څېړنه: که د بدن اوبه مو کمې شوې وزن مو ډیریږي.

 
په امریکا کې د میشیګن پوهنتون څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي دي، چې پوره اوبه نه څښل د دی لامل ګرځي، چې  دانسان وزن زیات شي.
دا نوي مالومات او څيړنه هغه عقیده پیاوړې کوي، چې پخوا به ځینو ویل پوره اوبه څښل د چاغښت مخه نیسي.
څیړونکو، چې ۹۵۲۸ کسانو وضعیت څیړلی دی وايي: د یو شمېر کسانو د چاغښت لامل د دوی په بدن کې د اوبو کمښت دی، څیړنه زیاتوي، درېیمه برخه کسانو، چې عمرونه یې د ۶۴-۱۸کلونو ترمنځ وو، ډیرې لږې اوبه څښي.
څیړونکي وايي: دا پایلې د اوبو د کمښت او چاغښت ترمنځ کوم منطقي تړاو نه ثابتوي، خو دا سپارښتنه کوي، چې انسان باید هغه میوې او ترکارۍ وخوري، چې ډیرې اوبه لري ځکه دانسان دبدن اړتیا پوره کولای شي. دوی ټینګار کوي، چې په راتلونکي دا څېړنه ترسره کړو، چې ایا پوره اوبه کولای شي دانسان وزن کم کړي.
دیادونې ده، چې ۱۹۴۵ ز کې روغتیايي کارپوهانو سپارښتنه کړې وه، چې هر انسان باید د ورځې له ۱۰-۸ ګیلاسه اوبه وڅښي، چې روغتیا یې وساتل شي.