيڅ زما له زړه نه وځي.
ښاري خلک نسبت کلیوالو ته ډېر لږ په سوالګرو زړه سوزوي، ډیری د نوي عصر او نوي کهول ځوانان تنګ لباسونه پر تن د سر ویښتانو پریټ ېې د بارسلونا او ریل ماتریډ د لوبغاړو په څير، بریک ډانس عینکې يې په سترګو، ګلکسې او آی فون فایف ټیلفونونو سره وصل غوږي يې په غوږنو کې د لارو او کوڅو ماشومانو ته يې ډېر لږه یا هم هیڅ پام نه ور اوړي.
د سپینو جامو او لوی پکول سړی چې ګمان کیده د کونړ او یا هم له نورستان څخه به کابل ته د کوم کارپسې راغلې ؤ، د کوچني خواته ور کوږ شو او په غبرګو لاسونو يې وښواروه، کلیوال پرکوچني د مړي یا بې هوښه بنیادم ګمان کړي ؤ، چې ماشوم وښورېد نو زړه يې ډاډه شو، جيب ته يې لاس کړ او لس افغانۍ يې د ماشوم په کیڼ لاس کیښودې، خو د ماشوم سترګې لا هماغسې پټې وې.
د کلیوال زړه صبر نه شو، په ماته ګوډه پاړسې يې  ترې وپوښتل، چې ولې په دې لمر کې ناست يې، هلته پورې (د استقلال لېسې مخې ته) د سیوري لاندې کینه؛ خو سوالګر ماشوم په وړه ژبه لنډ ځواب ورکړ "که سیوري ته کېنم د چا راباندې زړه نه سوځي، څوک به يوه روپۍ هم را نه کړي".
ورځ تر بلې د بیکارۍ د ګراف لوړېدل، نامتوازنه اقتصادي سیاستونه، په هیواد باندي مسلط پانګوال نظام ، ناامني، بیوزلي، افراطي اقتصادي وده، بې احساسه چارواکي، د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره پڅه یا په نشت حساب د دولت پالیسي د مشت نمونه خروار عواملو او لاملونو څخه دي، چې د افغان ماشومان د ژوند تر ټولو بد حالت تجربه کوي، د فقر ترکرښې لاندې د بل هر وخته ډېر تیاره راتلونکی او مبهم برخلیک يې په انتظار دی.
کمکي عبدالله لا د ښوونځي دروازه هم نه ده کتلې، د کلیوال خبرو چې کوم اغیز و نه کړ، کلیوال ورو له ځمکې خپل زنګونه راپورته کړل، سر يې وڅنډه، له ځان سره يې څه کنځلې او بد رد وويل او په خواشینۍ يې خپله لاره ونیوله.
ارواښاد استاد ګل پاچا وايي:
زړه يي مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې زخمې نه شي