جنرال اکین اوزتورک: د ترکیې د ناکامې کودتا طراح

 
پرون په ترکیه کې رسنیو د ترکيي دهوايي ځواکونو پخواني مشر جنرال اکین اوزتورک، چې د ناکامې کودتا طراح هم دی، انځورونه خپاره کړل، نوموړی اوس له ترهګرۍ سره دمبارزې په اداره کې دپوښتنو او ګرویږنو په موخه زنداني دی.
ترکيي چارواکي وايي: موږ له یوه کال راهسې د جنرال اوزتورک په اړه څېړنې کولې، چې دترکيي دمنتخب حکومت په اړه د کودتا نیت لري.
دپوښتنو او ګرویږنو په لومړني پړاو کې دجنرال اوزتورک منلې ده، چې دکودتا پلان یې جوړ کړی و، خو په دې کې ورسره لوی درستیز اکار خلوصي شریک و او دهغه په مشوره یې دا کار کړی دی.
میلیت ورځپاڼه لیکي: اوزتورک دنیولو پرمهال پر لوی درستیز اکار خلوصي تور لګولی دی( دا کار مې دخلوصي په سپارښتنه او مرسته کړې دی)
انادوول خبري اژانس لیکي: جنرال اوزتورک، چې د۲۰۱۵-۲۰۱۳ ز کلونو ترمنځ د ترکيي دهوايي ځواکونو مشر و، داګست پر ۳۰ تقاعد ته سوق کېده.
اژانس لیکي: کله، چې جنرال اوزتورک پوه شو، چې تقاعد ته سوق کیږي او اټکل دی، چې نظامي شورا  دجنرال اوزتورک   او  فتح الله ګولن  تر منځ د اړیکو په اړه هم بحث کوي. نو ځکه یې پریکړه وکړه، چې نظامي کودتا وکړي.
نظامي اتشه
پردې سربېره له اسرائیلو څخه خپریدونکې ورځپاڼه (هارټس ) لیکي: جنرال اوزتورک د۱۹۹۸-۲۰۰۰ ز کلونو ترمنځ په تل ابیب کې دخپل هېواد نظامي اتشه و، جنرال، چې له هوايي ځواک څخه  ګوښه هم شو، خو دنظامي  محکمې غړی و او په دې برخه کې یې خپله دنده ترسره کوله.
جنرال اکین اوزتورک په ۱۹۵۲ ز کې زیږیدلی دی، په ۱۹۷۰ ز کې حربي پوهنتون ته ولاړ او په هوايي برخه کې یې زده کړې پیل کړې، په ۱۹۷۳ ز کې ترې فارغ شو، په تدریجي توګه یې پرمختګ کړی ان، چې دهوايي ځواکونو دمشر په توګه هم ټاکل شوی دی.
جنرال اوزتورک په ۲۰۱۳ ز کې دجنرالۍ رتبه تر لاسه کړه او دهوايي ځواکونو له مشرۍ څخه ګوښه شو، خو دترکيي دوسلوالو ځواکونو دنظامي شورا غړی و، پردې سربېره نوموړي له ناټو او ترکيي پوځ څخه  یو شمېر ستاینلیکونه او نښانونه تر لاسه کړې دي.
دا ناکامه کودتا یوازې دترکانو لپاره د تعجب وړ نه وه، بلکې ګرده نړۍ یې هک پک کړه،
دپېښې له هماغه شېبې رجب طیب اردوګان او لومړي وزیر  پر فتح الله ګولن تور پورې کړ، خو نظامي سرچینو بیا دکودتا پړه پر جنرال اکین اوزتورک واچوله.
  دواده شپه
نظامي سرچینې او شنونکي وايي: دناکامې کودتا پرشپه  داستنبول  ته څېرمه په اسکشهیر ښار کې د هوايي ځواکونو دمهم قومندان (الهان جنفیر) دلور واده و، دهوايي ځواکونو ټول قومندانان هلته وو، خو جنرال اکین اوزتورک  نه و راغلی، له دې مالومیږي، چې نوموړي په ډېر دقت  سره دکودتا شپه  ټاکلې وه.
اوس پوښتنه داده، چې جنرال اکین اوزتورک ولې له خپل ژوند او برخلیک سره دومره سرسري لوبه وکړه، کودتاچیانو ورسره ژمنه کړې وه که کودتا کامیابه شوه، نوموړی به  ولسمشر وي ځکه جنرال اکین یوزاینی کس و، چې دکودتاچیانو ترمنځ یې لوړه نظامي رتبه درلوده.
دا هم ویل کیږي، چې دجنرال اکین زوم  حقان کار کوس، چې په هوايي ځواک کې دنده لري، چې په کودتا کې مهمه ونډه او رول درلود.
دا له ۱۹۲۳ ز څخه راهسی تر ټولو سخته کودتا وه، چې ناکامه شوه، له جنرال اکین اوزتورک سره په کودتا کې لاندې جنرالانو ونډه درلوده، چې ټول یې ژوندي نیول شوي دي.
۱-جنرال أكين أوزتورك دهوايي ځواکونو پخوانی مشر.
۲- جنرال آدم حدوتي په  پلازمېنه انقره کې دپوځ دویم قومندان.
۳- جنرال ميتين ايديل په درېیم پوځ کې د روغتیايي او څیړنیز ټولي قومندان.
۴-  ايردم كارجين په ایجه سمندر کې دپوځ قومندان.
۵-  ډګرمن صالح كيرهان  په انقره کې دوسلتون مشر.
۶-  ډګرمن مصطفى يلماظ  په استنبول کې دحربي پوهنتون قومندان.
۷-  ډګرمن  إيردم كارجين دسویل ختیزې سیمې دساتونکو مشر
۸- ډګرمن  محمد أكيورك  په  بالک کاسیر کې دپوځ مشر.
۹ - ډګرمننجات اتيلا ديميرهان دسمندري ځواکونو قومندان.
۱۰ - ډګرمن  متين الفاج   دترکيي په سویل کې دپوځ قومندان.
۱۱- ډګروال محرم كوسا دلوی درستیز حقوقي سلاکار.
په ترکیه کې داعدام سزا نشته، خو ولسمشر رجب طیب اردوګان تېره ورځ په عمومي غونډه کې وویل: له  اپوزیسیون سره خبرې کوم، چې په ترکیه کې داعدام سزا ومني. ددې ناکامې کودتا په تړاو نږدې ۶۰۰۰ کسه نیول شوي دي.