افغانستان د افغان کډوالو لپاره غوره پلانونه په پام کې لري


له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه د بيرته ستنېدونکوافغان کډوالولپاره د پلانونو اوتگلارواو په هغه هېواد کې د ميشتوافغان کډوالو د يوشميرنورو ستونزو د هوارولو په هدف د کډوالو او بيرته ستنېدونکو چارو وزارت يو پلاوى اسلام اباد ته سفر وکړ.
د افغانستان د کډوالو او بيرته ستنېدونکوچارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل وويل د دې پلاوي مشري د سيدحسن عالمي بلخي په غاړه ده. په هغه درې اړخيزه ناسته کې چې د پاکستان افعانستان،او ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمنځ سبا په اسلام اباد کې جوړيږي، برخه اخلي. نوموړي زياته کړه په دې درې اړخيزه ناسته کې افعانستان، پاکستان او ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې مشران به له ٢٠١٦ کال وروسته، د هغه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر پلان او يوشميرنورو ستونزو خبرې کوي، چې په خپله خوښه هېواد ته ستنيږي. د کډوالو چارو مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل زياته کړه د کډوالو راستنېدونکو چارو وزير د يوپلاي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ په اسلام اباد کې د جولاى پر ١٩ افغانستان، پاکستان او يونيسار تر منيځه درې اړخيزه ناسته جوړيږي. دغه ناسته ٢ ورځې دوام کوي، په دغه ناسته کې د افغانستان، پاکستان او يونيسار تر منيځه د افغان کډوالو د دوطلبانه (په خپله خوښه) ستنېدو په ستراتيژۍ او پلان خبرې کيږي او د دې ترڅنگ د ٢٠١٦ کال وروسته هغه پلانونه اوبرنامې چې مونږ يې لرو له پاکستان سره يې شريکوو. حفيظ احمد ويل په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په دې درې اړخيزه کميسون غونډه کې د ناراجستر شويو کډوالو د موضوع سربيره له ستنېدونکو کډوالو سره د ملگروملتونو کډوالوچارو د ادارې د مرستو د څرنگوالي په اړه هم ځانگړي پلانونه تر لاس لاندې نيول کيږي. حفيظ وايي يوه مهمه مسله هم په دغه درې اړخيزه ناسته کې هم دا ده چې موږ د يونسيار د مرستو په اړه خبرې کوو په داسې پروگرامو او برنامو باندې کار کوو، ترڅو افغان کډوال دې ته وهڅول شي چې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.
په دغه درې اړخيزه ناسته کې کې د نورو مسايلو ترڅنگ د نارجسترافغان کډوالو په اړه هم بحث کيږي، مخکې له پاکستان سره مونږ هوکړه کړې وه، چې دوی به هلته راجستر کيږي او پاکستان له موږ سره ومنله خو تر اوسه پوري د ځينو سياسي مشکلاتو له دغه د دوى رجستريشن پروسه هم نه ده پيل شوې، چې په دغه درې اړخيزه ناسته کې به په دې اړه هم تصميم ونيول شي. د کډوالو چارو مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل زياته کړه، چې په افغانستان کې د يو سلو او يا زره جريبه ځمکه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ځانگړې شوې ده په ٢٩ ولاياتو کې ٦٢ ښارگوټي جوړشوي خو په گڼ شمير ښارگوټو کې د ژوند اسانتياوې شتون نه لري (دلته يوشمير ښارگوټي جوړ شوي دکډوالو لپاره خو په هغه ښارگوټو کې ستونزې شته مثلا انکشافي پروژې په کې نه دى تطبيق شوي،هلته ستونزې شته خو امکانات محدود دي، د نړيوالو توجو هم کمه شوې ده.