جانانه!

جــــانانه! جــوراوجــفا دې مــنــم
وعـــدې دنن او دسبــا دې مـنـــم

خيـردی که لرې لرې ګـــرځې رانه
يوځل خوراشه چې آشنا دې مـنــم

زړه مې زخمې دې ،دظا لم له لا سه
راکــړه سـزا، هــــره ســـــزا دې مـنــم

آخر به وچوى دا نازک زړګـــی مـې
حــريـفه خانـده،دا خـنـدا دې مـنــم

رقيـبه تمــــه دې ايـرې ايـرې شـــــه!
چې عداوت کړې،تل رسوا دې منم

(امان)دهجــــرپه څپوکــــې ګــــيريم
وصـــال دې غـــواړمــــه وفادې منم

امان الله امان نورستانى
کونړ_بريکوټ
١٦  ٨  ١٣٨٨