تيريزا مې : دانګلستان لومړۍ وزیره

 
دانګلستان ځوان لومړي وزیر ډیویډ کامیرون وروسته  له هغه  د محافظه کار ګوند او صدارت څخه استعفا وکړه، چې  انګلیسانو پریکړه وکړه، چې له اروپايي ټولنې ووځي، کامیرون  اعلان کړه، چې چهارشنبه به خپل ځایناستي ته  ځای پریږدي، تېره دوشنبه  ټیریزا ماي یوازینۍ کاندیده شوه، چې ځان  یې ګوند ته کاندید کړی و.
ډیویډ کامیرون به چهارشنبه دوروستي ځل  لپاره دپارلمان غونډې(PMQS ) ته حاضریږي،  چې  دوکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي ، وړاندې له دې، چې خپل ځایناستي ته واک وسپاري د الیزابیت ( دویمې) لیدنې ته به ورشي.
ټیریزا مې به  له ۱۸۳۴ ز راهسې دانګلستان دمحافظه کار ګوند ۱۷ مشره  او له ۱۸۰۹ ز ۲۵ لومړی وزیره وي.
کامیرون خبریالانو ته ویلي دي، چې زه دخپل ځایناستي پر وړتیا ډاډه یم، چې دانګلستان چوپړ به وکولای شي.
دانګلستان الیزابیت به ډېر ژر  دفرمان  له مخې  ټیریزا ته دنده وسپاري، چې کابینه جوړه کړي.
دانګلستان په محافظه کار ګوند کې د ۱۹۲۲ کمیسون( دا په ګوند کې دمهمو پریکړو کمیسون دی) رییس وايي: ټیریزا ماي اوس یوازینۍ کاندیده ده، چې دګوند دمشرتابه لپاره یې ځان کاندید کړی دی.
 
محافظه کار ګوند
دیادونې ده، چې  په انګلستان کې محافظه کار ګوند منځلارو ښي اړخو څخه جوړ شوی دی، دا ګوند په انګلستان کې  له سیاسي اصلاحاتو څخه وروسته په ۱۸۳۲ ز  کې رامنځته شوی دی او د (توري) ګوند ځایناستی  دی، تیوري ګوند په اولسمه پیړۍ کې جوړ شوی و او دپاچا له  ملاتړو څخه بلل کېده.
په انګلستان کې محافظه کار ګوند له  ښو او غوره سیاسي ګوندونو څخه ګڼل کیږي، په ټولو ټاکنیزو  حوزو کې  کمیسونونه  لري.
دګوند تګلار کلاسیکه او دودیزه  هغه ده، هڅه کوي، چې په اقتصادي فعالیت کې د دولت او حکومت رول راکم  یا کنترول کړي، دجرمونو پر وړاندې مبارزه کوي، انګلستان ته  پر هجرت او  ورتګ بندیزونه لګوي او په دې برخه کې له ډېرې سختۍ کار اخلي.
په بهرنۍ تګلار کې  ګوند دا غوره بولي، چې ایرلینډ دانګلستان تر حاکمیت لاندی وي، تګلارې یې  دفاعي او پیاوړی دي، له  امریکا سره دپیاوړو اړیکو غوښتونکی ګوند دی، له ناټو سره ښې اړیکې لري، داروپايي ټولنې دټینګښت او پایښت پلوي دی.
د دوو نړیوالو جګړو تر منځ په انګلستان کې محافظه کار ګوند واک ته رسیدلی دی، د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته  یاد ګوند له کار ګر ګوند سره په نوبت واک او حکومت جوړ کړی دی، دهر ګوند مشر  دواک دمودې  په اوږدولو کې خپل اغیز درلود.
دانګلستان رسنۍ وايي: مې  یوازینۍ کاندیده ده،  له سپټمبر وړاندې  به د انګلستان لومړۍ وزیره شي، اړتیا نه شته، چې  په ګوند کې ټاکنې وشي ځکه بل سیال نه لري.
پیاوړی زعیم
ټیریزا مې په خپل لومړني کنفرانس کی ویلي دي، چې انګلستان پیاوړي زعیم ته اړتیا لري، چې  هېواد له  اقتصادي او سیاسي ګډوډۍ څخه وباسي، له اروپايي ټولنې دوتلو پروسه په ښه بڼه ترسره کړي.
ټاکل شوې وه، چې دمحافظه کار ګوند ۱۵۰ زره غړي دګوند دمشرتابه دټاکنې په پروسه کې ونډه واخلي، خو لیډسوم  له خپلې کاندیدا تورۍ په شا شوه، نو ځکه ټاکنې ونه شوې.
 
ټیریزا ماي د۱۹۵۶ ز داکتوبر په لومړۍ نېټه  دلندن په شمالي ښار اکسفورډ کې زیږیدلی ده، په ۱۹۹۷ ز کې یې پارلمان ته  لار موندلی ده او له ۲۰۱۰ ز راهسی دکورنیو چارو وزیره ده، مې  دمحافظه کار ګوند له مهمو او نوموتو سیاسي څېرو څخه ده. دا به مارګریټ  ټاچر څخه راوروسته دویمه ښځه وي، چې دانګلستان لومړۍ وزیره ټاکل کیږي.
مې په اکسفورډ پوهنتون کې جغرافیه لوستی ده، بیا دانګلستان په  بانک کې دنده ترسره کړې ده په ۱۹۸۶ ز کې دسیاست ډګر ته راننوتې ده. په پارلماني ټاکنو کې دوه ځل  سرپه سر ناکامه شوې ده په ۱۹۹۷ ز کې یې پارلمان ته لار موندلی ده.
 د اوږد قد درلودنکی مې، چې  خړبښن ويښته لري، په خپل ګوندکې له ښي اړخو سره لېوالتیا لري، ځینې ټولنیزې موضوګانې رابرسېره کړې دي، چې دیو شمېر پلویانو په موندنه کې ورسره ګټور ثابت شوي دي.
دکورنیو چارو وزارت پرمهال یې  له ډیرې سختۍ کار اخستی دی، له ګډوالو او اسلامپالو سره یې هیڅ خواخوږي نه ده ښودلې.
ځینې بیا نېوکه کوي وايي: مې هیڅ کاریزما نه لري، ډېره سخته ده، ډیلي تیلګراف وايي: دا نوې مارګریټ تاچر ده.
داسې ښکاري، چې ټریزا ماي  انګیلا میرکل ته نږدې ده ، د دواړو موروپلار  عیسوي ملایان دي، دواړه ( مې ، میرکل ) محافظه کارې ، عملي دي، هر ډول جوړ جاړی کولای شي، هیڅ اولاد نه لري.
مې دځان په اړه وايي: زه پر تلویزونو نه ګرځم، د غرمنۍ پرمهال ډېرې خبرې نه کوم،  دپارلمان په خونو کې الکول او شراب نه څښم،  له هیچا سره وړیا مېنه نه کوم ، خپل کار کوم دهیچا پروا هم نه لرم.
 
ګوندي فعالیت
مې په ۲۰۰۳-۲۰۰۲ ز کې  دلومړي ځل لپاره دمحافظه کار ګوند دمنشي څوکۍ تر لاسه کړې ده او دا لومړنۍ مېرمن ده، چې دې څوکۍ ته رسیږي، هغه مهال ډېره مشهوره شوه، چې خپل ځینې ګوندي ملګرو ته یې  دګوندي اشرارو خطاب وکړ.
د۲۰۱۰-۱۹۹۹ ز ترمنځ  په محافظه کار ګوند کې  دسیورې دکابینې غړۍ وه، په ۲۰۰۵ ز  کې یې له ډیویډ کامیرون سره ډېره مرسته کړې ده، چې دګوند مشرۍ ته ورسیږي، کله، چې په ۲۰۱۰ ز کې کامیرون لومړی وزیر  شو، ټریزا مې ته یې  د ډالۍ په توګه  دکورنیو چارو وزارت ورکړ.
ټیریزا ماي وايي: له ورزش  سره ډېره مېنه لرم ، دیګ خپله کوم.