هاکان فیدان، داستخباراتو رئیس، چې  کودتا  یې شنډه کړه.

 
داستخباراتو او څارګرۍ نړۍ له راز او پیچلتیا ډکه هغه ده،په هرڅه کې پوښتنه او شک،سختې چارې ورته اسانه، د دوی په قاموس کې ناشونی خبره نشته، ستړیا نه پيژني او نه په خپل کار کې تنګیږي، دولس او خلکو ارامتیا، سوکالي یې لومړنۍ هیله او غوښتنه ده، خو دا ډول استخبارات دهغو کسانو په لاس جوړیږي،چې له خپل ولس او هېواد سره مېنه ولري، دا کسان ځانګړي صفتونه لري.
له دې ډول خلکو څخه یو هم د ترکيي داستخباراتو رئیس هاکان فیدان دی، دلته به دنوموړي دژوند کېسه درته وړاندې کړو، چې څوک دی؟ درجب طیب اردوګان پر ضد یې کودتا څنګه ناکامه کړه.
څیړنیز راپورونه وايي: فیدان هغه نومورکی سرتیری دی، چې دخپلې زیرکتیا او تجربې پر مټ یې دپوځ کودتا شنډه کړه.
ولسمشر اردوګان وايي: فیدان زما درازونو ساتونکی دی، ترکان یې داردوګان ښي لاس ګڼي، فیدان  دنړۍ په کچه هغه کس دی، چې اسرائیل ورڅخه ډاریږي، دده دریاست پرمهال په ترکيي استخباراتو کې اصلاحات او دپاموړ بدلون رامنځته شو، هغه ارګان، چې پخوا داخلي ستونزو او جنجالونو پر یوه مړ ارګان بدل کړې و پر پیاوړی او ځواکمن هغه بدل شو، اوس دده دهڅو له برکته دترکيي استخبارات دنړۍ په کچه دبریالیو هغو په توګه پيژندل کیږي.
دفیدان دشخصیت په اړه ډېر مالومات نشته، شخصیت یې ډیر پیچلی دی، موږ ددی (ترکيي ګېدړ) په اړه خپلو لوستونکو ځینې مالومات راپیدا کړي دي.

هاکان فیدان څوک دی؟
هاکان فیدان په ۱۹۶۸ز کې په پلازمېنه انقره کې زیږیدلی دی، دترکيي دپوځ دځمکنیو ځواکونو په نظامي اکاډمۍ کې یې زده کړې کړې دي، په ۱۹۸۶ ز کې ترې فارغ شوی دی، دترکيی په وسلوال ځواک کې یې دډګرمن په توګه دنده پیل کړې ده.
فیدان په اردو کې د دندې پرمهال دمالوماتو په څانګه کې دکمپیوټر دمسلکي کارمند په توګه تر سره کوله،موده وروسته  له ترکيي بهر ولیږل شو، هلته یې دخپل ماموریت پرمهال دامریکا په میریلانډ پوهنتون کې په سیاسي علومو او اداره کې بکالوریس تر لاسه کړ.
اکاډمیکې زده کړې
له امریکا څخه راستنیدو وروسته یې په ترکیه کې د(بیلکنت) پوهنتون دنړیوالو اړیکو څانګې څخه ماستري تر لاسه کړه، دماسترۍ دمونوګراف عنوان یې ( په ۱۹۹۹ ز کې دترکيي، امریکايي او برتانوي استخباراتي نظام ترمنځ پرتله ) دی، هماغه مهال یې په خپل مونوګراف کې سپارښتنه کړې وه، چې ترکیه دبهرنیو استخباراتوپیاوړی شبکې ته اړتیا لري.
په ۲۰۰۶ ز کې له یاد پوهنتون څخه دوکتوراه تر لاسه کړه، دمونوګراف عنوان یې : (دمالوماتو په پېر کې : په تحقیق کې دټیکنالوژۍ کارونه) دی.

اکاډمېک ژوند او دولتي دندې
له دوکتوراه وروسته په استرالیا کې دترکيي سفارت اقتصادي او سیاسي سلاکار وټاکل شو، په ورته وخت کې یې دملګرو ملتونو په انسټیټوټ، نړیوال اتومي اژانس کې هم زده کړې پیل کړې، موده وروسته یې په لندن کې دمالوماتو، روزنې په څیړنیز مرکز کې ځینې لنډمهالي کورسونه بشپړ کړل.
په ۲۰۰۳ ز کې په ترکیه کې د همغږۍ او ودې مرکز  مشر شو، تر ۲۰۰۷ ز پورې یې دا دنده ترسره کړه، په دې وخت کې په افریقا، منځني ختیځ، منځنۍ اسیا، قفقاز، بلکان کې داسی ځای نه و، چې نوموړی نه وي ورغلی، دیادونې ده، چې هاکان هغه مهال دبهرنیو چارو وزیر داود اوغلو سلاکار هم و.
په ۲۰۰۷ ز کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوګان دبهرني سیاست او نړیوال امنیت دبرخې دسلاکار مرستیال وټاکل شو،په همدې کال کې دنړیوال اتومي اژانس  داداري کمیسون غړی شو.
د۲۰۰۹ ز داپریل پر ۱۷ داستخباراتو درئیس ایمره تانیر مرستیال وټاکل شو، کله، چې تانیر تقاعد شو، رجب طیب اردوګان هاکان فیدان د۲۰۱۰ز دمی پر ۲۷ نېټه داستخباراتو درئیس په توګه وټاکه، هغه مهال هاکان ۴۲ کلن و، دا دترکيي داستخباراتو په تاریخ کې لومړنی کس دی، چې ۴۲ کلنۍ پرمهال د دومره مهم ارګان مشري ورسپارل کیږي.
دترکيي استخباراتو بیا جوړول او اصلاحات
فیدان وتوانیده،چې  په استخباراتو کې پراخه اصلاحات او سمونې رامنځته کړي، نوموړي رجب طیب اردوګان قانع کړ، چې په بهرنیو چارو وزارت، امنیت، پوځ کې داستخباراتو ټولې څانګې دملي امنیت دعمومي ریاست په چوکاټ کې تنظیم کړي، دا هغه څه و، چې په امنیت او پوځ کې یې دیوشمېر چارواکو خوا وربده کړه او دنوموړي په اړه اندېښمن شول.
په ترکیه کې یې خلک داردوګان ښي لاس ګڼي، اردوګان بیا وايي: زما د رازونو ساتونکی دی، فیدان وتوانیده، چې  هغه سیاسي او سیمه ییزه تګلار پلې کړي، چې اردوګان  ټاکلې وه، پردې سربېره فیدان وکولای شو، چې په ترکیه کې موازي جوړښتونه په ډېر مهارت له پښو وغورځوي.
پردې سربېره فیدان دهغو هڅو او تګلارې مشري هم کوله، چې اردوګان غوښتل له کردانو سره دڅو لسیزو شخړه حل کړي.
په ترکیه او عراق کې دامریکا سفیر جیمس جیفري دنوموړي په اړه وايي: فیدان دمنځني ختیځ نوې څېره ده، موږ باید ورسره کار وکړو، ځکه نوموړی کولای شي هره دنده پای ته ورسوي، خو دا اټکل باید ونه شي، چې نوموړی دامریکا ساده ملګری دی، ځکه نوموړی داسی نه دی.
داستخباراتي چارو کارپوه ایمري اوسلو بیا وايي: فیدان له هر وزیر ډېر پیاوړی دی.
له استخباراتو استعفااو بېرته راتګ
په ۲۰۱۵ ز کې هغه څه پېښ شول، چې هیچا یې اټکل هم نه کاوه، فیدان له استخباراتو استعفا وکړه، نوموړي هیله درلوده، چې سیاست وکړي او ځان دعدالت او پرمختیاګوند څخه پارلمان ته کاندید کړي، دنوموړي دا ډول پریکړه ولسمشر اردوګان خپه کړ، دفیدان استعفا نهیلی کړ او زیاته یې کړه: که استخبارات کمزوري او کاواکه وي، دا نو بیا شونې نه ده، چې دا دولت دی په پرلپسې توګه پر خپلو پښو ودریږي، موږ دولت  اداره کوو، دهمدې موضوع په اړه ما خپله خبره کړې ده، موږ  همدې څوکۍ ته وټاکه، ما خپله وټاکه، په داسې وخت کې باید په خپل ځای کې پاتې شي، له اجازې پرته باید ولاړ نه شي.
فیدان ژر د خپل رول  پر اهمیت پوه شو، له استعفا یې یوه میاشت نه وه تېره شوې، چې بېرته داستخباراتو درئيس په توګه پر کار پیل وکړ، دموازي جوړښت له ځپلو هم نه و خلاص شوې او نه له کردانو سره روغه جوړه شوې وه ځکه یې بیرته راستون کړ، خو یو شمېر بیا وايي: هاکان فیدان ځکه بیا وګومارل شو، چې دنوموړي دځایناستي په اړه کومه سلا او پریکړه ونه شوه.
اسرائيل ولې ورڅخه ډاریږي؟
دترکيي او اسرائيلي استخباراتو ترمنځ اړیکې له ۱۹۵۸ ز راهسی ټینګې دي، دشلمې پیړۍ په اویایمه لسیزه کې دا اړیکې نورې هم پیاوړې او پرمختللې شوې دي، چې پر ستراتیژیکې همکارۍ واوښتې، په همدې وخت کې دترکيي او اسرائیلو ترمنځ یو شمېر تړونونه هم لاسلیک شول.
هغه مهال موساد کولای شو، چې دترکيي له خاورې څخه دخوندي سیمې په توګه ګټه پورته کړي، دموساد ایجنټانو کولای شول، چې دخپلو چارو په موخه  ترکيي ته ننوځي او بېرته ترې ولاړ شي، ددې ایجنټانو مهمې فعالیتونه د خپلو دښمنانو ترور و. دې ایجنټانو به ویزې ته اړتیا نه درلوده، نه به په پولو کې ګمرګي قانون ته مسوول وو، دې ډول یوې اسانتیا دموساد ایجنټانو دا زمېنه برابره کړې وه، چې په ترکیه کې په خلاص مټ څارګري وکړي.
خو دفیدان په راتګ سره وضعیت بدل شو، دنړۍ مشهورو استخباراتي کارپوهانو ټولو ویل،چې دترکيي استخبارات اوس پخواني هغه نه دی، اوس اغیزناک او کامیاب هغه دی، له دې وروسته به دموساد لپاره اسانه نه وي، چې ترکان یې پر وړاندې مات شي.
له فیدان سره د اسرائیلو دښمني
په ۲۰۱۰ ز کې، چې هاکان فیدان دترکيي داستخباراتو درئیس په توګه دنده پیل کړه، دموساد او نوموړي ترمنځ جګړه پیل شوه، د دندې له پیل وروسته یې داسی ویډیو تر لاسه کړه، چې موساد د نوموړي دګومارنې په اړه بحث کوي.
هغه مهال د اسرائیلودفاع وزیر ایهود اولمرت ویلي و: ډاریږم، چې فیدان به  ایران ته  مالومات ورکړي، ځکه نوموړی خو زموږ  په اړه ډېر مالومات لري، دا نو د اندېښنې خبره ده که چیرې ایرانیانو ته زموږ مالومات ورکړي.
په ۲۰۱۲ ز کې وال سټریټ ژورنال یو راپور خپور کړ، چې هاکان فیدان  په ایران کې داسرائيلو دڅارګرې شبکې  په اړه تهران ته مالومات ورکړي دي، تهران بیا دا شبکه له منځه یوړه، دا نو تر ټولو کلکه څپیړه وه، چې تهران دفیدان په مرسته اسرائیلو ته ورکړه.
یو اسرائیلي چارواکي بیا ویل: اوس څرګنده شوه، چې فیدان د ایران دښمن نه و،امریکايي چارواکي وايي: امریکا د ترکيي پر ضد څارګري کوي او ترکيي استخبارات بیا زموږ  او CIA پر ضد څارګرۍ ضد فعالیتونه لري، نور امریکايي چارواکي بیا وايي: فیدان له  امریکايي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او دهغو مالوماتو په اړه یې ورته وویل: چې اسرائیلو او امریکا په ۲۰۱۰ ز کې هغه مالومات ایرانیانوته  ورکړي دي، چې موساد او CIA  د ترکيي پر ضد راټول کړي وو.
اسرائیلو په فلسطین کې پر مسجد الاقصی برید وکړ، لومړي وزیر او دترکيي نوروچارواکو د تل ابیب پر ضد له نیوکو ډکې څرګندونې وکړې، لومړي وزیر اوغلو د یوه کنفرانس په ترڅ، چې داستخباراتو په عمومي ودانۍ کې یې جوړ کړی و، پر اسرائیلو نیوکې وکړي، دا مهال هاکان فیدان یې تر څنګ ولاړ و، دا لومړی ځل دی، چې هاکان دمطبوعاتو پر وړاندې راڅرګند شو، پخوا هاکان په هغو کنفرانسونو کې ونډه نه درلوده، چې حکومتي مشرانو به ورکول، دا هم لومړی ځل و، چې لومړی وزیر داستخباراتو په ودانۍ کې کنفرانس ورکړي.
ځینو دا ډول یو کنفرانس داسې تعبیر کړ، چې دحکومت او استخباراتو ترمنځ اړیکې ډیرې ټینګې دي ځکه خو لومړی وزیر داستخباراتو له رئیس سره څنګ په څنګ ودریږي، دا تل ابیب ته، چې هاکان ته دخپل دښمن  په سترګه ګوري یو پټ پیغام و، ترکيي تل ابیب په هغه سړی وګواښه،چې تر اوسه یې پټ ساتلی و.
په استخباراتو کې دهاکان فیدان مهارت او زیرکتیا داسی ده لکه (لیوانو دره کې) دپولاد علمدار، ځینې خلک بیا وايي: دپولاد علمدار رول د هاکان فیدان دژوند رښتینی او واقعي انځور دی.
په هر حکومت کې داستخباراتو ارزښت او رول دحکومت له مشرۍ کم نه دی، دااستخبارات دي، چې حکومتونه ساتي، دکورني او بهرني ګواښ پر وړاندې ودریږي، ځکه خو دوړ او زیرکه سړی ټاکنه مهمه ده، دا ځانګړې په هاکان فیدان کې شته، هر هېواد دهاکان فیدان په څېر سړی ته اړتیا لري، که هاکان نه وای اوس به په ترکیه کې د رجب طیب اردوګان حکومت نسکور وای او خپله به یا وژل شوې یا زنداني شوې وای.
دهاکان فیدان مهمه وینا هغه وه، چې ویلي وو: محمد الفاتح به روزو، چې ترکیه به یو ځل بیا پر نړۍ حکومت کوي.
افغانستان هم هاکان فیدان په څېر کسانو ته اړتیا لري، دهمداسې یوې ورځې په هیله.