
کورکمن په پخلي کې ډېر کاریږي، که څوک وغواړي، چې دیګ یا خواړه یې ژیړ رنګ ولري له کورکمن ګټه پورته کوي، ډیری خلک یې په وریجو کې کاروي، خو کورکمن نورې ګټې هم لري، په ځانګړې توګه د روغتیا او درمل په برخه کې ، کورکمن د (کرکیومین) په نوم ماده لري، چې د روغتیا لپاره ګټوره ده.
د بولډ سکاي په نوم ویبپاڼې د کورکمن په اړه راپور خپور کړی، چې د پړسوب، ویروس، میکروب ضد درمل لري.
پردې سربېره کورکمن ویټامین K,E,C,B لري، چې د بدن لپاره ښه دي.
دیادونې ده، چې د کورکمن د کارولو تر ټولو غوره لار دا ده، چې د چای په بڼه وڅښل شي، جوړول یې ډېر اسانه دي، یوه کاشوغه کورکمن به ۳-۴ پیالیو کې اوبو ته واچوئ، چایځوښ به پریږدئ، چې ښه ځوښ شي بیا یې چاڼ کړئ، که شات ( عسل) یا لیمو ور زیات کړ، خوند به یې ښه شي.
که چیرې هره ورځ کورکمن چای وڅښئ دا به درسره مرسته وکړي، چې بدن مو له روغتیايي ستونزو څخه وژغورل شي، په ځانګړې توګه له دی لسو ستونزو به خلاص وې.
۱- له بدنه مو دردونه لرې کوي.
۲- وزن مو کموي او دچاغښت مخه نیسي.
۳- د شکرې ناروغي له منځه وړي.
۴- دکولمو درد له منځه وړي.
۵- په وینه کې دکولسټرول کچه کنترولوي، او زیان رسونکی کولسترول له منځه وړي، پردې سربېره دوینې فشار راکموي.
۶- دهیر ناروغۍ مخنیوی کوي.
۷- ځیکر له زهري موادو پاکوي او د ځیکر دتلف کیدو مخه نیسي.
۸- دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، بدن ته انرژي ورکوي، چې دساري ناروغیو پر وړاندې مقاومت وکړي.
۹- دسرطاني حجرو مخه نیسي، دا کټ مټ هغه رول لوبوي، چې دسرطاني حجرو په برخه کې یې کیماوي درملنه لوبوي.
۱۰- دبدن دبندونو دردونه له منځه وړي.