څېړنه: چاغښت  دانسان عمر کموي، په ځانګړې توګه دنارینه.

 
یوه طبي څېړنه وايي: زیات وزن او چاغښت دانسان عمر کوي او کېدای شي د مړینې لامل هم وګرځي، هر څومره، چې دانسان وزن ډیریږي همدومره یې د مړینې ګواښ هم زیاتیږي. څیړنه، چې مهالنۍ مجله کې خپلې څیړنې خپروي لیکي:
چاغ نارینه  له دې ګواښ سره ډیر مخ کیږي،  څیړونکي وايي: چاغ سړي دانسولین، دځیګر غوړ او شکر سره مقابله  نه شي کولای په بله مانا دبدن دفاعي ځواک یې ددې ناروغيو پر وړاندې کمزوری کیږي، مېرمنې بیا په دې برخه کې یو څه مستثنی دي.
دروغتیا نړیوال سازمان  دصحي  خوړو او رژیم ، سپورت سپارښتنه کوي، چې له طبیعي وزن څخه زیات شي او دچاغښت مخه ونیول شي.