بدلون

هغـــه دنيا ده نن يـــــې رنګ بدليږي
 اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

دا کـــومې لوبې  چې  پرون  چليدې
نن  د هغه  لــــوبو  نيرنګ   بدليږې

دا د شبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتياسره يې خــوندبدليږي؟

ځای د ټوپک که  دقلم سره شي
زمونږه شاه زموږ ملنګ بدليږي

پرون چه خپلوکې وه لاس اوګريبان
هغه زمـــــــری هغه پلنګ بدليږي

د يو ارمـــان  د يو تغيير  په هيلــــه
په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي

-------------------------------------
سميع الدين افغاني
٧ - ١١  -  ٢٠٠٩