چې له منځه وړي نفاق سوله يې بولي
چې پـــيداكړي اتفـــاق ســوله يې بـــولي
ده عــــلاج دبـــــــدمرغــــيو،بدبخـــتيو
ختموي چې هرشقاق سوله يــــــې بولي
هوسايي،پرمختګ، ميـــنــــه مـــحبـــــت
كه لري كوم يومصــــداق ســــوله يې بولي
ده مصدرټولې ښېگــــــڼې تـــرې راوځـــــــي
چې ترې كېږي اشتقاق سوله يې بــــولي
راځئ ټول په اتفــــــــاق ســـــره نارې كـــــړو
((چې لرو يې اشتــــياق ))سوله يې بولــــي
(روشن) نن د خپل صنم په غېږكې پروت دى
چې دى ضـــــــددهر فراق سوله يې بولـــــــي
رفيع الله روشن
۱۳۸۸\\۷\\۱۰
وروستي